د طب پوهنځی لرلید او ماموریت

 د پوهنځي لرلید

طب پوهنځي هوډ لري، داسې روغتیا پالان ټولنې ته وړاندې کړي چې له فکري او اخلاقي پلوه بشپړغښتلي، د څېړنې پلوي، د ټولنې له کلتوری او ټولنیزو ارزښتونو سره بلد او په مسلکي لحاظ په ځان بسیا وي.

د پوهنځي ماموریت

طب پوهنځی د خپلو موخو د لاس ته راوړنې لپاره داسې مناسبې تګلارې او کړنلارې په کار اچولې دي چې په ترڅ کې یې لایق او په کار پوه روغتیا پالان وروزل شي، تر څو د اخلاقي او کلتوري ارزښتونو او په شواهدو باندې ولاړ طبي خدمتونه په ټولنه کې انځور کړي، چې پایله یې د روغتیا په برخه کې د خپلې ټولنې لپاره د ښو او غوره خدمتونو چمتو کول دي.