پکتیا پوهنتون به ډیر ژر د سل بستریز کادري روغتون چې د کرونا روغتون په نوم وو پرانسته وکړي.

pu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۱:۲۱
t


پکتیا پوهنتون به ډیر ژر د سل بستریز کادري روغتون چې د کرونا روغتون په نوم وو پرانسته وکړي.
د دې ودانۍ په جوړیدو به د پکتیا پوهنتون د کادري روغتون د ودانۍ تشه ډکه شي.
دې برخه کې د هېواد له محبوب ولسمشر محمد اشرف غني، لوړو زده کړو وزارت، پکتیا ولایت قدرمن والي محمد حلیم فدایي، سیمه ایزو ارګانونو قدرمن رئیس شمیم خان کټوازي، پکتیا ولایتی شورا رئیس عبدالمالک مجاهد، پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي، د عامې روغتیا له درانه رئیس دوکتور ولایت خان احمدزي او د کرونا کمیټې له ټولو غړو څخه د زړه له تله مننه کوم چې د پوهنتون دا ستونزه یې درک کړه او د خپلې هېوادنۍ او علمي مېنې پر بنسټ یې دا روغتون چې د پوهنتون په ځمکه کې جوړ شوی د پوهنتون کادري روغتون ته مناسب وباله.
مونږ به د خپلو ولسونو ترڅنګ ولاړ یو او د خپل ملي او ایماني رسالت له مخې به کار ورته کوو.
د یو سمسور او آباد افغانستان په هیله.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS