Medical Faculty Strategic Plan

 

 

 

د لوړو زده کړو وزارت

پکتیا پوهنتون

د طب پوهنځۍ

 

 

 

 

ستراتیژیک پلان

Strategic Plan

۱۳۹۸ – ۱۴۰۲ ه ل

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

مقدمه

بشر د غوره بقا لپاره د کړنو لپاره غوره هدفونه ټاکي .تر څو کړني یی غوره وي او د هغو هدفونو تر لاسه کولو سره یی ژوند چاری ښي او کم کړاو سره تر سره شي. ددی لپاره چې هدف ته ورسیږی هر بشر، هره ټولنه او هر نهاد د هدف رسیدو لپاره یوی لاری ته اړتیا لری.  چې هدف ته د رسیدو لار یی  ستراتیژی تشکیل کوی. او همدی ستراتیزی لپاره پلان اړین دی. په نهادونو کې لوړ پوړی اداری دستور ورکوی، خپل لاندی ادارو ته صلاحیت ورکوی، او بعضو کړنو اختیار خپل د هغي چوکاټ کې د ننه ادارو ته ورکوی تر څو قانون او اصولو سره سمي کړني تر سره کړی. د دی چارو تنظیم او د کړنو لپاره اهدافو ته د رسیدو لپاره ستراتیزیک پلان ته اړتیا شتون لری. چې حتمی او اداری یو جز ګڼل  کیږی.

دا سترانیژیک پلان چې د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي لپاره ترتیب شوی دی، د حالاتو سره سم د هیواد پوهنتون او د سیمی اقتصادی اجتماعی وضعیت ته په کتو سره ترتیب شوی دی. چې په کې رهبری کړني، مدیریتی برنامی او په چارو کې شایستګی راوړلو لپاره په وضعیت باندی رڼا اچول شوی ، بعضی ستونزو لنډه یادونه شوی، او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره چې پوهنځئ باید څه تر سره کړی یادونه شوی ده. د ستراتیژیک پلان ترتیب کې د دری واړه دیپارتمنتونو( داخله، جراحی، پاراکلینیک) استادانو فعال ګډون درلود. د هغوی د نظریاتو او د هیواد د نورو پوهنتونو ستراتیژیک پلانونو او د طب پوهنځي پخوانی ستراتیژیک پلان په رڼا کې ترتیب شوی دی. هر هغه څه چې پخواني ستراتیژیک پلان کې ځای په ځای شوی وی او ندی تر سره شوی په دی ستراتیژیک پلان کې د نوی فکر او اوسنی عصر د غوښتنو سره سم ترتیب شوی دی.

ستراتیژیک پلان د ترتیب وروسته د غړو سره شریک شوی تر څه ښه وارزول شي او داسی څه په نه وی چې زمونږ اسلامی ارزښتونو ، ملی ارزښتتونو سره او د لووړو زده کړو وزارت د پالیسی او مقرراتو څخه غیر څه ولري. او یا هم پلان داسی منسجم شوی وی چې تطبیق یی نا ممکن وی، یا هم د پوهنځي په صلاحیت او ماموریت کې نه وی او یا هم بی ارزښته وی. د ذکرشویو مواردو د تصفیی وروسته د ستراتیژیک پلان نهای او د کمیټي په غونډه کې د غړو لخوا تاید شو.

د پلان څخه کلني پلانون ترتیب شو او د نورو راتلونکو کلنو لپاره کلني پلانونه به هم ترتیب شی. د تطبیق لپاره به یی عملیاتی پلانونه او تدابیری پلانونه ترتیب شي. چې دا ټول به د طب پوهنځي اداری سره شریک او پوهنځي له عملی شورا څخه تایدی وروسته د پوهنتون له علمی شورا هم پاس شی چې بیا وروسته د پوهنځي دری واړه دیپارتمنتونو او هری کمیټي ته یی کاپی ګانی تکثیر شي. تر څو ددی په رڼا کې کړني ترتیب شي. د تضمین کیفیت کمیټه  او د پوهنتون اداره او د دی واړو دیپارتمنتونو امرین به یی د تطبیق چاری څاري. او په وړاندی یی مسئولانه برخورد کوي.

په اخیر کې زه د کمیټي له غړو څخه د زړه له کومی مننه کوم چې د پلان ترتیب ته یی د مصروفیتونو سره سره په اخلاص سره زیار وباسه. او تر اخیره پوری یی په هیوادنئ مینی سره چاری ترسره کړی دی. د پوهنځي مرستیال او د علمی شورا مرستیال پوهنمل ډاکټر مائیل خان منګل څخه هم زیات منندوی یم چې د پلان لپاره د اړینو موادو په ترتیب کې یی د کمیټي سره خپله  همکاری زمونږ د هیلو څخه لا زیاته کړی ده، رب د عوضونه په دنیا او اخرت کې ورکړي.

الله تعالی د مونږ ټولو ته توفیق راکړی چې ستراتیژیک پلان تطبیق سره ګران هیواد افغانستان په اکاډمیک برخه کې خدمت وکړو.( امین)

 

په درنښت

پوهنیار ډاکټر اخترمحمد طوطاخیل

د بورسونو ستراتیژیک پلان او نورو پلانونو د کمیټي مشر

 

 

 

 

فهرست

1.                                                  داوسني وضعیت څخه تحلیل: 5

1.1 د طب پوهنځي تاریخچه: 5

1.3. د قوت ټکي: 7

1.4 د ضعف ټکي: 8

1.5. فرصتونه: 8

1.6. ننګوني: 9

1.7.لرلید: 9

1.8ماموریت: 9

1.9.ارزښتونه: 9

1.10ستراتژیک اهداف: 10

2.مدیریتي برنامي: 11

2.1 رهبري: 11

2.2مالي او اداري استقلالیت: 12

2.3.د مرستو جلبول. 13

2.4. اداری بیروکراسی.. 13

2.5. د عملیاتی پلان تایدول. 14

2.6. د فساد سره مبارزه: 14

2.7. نظارت او ارزیابي: 15

2.8. داخلي او خارجي روابط: 15

2.9. جندر: 16

3. 17

علمي برنامي: 17

3.1 علمي او مسلکي کادرونو جذب.. 17

3.2. د استادانو علمي سویی لوړوالي او فوق لسانس پروګرامونه: 19

3.3. په علمی کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول. 21

3.4. د تعلیمی نصاب انکشاف او بیا کتنه: 21

3.5. څیړنیز پروګرامونو پر مخ بیول: 22

3.6. اکاډمیک خپرونو ته وده او پرمختګ: 23

3.7. د ښوونیزو موادو چمتووالي.. 26

3.8. د کیفیت تضمین ته پاملرنه  او اعتبار ورکول: 26

3.9. د تدریس عصری کول او بریښنایی زده کړو پروګرامونه: 28

3.10. د کریډیټ سیسټم پیاوړتیا او پلی کول. 29

3.11. معلوماتي ټکنالوژی ته لاسرسي.. 29

3.12. د بنسټونو جوړول: 30

3.13. د شني ساحی زیاتوالي: 31

3.14. ورزش ته پاملرنه او د ورزشی میدانونو جوړول: 31

3.15. د استادانو لپاره د استوګنځی برابرولو لپاره هڅي.. 32

4 شایسګي (ښه والۍ راوستل): 33

4.1.   د محصلانو جذب:................ 33

4.2.   د ښځینه محصلینو جذب    .................................................................................................................33

4.3.   فرهنګي هنری او ورزشي زمیني مساعد کول:... 34

4.4.   د محصلینو لپاره د خدماتو او اسانتیاوو پیاوړتیا.. 35

4.5.   صحي خدمات ارایه کول:.. 36

4.6.   د اعتیاد، خشونت او تعصب پروړاندي مبارزه:.. 36

4.2 ټولنه کې د پوهنځي ونډه 38

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

  1. داوسني وضعیت څخه تحلیل:

1.1 د طب پوهنځي تاریخچه:

 

           طب پوهنځی  په کال ۱۳۹۰ کې د پکتيا پوهنتون په چوکاټ کې د پيښور د آريانا غير دولتي پوهنتون د  مدغم کیدو سره سم په ډېرو کمو امکاناتو د ( ۱۱۳۶ )  محصلينو او(  ۷  ) تنو قراردادي استادانو په درلودلو سره په علمي ،تدریسي او روزنيز کار پيل وکړ. د فعاليت د پيل څخه تر اوسه یعنې ۱۴۰۰ کال پورې یې یوولس (۱۱) دورې فارغين ټولنې ته وړاندې کړي، چې  ټول ټال ۱۰۸۵) ، چې له جملې یې (۹۸۹) تنه نارينه او (۹۶) تنه یې ښځينه په کې شامل دي.

          په ۱۳۹۸ کال کې د طب پوهنځي په چوکاټ کې ( ۷۳۴ ) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي چې  ( ۶۴۸) تنه نارینه محصلان او (  ۸۶ )  تنه یې اناثیه محصلینې تشکيلوي اوس مهال طب پوهنځي تدریس چارې د ۲۴ کادري استادانو لخوا پرمخ بیول کیږي، چې مشري یې طب پوهنځې رئیس کوي، ۲ تنه استادان یې د ماسټري برنامه کې په زده کړو بوخت دي، تر دې دمه طب پوهنځي  ۹ تنه استادان ماسټري تر کچې زده کړې لري، ۹ تنه د پوهنملي او پاتې ۱۵ د پوهنیاري علمي رتبې لري.

د طب پوهنځي  په علمي جوړښت کې درې پرنسیپه ( ډیسیپلینه) په عملي ډول فعاليت لري:

  • د پاراکلنيک پرنسیپ
  • د جراحي پرنسیپ
  • د داخلې پرنسیپ

          په ۱۴۰۰ کال کې لوړو زده کړو وزارت ته د پتالوژي، اناټومي، فزیالوژي، ارتوپیډي او تروماټولوژي، عصبي جراحي او اطفالو ډیپارټمنټونه وړاندیز شوي، چې تر یوه بریده یې کارونه مخ ته وړل شوي. دغه پوهنځی ځانګړی کتابتون او لابراتور لري، خو کتابتون د کتابونو او لابراتوار د لابراتواري سامان الاتو د اشد کمبود سره مخامخ دی، د فارمسي خونه، د صحي مشورې خونه، اناټومي خونې هم په طب پوهنځي کې شتون لري، چې محصلان ورڅخه خپله استفاده کوي او همدا رنګه ډيرۍ تدريسي خونې يې په پروجکتورونو باندې سمبال دي.

          طب پوهنځی کادري روغتون لري، چې ټول ۳۶ نفره مسلکي او اداري تشکیل لري، چې د رهبری چارې یې د طب پوهنځي استاد لخوا پرمخ وړل کیږي.

 

(( د موجوده محصلانو شمیر ۸۰۱ تنه ده، چې د محصلانو دغه شمېر موجوده استادانو ته په کتو زیات او د استادانو شمیر یې کم دي (۱:۳۴) . (۱-۲) جدول ))

 

لومړی ټولګی

دویم ټولګی

دریم ټولګی

څلورم ټولګی

پنځم ټولګی لومړی سمستر

پنځم ټولګی دویم سمتر

ستاژران

مجموعه

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

ذکور

اناث

۹۸

۴۹

۹۷

۵

۹۲

۱۲

۹۶

۱۵

۱۶۰

۱

۱۰۵

۴

۶۲

۵

۷۱۰

۹۱

 

 

1.2. د طب پوهنځي مجموعه مضامینو او کریډیټونو شمیر

 

د طب پوهنځي نوي کریکولم مطابق د ۵.۵ کاله او یو نیم کال عملي ستاژ، چې مجموعه اووه (۷) کاله کیږي، د نظري، عملي او مجموعی مضامینو لیست د سمسترنو نظری تعداد مضامینو او کرډیټونو شمیر په لاندی جدول  کې شتون لري.  (۱-۳) جدول

 

سمسترونو  شمېر

ستاژ دوره

د مضامینو تعداد

د کریدیټونو شمیر

د کریډیټونو مجموعي شمېر

عملي

نظري

۱۱

۱۸ میاشتې

۶۱

۱۷۲

۱۲۷

۲۹۹

 

د هغو مضامینو او کریډیټونو شمېر د اړوند سمسترنو او کوډنو سره ذکر شوی چې تر اوسه هیڅ کوم استاد نه لري:

 

COURSE CODE

CREDITS

SEMESTER

COURSE TITLES(SUBJECT)

Number

MED1-2  001

7

1&2

Molecular cell Biology

1

MED1-2  002

4

1&2

Information Communication Technology& ICT

2

MED3 003

2

2

Medical Genetic

3

MED2 004

2

1

Inorganic & Organic Chemistry

4

MED1-8 005

8

1-2-3-4-5-6-7-& 8

Islamic Studies

5

MED1-2 006

10

1 & 2

English Language

6

MED1 007

3

1

Medical Physics

7

MED1 008

3

1

Biophysics

8

MED2-2-3 009

12

2,3 & 4

Gross Anatomy

9

MED1 011

3

3

Medical Embryology

10

MED1 013

2

4

Molecular Immunology

11

MED1 014

1

6

Medical  Ethics & Professionalism

12

MED5 020

2

6

Basic of public Health

13

MED6 020

1

6

Public Health Nutrition

14

MED7 020

1

8

Environmental and Occupational Health

15

MED8 020

1

8

Epidemiology

16

MED11 020

1

11

Research & Biostatistics

17

MED10 020

2

10

Health Management

18

MED11 020

1

11

Health Policy and Economics

19

MED6 021

1

11

Behavioral Science and health education

20

MED11 022

1

11

Forensic Medicine

21

MED1 024

1

1

First aids

22

MED10 024

2

10

Neurosurgery

23

 MED9 040

2

9

Tuberculosis

24

MED7-8 027

4

7 & 8

Radiology and Imaging

25

MED7  028

4

7

Obstetric

26

MED9  030

2

9

Anesthesia

27

MED9  033

2

9

Neonatology

28

MED10  034

2

10

Pediatric Surgery

29

MED10  036

2

10

Neurology

30

MED11  038

2

10

Psychiatry

31

MED11  041

2

11

Substance Use disorder

32

MED11  037

4

11

Ophthalmology

33

MED11  039

2

11

Clinical & Forensic Toxicology

34

 

99

 

34

Total Subject & Credits

 

 1.3. د قوت ټکي:

  • په پوهنتون کی دارزښت وړ اکادمیکه اداری په توګه اعتبار
  • هر ډول مذهبی، قومی ،لساني،سمتی ،جنسیتی تعصب څخه پاکوالي او ملی روحیی شتون
  • علمی برنامو درلودل
  • د پوهنځی د بهبودی په برخه کی په د امکان تر حد استادانو برخه اخیستنه
  •  د ذکورو محصلینو زده کړو لپاره یو اندازه خونو شتون
  • مناسبه فضا او نسبی سرسبزه ساحی شتون
  • د نورو پوهنځیو سره او د پوهنتون څخه بهر له نورو ادارو سره مناسب ارتباطات
  • د کتابخاني، انترنیټ، او د لوبو میدان شتون
  • ښځینه پرسونل او محصلینو ته خوندي چاپیریال او لیلیه
  • په ددود او عنعناتو په توګه د سیمی خلکو درناوي ښځینه کارمندانو او محصلینو ته او هر هرهغه چا ته چی له نورو ولایتونو څخه پکتیا ولایت ته راغلي دي.
  • د سیاسی تحولاتو او جریانونو کی د پوهنځي ریاست، استادانو ، اداری پرسونل او محصلینو بی طرفي

 

  1.4 د ضعف ټکي:

  • ځیني درسی موادو کمبودی
  • د کادري روغتون ودانۍ او وسایلو نه شتون
  • کافی اندازه دیپارتمنتونو نه شتون
  • مضامینو ته د استادانو کمبودي او حتی نه شتون
  • د استادانو او پرسونل کم معاشات
  • د یو تحقیقاتی مرکز نه شتون، او نړیوالو څیړنو او ژورنالونو ته لاس رسي نه شتون.
  • د تحقیقاتی او خپرندوی پروګرامونو ته د بودیجی نه شتون
  • د لابراتوار نه مجهز کیدل، چې له امله یی عملی کارونو کی ناتواني
  •  کافی اندازه برق نه شتون
  • د ذکور محصلینو ته د لیلي نه شتون
  • د بعضی استادانو د ماستری تر کچې استادزده کړو نه درلودل
  • د استادانو لپاره بورسیو کموالي
  • د محصلینو لپاره د بورسیو نشتون
  • په ادارو او دیپارتمنتونو کی کافی اندازه کمپیوتر او برقی وسایلو نه شتون
  • د کړنو په مستند سازی کی کموالی
  • په ټولنیزو رسنیو اوچاپی، صوتی او انځوریزو رسنیو کی روغتیایی پیغامونو ورکړه په ناکافی توګه
  • د استادانو استوګنځی نشتون
  • نړیوال پوهنتونونو سره د اړیکو نه شتون
  • د پوهنځي په کچه علمي چاپی مجلي نشتون
  • ځایی (سمیه ایز) ښځینه محصلینو کموالي
  • د پرسونل لپاره ترانسپرتیشن نشتون

 

 1.5. فرصتونه:

  • د هیواد په کچه د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي سره د جدیدالشمول محصیلینو لیوالتیا
  • د همدی پوهنځی فارغینو د جذب سره ملی کچه د مختلفو ادارو لخوا لیوالتیا
  • په طب پوهنځی باندی د خلکو اعتماد او باور شتون
  • د حمل څخه تر عقرب میاشتی اخیر پوری ښه هوا

 

 1.6. ننګوني:

  • استادان چی لسانس دی هغوي لپاره د ماستري پروګرام
  • د هیواد د نورو طب پوهنځیو په څیر د دیپارتمنتونو نه شتون
  • په ملی ژبو (پښتو او دری) کې د ناکافی کتابونو شتون  
  • د لسانس څخه پورته لوړو زده کړو نا کافی امکانات
  • د محصلینو د عملي کارونو لپاره مجهز کادري روغتون نشتون
  • د ګڼ شمیر مضامینو لپاره د بستونو ، استادانو او د پارتمنتونو نشتون
  • د هیواد محرومو سیمو (هغه سیمي چی ډاکټر نلری) محصلینو نشتون
  • په کریکولم کي معاصری غوښتونو او تقاضاوو ته نا مناسب  ترتیب
  • د دوامداره پایښت لپاره د پوهنځي بودیجي نشتون
  • د ښځینه بشري قوي کمبود

 

 1.7.لرلید:

پکتیا پوهنتون طب پوهنځي به  راتلونکی کې د هیواد او سیمی په کچه د یو باوری علمی ، تدریسی او څیړنیزو خدماتو د وړاندی کولو د یوه نهاد په توګه مطرح وي.

 

 1.8ماموریت:

 

پکتیا  پوهنتون د طب پوهنځی د ځوانانو د با کیفیته اکاډمیکو او څیړنیزو طبی زده کړو لپاره د تدریس او زده کړې د نویو او معیاری میتودونو له لاري داسی زمینه برابره کړي  ده چې مطلوبه پایله به یی د مسلکي ، مبتکرو، او د علمی څیړنو د اجرا وړ ځوانانو کادرونو د روزني له لاري افِانی او بشري ټولني ته د معیاري صحی خدماتو وړاندي کول وي.

 

 1.9.ارزښتونه:

  • با کیفیت لوړی زده کړي:

باکیفیته او معیاري زده کړې وړاندې کړي چې زموږ د ټولنې له اوسنیو اړتیاوو سره سمون ولري او د نړیوالو معیارونو سره سم وي.

  • ګډې هڅې

په ډله ایزو کارونو او تصمیمونو باور، د نورو د نظرونو اوریدل او د تصمیم نیولو په پروسه کې د هغوی شریکول.

  • اخلاق او کرامت

د اخلاقو اطاعت او مراعات کول او د خلکو د کرامت ساتل. د طبی اخلاقو او اصولو پیروی کول.

  • مساوات او برابری

د مساوات او برابری اصولو ته په اعتقاد د هرچا سره د چلند، کار کولو او د تعلیم او اسانتیاوو په برابرولو کې د جنسیت، ژبی، توکم، مذهب او داسې نورو په پام کې نیولو پرته د مساوات او عادلانه اصولو بشپړ باور.

  • سالمه، اغیزمنه او موثره اداره

د یو سالمه اداره رامینځته کول او د نورو لپاره د رول ماډل او د یو سالم ، مؤثر او پوه اداری رامینځته کولو ته وده ورکولو لپاره د اړینو برنامو رامینځته کول. په ریښتیني، باوري او مسلکي ډول معیاري صحی خدماتو د وړاندې کولو هڅي

  • نوښت او ابتکار

د شاګرد محوری په شیوه د استعدادونو په روزنه کې هڅه کول تر څود زده کوونکو په منځ کې د نوښت او ابتکار روحیه د ځوان نسل په منځ کې د امکان تر حده څرګند شي.

  • حساب ورکول

د طب پوهنځي اداره او کارکونکی د خپل کار په ټولو برخو کې اړوندو چارواکو ته ځواب ورکوونکی وی او هڅه کوي چې حساب ورکول د زده کړو په بهیر کې شامله او وده ورکړي.

 

 1.10ستراتژیک اهداف:

     د پوهنتون کلیدی ستراتیژیو ته د رسیدو له پاره لاندی لویی موخي په پام کې نیول کیږی.

 

  • علمی څیړنو ته لمړیتوب او پراختیا ورکول

 

  • د علمی کادر او اداري کارکونکو ظرفیت لوړونه

 

  • د تدریس د پروسی د کیفیت لوړونه

 

  • بریښنایی زده کړو ته پراختیا ورکول

 

  • د ښخینه محصلانو د زده کړي لپاره د خوندي او مناسب چاپیریال را مینځته کول.

 

  • د توامیتونو او هوکړو لیکونو تطبیق او پراختیا

 

  • د اړتیا وړتیا وړ تایسیساتو جوړول

 

  • مالی خپلواکی لاس لاس ته راوړل

 

  • د عوایدو د تر لاسه کولو ، تر لاسه کولو ، پرمختیا او ملاتړ، لپاره معیاری میکانیزمونه مخته وړل

 

  • ښه حکومتوالی

 

  • اکاډمیکه خپلواکي

 

 2.مدیریتي برنامي:

 2.1 رهبري:

          د طب پوهنځي رئیس، مرستیال، د څانګو مشران ، استادان د کادری روغتون مشرتابه  او نور اړوند مسؤلین د دندو د ښه ترسره کولو وړتیاوې لري. د پوهنځي مشرتابه د رهبرۍ ظرفیت وړونې په موخه تل هڅې کوي. د نوموړې چارې د ترسره کولو په موخه یې د اداري کاروونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه رامنځته کړی چې ښه اداري روزنه وویني. د دې ترڅنګ، د پوهنځي مشرتابه له بیلابیل پروګرامونه دپکتیا  پوهنتون د اداری سره په همغږۍ محصیلینو لپاره روزنیز ټریننګ کورسونه او ورکشاپونه دایروي چې د محصیلینو وړتیاوې لوړې کړي. همدارنګه، د  د استادانو ظرفیت لوړونې په موخه هم د مختلفو ګمېټو له لارې ډول ډول موثر روزنیز کورسونه او ورکشاپونه دایروي. سربېره پر دې، د پوهځي مشرتابه تل هڅه کړې چې د لوړو زده کړو د پیاوړتیا پروګرام (HEDP) څخه په اغېزمنه توګه د استادانو د ظرفیت جوړوني په برخه کې ګټه پورته کړي. د پوهنځي مشرتابه ټول استادان او مسؤلین تشویقوي څو په ملي او نړیوالو روزنیزو پروګرامونو کې فعاله ونډه واخلي او تر راتګ وروسته خپلې تجربې له خپلو همکارانو سره شریکې کړي.  د یادې پروسې د څارنې او اغېزمنتیا په موخه د پوهنځي اداره د څارني (د کیفیت د تضمین کمېټه او نظم دسپلین کمیټه)  ځانګړي میکانیزمونه  لري چې باوري کړي، چې د پوهنځي ټول علمي او اداري کارکوونکي او محصیلین په اغېزمنه توګه د یادو پروګرامونو څخه ګټه پورته کوي.

 

          د طب پوهنځي ریس او معاون څخه به رتلونکي پنځو کلنو کی د لاندي کړني ترسره کوي.

  • د فساد سره مبارزه او د کړنو درست تعقیب
  • د پرسونل تر مینځ د کړنو تشویق،فعالیتونو ته اسلامی او ملي روحیه ورکول، همغږی او همکاري رامینځ ته کول
  • د پوهنځي علمی شورا رهبری کول، د پوهنتون علمی شورا، رهبری شورا کې فعال ګډون کول.
  • د پوهنځي د ټولو دیپارتمنتونو، کمیټو کړنو څارنی تر څنګ د هغوی پرمختګ ته کار کول.
  • د څیړنی اړوند اکاډمیک چارو ته وده او پرمختګ ورکول.
  • د محصلانو د تدریسی بهیر ، عملی ستاژ، روزنیز ورکشاپونه تنظیم کول او د پیاوړتیا لپاره یی کار کول.
  • د نوښت او ابتکار انګیزه خلق کول، او د لرلید لپاره د پوهنتون په کچه مهالني ورکشاپونو دایرول.
  • د پکتیا ولایت سکتوری ریاستونو(عامي روغتیا، کرني، د مخدره توکو پر وړاندی د مبارزی اداره) ریاست سره روابط ساتل، او د دوطرفه همکاریو ته زمینه مساعد کول.
  • د رسنیو(چاپی، تصویري، غږیزو) سره زمینه سازی، تر څو استادان وکولاي شي علمی اثار او روغتیایی تعلیمات او معلومات له نورو سره شریک کړی.
  • د کادري روغتون د ودانۍ تاسیس او وسایلو برابرولو لپاره له اړوند مقاماتوسره ناستي او پوهنځي د ننه بحٍث او مشورو وروسته اقدام کول.
  • د مقاماتو، پوهنځي اړوند دخیل ارګانونو، دونرانو، او هرهغه افراد او اشخاص چی د طب پوهنځي سره هر ډول مادي او معنوي مرستو ته لیوالتیا ولري حسنه روابط ساتل او پیاوړي کول.
  • د پوهنځي د پرمختګ لپاره د ارګانونو، افرادو د لیوالتیا لپاره د طب پوهنځي لخوا د سیمینارونودایرول، پروپوزل جوړول، او مختلف بحثونو ته زمینه مساعد کول.
  • د مکافاتو او مجازاتو اصل ته پام کول
  • د بهبودي په برخه کي او هم د رغنده انتقاد سیستم تقویه او په بر خه کي یی اقدام.

 

 2.2مالي او اداري استقلالیت:

          دا چې مالي، اداري او اکاډمیکې خپلواکۍ د روزنیزو ادارو اصل تشکلیلوي. د یادو چارو په برخه کې لوړو زده کړو وزارت او د پکتیا پوهنتون تل هڅه کوي چې اغېزمن مدیریت ترسره کړي.د لوړو زده کړو وزارت د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي خپلواکۍ پالیسي، چې د لوړو زده کړو وزارت په عالي شورا کې تائید شو ې ده، په نږدې راتلونکي کې ، لومړی د مرکز په پوهنتونونو او بیا وروسته د زون  په پوهنتونونو کي عملي کوي. د دغې مقررې پر بنسټ به پوهنتونونه وکولای شي د عایداتو امکانات تر لاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه او مصرف کړي. ولی تر اوسه پوری د پوهنځي په کچه د مالی خپلواکي لپاره داسی کومه مقرره نده راغلي.که چیری پوهنتون مالی استقلالیت راکړ. طرز العمل سره سم کړني تر سره کړی.

پوهنځي  به دمالي خپلواکۍ په لرلو سره لاندې چارې په اغېزمنه توګه ترسره  او خپل عواید زیات کړي:

  1. د بهرنیو مرستو د جلب لپاره معیاري پروپوزلونو ترتیبول
  2. د اړوند ملي او بین المللی ذخیل ارګانونو (Stakeholders) سره ( نړیوال صحی سازمان او غیر دولتی نوری موئسسی) ګډې څېړنې او هڅي
  3. د پوهنتون اداری څخه د ضرورت وړ او امکاناتو ته په کتو سره د لایحی مطابق پیسی تر لاسه کول تر څو مناسب اړتیا وړ ځای کې په مصرف ورسیږی.
  4. د با کیفیته کفېټیریا بنسټ اېښودل
  5. د فوتوکاپي سیستم ایجاد او د تدریسی لکچرنوټونو ترتیب او تدوین برابرول
  6. په نوبتی شکل سره پکتیا کې میشت د درملو شرکتونه (کمپنئ) چې خپل تولیدات پوهنځي کې ننداری ته وړاندی کړی سره به د درملو کمپنئ پکتیا میشتی ډاکټرانو ته خپل تولیدات وړاندی کړی، سوداګریز نندارتونون به ولری او طب پوهنځئ به خپله کرایه یا اجاره د پیسو په شکل ترینه واخلی او محصلینو ته به یی ګټه دا وی چې د درملو مستحضراتو ، محتلفو برانډونو او تجارتی نومونو او بیو سره بلد شي.

 

پوهنځئ به د اداري خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

  1. د نویو علمي پروګرامونو ایجاد او د تشکیل زیاتوالی
  2. د دفتري چارو او اداري سیستم نوي کول
  3. د معالوماتو او ارقامو د خوندي پاتي کېدو په موخه ډېټابېس رامنځته کول
  4. د شته اداري او خدماتي کارکوونکو زیاتول

 2.3.د مرستو جلبول

          په اوسني عصر کې هيڅ یوه اداره نشي کولی په یواځې ځان خپلې ټولې چارې په ښه ډول ترسره او خپلو موخو ته ورسېږي. نو بناً ټولې ادارې اړ دي چې د خپلو چارو د ترسره کوو په برخه کې داخلي او بهرنۍ همکارۍ او مرستې ترلاسه کړي. د طب پوهنځئ هم د خپلو چارو د ښه ترسراوي او پرمختګ لپاره کورنیو او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، چې د ترلاسه کولو په موخه یې لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کوي:

  1. د مرستو د جلب او د اړیکو د ټینګولو کمېټو تائسیس او هغي ته پراختیا ورکول
  2. له مربوطه ملي او بین المللي ادارو سره توامیتونو لاسلیکول او حد اکثر ګټه ترې پورته کول
  3. کمېټو ته د اړونده چارو د ترسراوي لپاره د پلانونو او پالیسیو ترتیب او تهیه کول
  4. د ترسره شویو توامیتونو او اړیکو څخه د پوهنځي په هر اړخیز پرمختګ کې موثره ګټه پورته کول
  5. په ملي او نړیواله کچه له پوهنتونونو سره په عملي چارو د همغږیو او فرصتونو زمینه برابرول
  6. د پوهنځي د فزیکي او معنوي جوړښت او پرمختګ په موخه د حقیقي او حکمي اشخاصو څخه معنوي او مادي مرستو جلبول

2.4. اداری بیروکراسی

          په نړیواله کچه په ادارو کې بیروکراسي د چارو د ښه سمبالښت په برخه کې یو منل شوی اصل ګڼل کېږي، چې اداري یو لړ مهم اسناد د شواهدو په توګه له ځانه سره په دوامداره توګه وساتي. بیا په ځینو مواردو کې منفي بیروکراسي چارې له خنډ او ځند سره مخ کوي لکه: د وخت ضايع، د چارو نه ترسره کېدل، فساد او د مصارفو زیاتوالی. پر همدې اساس، پوهنځئ تل هڅه کوي چې د چارو د چټکتیا، روڼوالي او موثریت په موخه د منفي بیروکراسۍ د لمنځه وړولو لپاره لاندې کړې ترسره کړي:

  1. د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مټ د پوهنتوني ادارو نښلول
  2. په اداري پروسو کې د غیر ضروري پړاوونو لمنځه وړل
  3. د اداري کړنو د روڼتیا په موخه د کمپیوټري پروګرامونو رامنځته کول
  4. په ادارو چارو ګمارل شویو اشخاصو ته د مسولیت په پام کې نیولوصلاحیت سپارل

2.5. د عملیاتی پلان تایدول

          د ستراتېژیکو موخو لاسته راوړلو لپاره عملیاتي پلانونو او طرحې د وخت او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مدیریت یو اساس اصل تشکیلوي، چې چارې په ټاکل شویو وختونو کې په اغېزمنه توګه د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي. پر همدې اساس، پوهنځئ د چارو د ښه سمون لپاره اړینه بولي چې د ستراستژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره علمیاتي پلانونه ترتیب او لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د عملیاتي پلان په جوړولو کې د ښکیلو خواوو شریکول
  2. د عملیاتي پلانونو د ترتیب او تایید څخه ډاډ ترلاسه کول
  3. د عملیاتي پلانونو د پلي کېدو او تطبیق څارنه
  4. د پوهنځي د مربوطه اداري واحدونو د عملیاتي پلان د پلي کېدو شواهد راټول او د یادو شواهدو پر اساس لازمې کړنې ترسره کول
  5. عملیاتي پلانونو سره سم د اړوندو  کړنو راپورونه ترتیب او وړاندې کول
  6. د عملیاتي پلانونو د نه اجراء شویو چارو لپاره د تدابیري پلانونو ترتیبول

2.6. د فساد سره مبارزه:

د ښه مدیریت لپاره د فساد پر وړاندی مبارزه حتمی او ضروری ده. تر اوسه پوری د طب پوهنځی اداره د فساد مخنیوي په برخه کي موفقه وه. هر ډول اداری،مالي،اخلاقي وغیره څخه مخنیوي په ښه توګه تر سره شوي دي. دا چې فساد یوه شومه پدیده ده او د پرمختګونو د مخنیوي لامل ګرځي، پکتیا پوهنتون طب پوهنځئ په پام کې لري چې د خپلو اړوندو چارو په برخه کې د هر ډول فساد مخنیوي په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د اداري فساد مخنیوي اړوند ټولییز پوهاوی
  2. د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د مقرراتو، لوایحو او قوانینو پلي کول او څارنه
  3. په پوهنځي کې د فساد اړوند مواردو معالومول او ورته حل لارې پیداکول
  4. د پوهنځي ټولو شعبو ، کمیټو او ادارو څخه څارنه
  5. د مجازاتو او مکافاتو د اصل رایجول او پلي کول
  6. دفتري چارې له انالوګ څخه ډیجیټل سیستم ته اړول

 

2.7. نظارت او ارزیابي:

هیڅ ارګان تر هغه وخت پوري خپلی چارو کي ستوزو مشکلاتو او پرمختګونو ته متوجه کیداي نشي تر څو چی د نظارت او ارزیابی سیستم رامینځ ته نشي. طب پوهنځی ریاست د استادانو او مدیرانو د ارزیابی لپاره کوټلی ګامونه اخیستی دی. ارزونه  د تضمین کیفیت کمیټی، د پوهنځی علمی شورا،د پوهنتون او د لودو زده کړو وزارت لخوا ارزونه تر سره شوی ده. اما یوه ستونزه چی موجود ده هغه دا چی ارزوني هماهنګ شوی نه دی. او د ارزوني پایلو پر بنسټ منظم بعدی پلان او تصمیم نه دی نیول شوی.

 

نظارت او ارزیابی د اداري چارو د ښه ترسراوي لپاره د مدیریت څلورم اصل دی، چې له مخې یې له یوې خوا د تېروتنو او اشتباهاتو مخنیوی کېږي او له بلې خوا ډاډ ترسره کېږي، چې چارې په معیاري ډول له پلان سره سمې پر مخ روانې دي. پر همدې اساس، څارنه او ارزونه د شفافیت رامنځته کولو او ستونزو د لمنځه وړلو لپاره مهمه کړنه شمېرل  او د چارو د پراختیا او پرمختګ سبب ګرځي. پوهنتون له پلان سره سم د خپلو چارو ترسراوي څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په دوامداره توګه د څارنې او ارزونې په برخه کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  • د رهبرۍ په کچه د چارو څخه لیدنه او تېروتنو د مخنیوي او سمون په موخه لازمې پرېکړې کول
  • د اداري کړنو په هکله له  پوره دقت څخه کار اخستل
  • د علمي او اکاډمیکو چارو د ګړنديتوب لپاره له اوږدو پروسو ډډه کول
  • د څارنې او ارزونې لپاره د ځانکړو کمېټو رامنځته کول
  • د استادانو ارزیابی چی له مختلفو شعبو څخه تر سره کیږی، پایلی به یی شریک کول او د هغی مطابق به لازم تصمیم نیول کیږی.

 

2.8. داخلي او خارجي روابط:

هره اداره د مسلکي او اداري کړنو له کبله اړ دي چی له نورو ادارو او افرادو سره اړیکو ته اړتیا لری.دا ځکه که ځینی کړنی په تنهای توګه د طب پوهنځی لخوا تر سره شی په هغه اندازه به ګټوری نه وی په کومو کې چې د نورو نهادونو په همکاری تر سره شوی وی. سکتوری ریاستونه لکه د عامی روغتیا چی مسلکی لحاظه د طب پوهنځی سره باید رابطه ولری، د کرنی ریاست د شني ساحی په برخه کي، د مخدره توکو پر وړاندی ریاست د اعتیاد د مخنیوی پروګرامونو د عملی او همغږی کولو په برخه کی روابطو ته اړتیا لری.

علمي تواميتونه د تجربو شريکولو، ظرفيتونو لوړولو او مرستو په جلب کې د پوهنتونونو سره ډېره مرسته کولی شي. پکتیا پوهنتون هم په تېرو کلونو کې له بېلابېلو ملي او نړېوالو ادارو سره تواميتونه کړي دي چې دې پوهنتون ته خورا ګټور تمام شويدي. طب پوهنځي ریاست د پکتیا عامی روغتیا ریاست سره د کادری  سره لاسلیک کړي، چې د پوهنتون د چارو په سمون او پرمختګ کې د پام وړ همغږي ترسره کوي.  پوهنځئ په راتلونکو پنځو کلونو کې د شتو تواميتونو ساتلو او د نورو تواميتونو کولو لپاره لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د بهرنیو اړیکو ، توامیتونواو مرستو د جلب پوهنځي شموله کمېټه ایجادول
  2. په یاده کمېټه کې د تجربو لرونکو  اکادري غړیو ځای پر ځای کول
  3. یادې کمېټو ته پالیسي او اړوند ټول اداري اسناد چمتو کول
  4. د یادې کمېټې چارو ته پوره پام لرنه او پراختیا ورکول
  5. د امکان تر برېده د نړیوالو او سیمه ییزو پوهنتونونو او ادارو څخه د توامیت له مخې د مرستو جلبول
  6. هر هغه نهاد چې او هر هغه څوک چی داوطلبه توګه وغواړي چی پوهنځي سره مرسته وکړي اړیکي ساتل.
  7. د پوهنځي بیارغاونه، زیربناو جوړولو په برخه کي د ملي سوداګرو، مطرح شخصیتونو، شرکتونو، مدني ټولنو، غیر دولتی موسساتو، د محلي اشخاصو سره روابط ساتل
  8. د ګردیز په ښار کي خصوصي روغتونونو له ډاکټرانو، متخصصینو سره مسلکي اړیکي ساتل

 

2.9. جندر:

د اسلامی ارشاداتو ، د افغانستان اسلامی امارات  د لوړو زده کړو وزارت ، د پکتیا پوهنتون د ریاست د لارښووني سره سم د ښځینه او نارینه محصلینو ټولګې سره جدا وی. چې دا چاره د ښځینه محصلینو سره مرسته کوی چې په ذهنی لحاظه په ټولګې په ارامه درس  فضا کې زده کړی وکړی. ولی ننګونې هم شتون لری چې د  استادانو کمبودی ده، په اوس وخت کې  طب پوهنځي ټول غړی نارینه استادان دی.له دی مخکۍ په طب پوهنځي کې د نسایی ولادی مضمون یوه استاده درلوده. خو ورستیو تحولاتو کې هغي دنده پریښوده. تر اوسه پوری هیڅ ښځینه ډاکټری په طب پوهنځي کی رقابتی ډول کوم بست ته درخواست نه دی ورکړی. د طب پوهنځي ټول غړی د کوم ښځینه استادی موجودیت سره مخالف نه دی او نه هم جنیستی تبعیض موجود دی. په پوهنځي کی د ښځینه استاد نشتون دلایل ښځینه کادرونو نشتون دی.

 

طب پوهنځي هیله مند ده او پلان کې لري چی راتلونکی کی مونږ ښځینه کادرونه په هر مضمون لپاره او هم په کادری روغتون کې ولرو تر څو ښځینه محصلینو ته د تدریس ، عملي ستاژ، اداری برخه کې په کار بوخت وي چې له امله به یی ښځینه محصلینی هم خپلی ستونزی په اسانی سره ورته بیان کړی او هم به د تدریس په چارو کې د حکومت پالیسی تطبیق شوی وی.

 

د ښځینه بشري قوي کمبود یوه ننګونه ده. په راتلونکي پنځو کلنو کي به ښځینه کادرونو د جذب او تقرر په برخه کي کوټلي ګامونه واخیستل شي.دا ځکه چی هم ورته پورته ذکر شوی اړتیا ورته موجوده ده او هم به د اسلامی امارات اصول  مراعت شوي وي. د تحصیل ارتقا په برخه کي به که چیری د تقرر او او نورو برخو کې ستونزه موجوده وی، د پوهنځی علمی شورا له لاری به خنډونو له مینځه وړل کیږی. 

 

د اخلاقی فساد او جنسی ځوروني  په هیڅ وجه د تحمل وړ نه ده. د مخنیوي لپاره تر اوسه پوري ډیر ښه اقدامات تر سره شوی دي.  په کلتوري توګه د پکتیا سیميز  خلک اناث جنس ته درناوي لري.په خوندي توګه زده کړي او دنده تر سره کولاي شی. ولي که چیری داسی څوک وه چې ښخینه محصلینو او کارمندانو ته یی ستونزه جوړوله د پوهنتون او پوهنځې مشرتابه سره په هماهنګې امنیتی ارګانونه په جریان کې اچول کیږی.

 

په ستراتژیک پلان کی د جندر برخي ته په لاندي توګه پاملرنه شوي ده.

  • ښځینه محصلینو ته به د هلکانو په شان جلا چاپیریال د ټولو امکاناتو سره برابریږی.
  • ښځینه استادانو د تقرر، توظیف لپاره هڅې تر سره کیږی.
  • ښځینه استادانو ته به جلا کاری شرایط برابریږی، او د تقرر لپاره به شرایط د نارینه په پرتله اسانه کیږی.
  • ښځو ته د کار په مهال مصونیت ، د ترانسپورتیشن سهولت برابر کیږی تر څو په راحت سره دنده تر سره کړی.
  • د نظري زده کړو تر څنګ ښځینه محصیلینو ته د عملي زده کړو پراختیا

 

3

علمي برنامي:

 

3.1 علمي او مسلکي کادرونو جذب

          اکادمیکي چاري د بشري قوي پر مټ پر مخ بیول کیږی. د غوره اداري له غوره خصوصیاتو دا هم دي چی د کار اهل اشخاص او افراد استخدام کړی، تو څو دنده ښه پرمخ بوځی. د اشخاصو په ګمارني او تقرر کي د شفافیت څخه کار واخیستل شی.پکتیا پوهنتون طب پوهنځي اداره تر دی دمه د شفافیت راوستلو او د کار اهل اشخاصو تقرر کی موفقه وه. کله چي کوم بست اعلان شی. له ټولنیزو رسنیو ، ملی رسنیو څخه یی اعلان خپریږی. او په ټاکلی وخت کی کاندیدان ورته د پوهنتون د استادانو مدیریت کي ثبت نام کوي. پخوا به له هغه ځایه بیا د ازمویني لپاره د کابل طبی پوهنتون ، ننګرهار پوهنتون او یا هم د شیخ زاید پوهنتون خوست ته لیږل کیدل تر څو ازموینه ترینه واخلي او ازاد رقابت د لاری استادان را معرفی شی. خوشبختانه دلته په طب پوهنځی کی د ازمویني اخیستو صلاحیت د لوړو زده کړو وزارت لخوا حاصل شوی دی.

 

           د پکتیا پوهنتون طب پوهنځۍ په پنځه کلن ستراتیژیک پلان کي اراده لري چی علمي کادرونه جذب کړي دا ځکه چي د مضامینو لپاره او هم د تناسب په اساس ورته اړتیا ده. اوسني وخت کي د استادانو او محصلینو  تناسب ۱:۳۲ دی. حال دا چی د کابل پوهنتون په کال ۱۳۸۹ ه ل کال کي ۱:۱۸ وه او په کال ۱۳۹۶ کي یی ۱:۲۷وه چی له امله یی  وروسته یی  ۶۵ نور استادان یی استخدام کړل.د استادانو او محصلینو تناسب مختلفو هیوادونو کي مختلف دي. اندونیزیا کي ۱:۱۵ ، چین کي ۱:۱۹ ، سنګاپور کي ۱:۱۳ په مالیزیا ۱:۲۰ دي.

د طب په پوهنځي کي بله ننګونه د بعضی مضامینو ته د استادانو نه شتون دي چی فعلا د همدي کمبودي پوره کولو لپاره د نورو مضامینو استادان تدریس  کوي  یا په مشکل سره د بیرون څخه استادان مرسته کوي.

د هغو استادانو شمېر چې طب پوهنځی ورته جدي اړتیا لري:

KIND OF COURSE

POSTS

(بستونه)

CREDITS

(کریډیټونه)

COURSE TITLES(SUBJECT)

(مضامین)

Number

(ګڼه)

Basic Science

1

8

Islamic Studies

1

1

7

Molecular cell Biology

2

1

2

Medical Genetic

3

1

4

Inorganic & Organic Chemistry

4

1

3

Biophysics

5

1

10

English Language

6

1

4

Information Communication Technology& ICT

7

Para Clinic

2

12

Gross Anatomy

8

1

12

Physiology

9

2

9

Public Health

10

1

4

Radiology

11

Surgery

1

2

Forensic Medicine

12

1

8

Gynecology & obstetric

13

1

4

Ophthalmology

14

Internal Medicine

1

4

Neurology & Psychiatry

15

1

4

Tuberculosis (TB)

16

 

18

97

16

Total

 

د دی لپاره چي مضامینو ته ښه رسیدنه وشي.د چارو تنظیم ښه تر سره شي. مناسبه داسی ده چی په اوسني د یپارتمنتونو کي بدلون راشي. دا بدلون د څانګو په ویشلو سره تر سره شي. چي په دی سلسله کي د پاراکلنیک دیپارتمنت به په دریولاندی برخو وویشل شي.

  1. اناتومي دیپارتمنت
  2.  فزیالوژي دیپارتمنت
  3.  هستو پتالوژي  او امبریالوژی دیپارتمنت
  4. پرازیتولوژی دیپارتمنت

د داخله دیپارتمنت اړتیا داسی ده چي  په لاندي برخو وویشل شي

  1. قلبی ،تنفسی ، نفرولوژی څانګه
  2. اندوکراین، روموماتولوژی او هیماتولوژي
  3. ګاستروانترولوژي، نفرولوژی، عصبی ،جلدی
  4. د اطفالو څانګه
  5. انتانی او تبرکلوز

د جراحي عمومي څانګه به په لاندي څانګو وویشل شي

  1. د جراحي عمومي څانګه
  2. د نساي ولادي څانګه
  3. د ارتوپیدي څانګه
  4. د غوږ، پوزي ، ستوني او سترګي څانګه

 

          دا چې پکتیا پوهنتون طب پوهنځئ د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلا بېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د خالي بستونو ژر تر ژره ډکول
  2. د نویو دیپارتمنتونو تشکیل کوم چی پورته ذکر شول
  3. د دیپارتمنتونو بشپړول
  4. د تقرر او شارټ لست کیدو په برخه کی اصولی چلند
  5. مضامینو ته داړتیا په اساس د استادانو پیشنهاد
  6. د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  7. د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل
  8. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول
  9. په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
  10. د پوهنځي د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او وړتیاوو یې پوره ګټه اخستل
  11. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول

 

3.2. د استادانو علمي سویی لوړوالي او فوق لسانس پروګرامونه:

د پوهنتونونو او علمي موسساتو د هر اړخیز پرمختګ یو مهم لامل د اړوندو ادارو بشري ځواک او کار کوونکي ګڼل کېږي. کار کوونکي د مربوطه ادارو د رهبرۍ چارې په ښه ډول ترسره کوي او هم ورته د اهدافو تحقق لپاره بېلابېلې مادي او معنوي سرچینې رامنځته او ورڅخه موثره ګټه پورته کوي.  د پرمختګ او ودي لپاره هر هغه څه د ملا د تیر حیثیت لری، د علمی سویی لوړوالی دی. هر څومره چی د تحصیل سطحه لوړه وی. د تدریس او خدماتو کیفیت او موثریت لوړیږی. او که چیری د تحصیل  سطحه ټیټه وي څرګنده ده چی د کړنو موثریت او کیفیت ښکته وی. د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي ۹ تنه ماستران نور  ټول استادان لسانس دي.

د هېوادونو او ټولنو د پرمختګ او وروسته پاتې والي لامل د اړوند هېواد د وګړو د پوهې او علمیت د کچې سره تړاو لري. د کومو هېوادونو پوهنتونونه چې خپلو وګړو ته د علمي او مسلکي زده کړو لپاره لسانس او فوق لسانس فعاله پروګرامونو لري هېوادونو یې په هر اړخيزه توګه پرمختګ او وده کړې ده او وګړو ته یې د هوسا ژوند کولو اسانتیاوې او زمینه برابره کړې. همدا علمي پروګرامونه چې د ژوندانه بېلابېلې ستونزې حلوي او د پرمختګونو لپاره لوری ټاکي چې یاده کړنه د پوهنتونونو یو له مهمو دندو شمېرل کېږي.

د ماستري نه درلودو له کبله به استادان د علمي سویی کموالي سره د ځینو نورو ستونزو سره هم مخ وي د بیلګي په توګه د علمي رتبي اخیستو په برخه کي او همدارنګه علمي څیړنو په برخه کي د څیړني میتودولوژی نا بلدتیا له وجې به د ستونزو سره مخ وی.

د طب پوهنځي یو شمیر استادان په اړوند برخو کې تخصص لری. چې د تخصص اسناد د ماستري سره معادل نه دی قبول شوی،چې دا  یوه لویه ننګونه ده. دا ځکه چی د مقایسی پر اساس د تخصص کریدیتونه د ماستری سره مساوي او حتي په ځینو موارد کي له ماستري څخه زیات دي. دا موضوع د لوړو زده کړو وزارت او عامي روغتیا وزارت تر مینځ موضوع بحث لاندي نیول شوي وه، خو تر اوسه پوری کوم نتایج یی مخ ته نه دی راغلي. چې تر اوسه پوری بیا ځل لپاره کوم بحث ندی ورباندی شوی.

 د طب پوهنځي په مختلفو رشتو کي ۱۰ نفره استادان تخصص لري

  1. داخله عمومي ۲ استادان
  2. انتانی داخله ۲ استادان
  3. جراحي عمومي ۲ استادان (له ډلی یی یو استاد ماستري اسناد د تخصص معادل ګڼل شوي دي)
  4. یورولوژی جراحي ا استاد (ماستري اسناد یی د تخصص معادل ګڼل شوي دي)
  5. ارتوپیدي جراحي ۱ استاد
  6. غوږ ، پوزي ستوني ۱ استاد
  7. فیمیلی میډیسن ۲ استادان

پکتیا پوهنتون  طب پوهنځئ د پرمختګ او پراختیا لپاره په پام کې لري چې د علمي او اداري کاري ځواک د ظرفیت د کچې د لوړولو په پار لاندې کړنې په راتلونکو پنځو کلونو کې ترسره کړي:

  1. د علمي کادر غړو ته په ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونو کې د زده کړو زمینه برابرول.
  2. د شتو مسلکي او منلو کادرونو څخه د پوهنځي په پرمختیايي او روزنیزو چارو کې ګټه پورته کول
  3. د پوهنځي پرسونل ته د نويو اړتياوو د پېژندنې په اړه د داخلي روزنو او ټريننګونو فرصتونونو برابرول
  4. د پوهنځي د منلو کادرونو، استادانو او غړو ساتنه.
  5.  د مختلفو څانګو مشرانو د غوره او پياوړې اداري ستراتيژۍ طرحه کولو لپاره رهبري کول.
  6. پوهنځي تدريسي غړيو ته د اروا پوهنې نوېو لارو چارو په اړه روزنه ورکول  او هم د زده کړې د معاصرو تخنيکونو برابرول
  7. اداري مديران په هغه مهارتو روزل او سنبالول چې د کارونو د ښه پرمخ بيولو وړتيا ترلاسه کړي.
  8. په ښوونيزو مهارتونو، وړتياوو او نوې ټکنالوژۍ باندې د علمي کادرونو سمبالول.
  9. د ستراتيژيک پلان او کړنلارو د پلي کيدو  په اړه د اداري پرسونل روزل.
  10. د غوره زده کړې او ښوونې د زياتېدنې او وده ورکونې په موخه دلرې واټن د زده کړې لپاره اسانتياوو  برابرول.
  11. تدريسي غړو ته د انګريزي او نورو بهرنیو ژبو د روزنې اسانتیا برابرول.
  12. پوهو او وړ  استادانو له پاره د علمي ، څېړنيزو او عملي پروژو عملي کولو اسانتياوو برابرول.
  13. نویو علمي پروګرامونو د ایجاد لپاره د لازمو کادرونو، وسایلو او امکاناتو چموالی

 

 

3.3. په علمی کادر کې وړ او مسلکي استادانو زیاتول

دا چې پکتیا پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت قانون او مقرراتو سره سم په بېلا بېلو علمي، مسلکي او تخصصي برخو کې ټولنې او سیمې ته وړ کادرونه روزي، نو تل هڅه کوي چې د مسلکي او وړ کادرونو په جذبولو کې لاندې ټکي په پام کې ونیسي:

  1. د لوړو زده کړو وزارت قانون د تقرر شرایطو په رڼا کې داسې اشخاص په کادر کې جذبول چې اکاډمیکو ارزښتونو ته ژمن وي.
  2. د مسلک او تخصص په پام کې نیولو سره د پیاوړو او مناسبو اشخاصو ګمارل
  3. په تقرر کې وړ دوکتور او ماستر تشخیصول او لومړيتوب ورکول
  4. په کادر کې د شمولیت لپاره د شفافي پروسې رامنځته کول
  5. د پوهنځي د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه او وړتیاوو یې پوره ګټه اخستل
  6. د موجوده علمي کادرونو ظرفیت ته وده او پراختیا ورکول

 

3.4. د تعلیمی نصاب انکشاف او بیا کتنه:

دا چې نړۍ او ټولنه په دوامداره توګه د بدلون او پرمختګ په حال کې ده، پوهنتونونه او تحصیلي موسسې اړ دي،چې د خپلو علمي پروګروامونو کریکولمونه د وخت، بازار او نورو ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کریکولم د بیاکتنې په ترڅ کې د نصاب موضوعاتو کې وخت په وخت نوي او مثیت بدلونونه رامنځته کړي.

د  کریکولم تطبیق په برخه کې  ستونزه چی د هیواد په کچه موجود دي هغه هم په نړیوالو ژبو استادانو نابلدتیا ده چې د معتبرو ریفرنسونو څخه استفادی کموالی لامل کیږی.  ددی مشکل دا دی چی استادانو او محصلینو د پرمختګ لپاره یوه له ننګونه ده. استادان که د بهرنیو ژبو سره بلدتیا ونه لري موجوده زاړه دررسی موادو چې داخلی ژبو پښتو او دری دی استفاده به کیږی، نوی کتابونو ته به لاسرسی مشکل وی. د بلی طرفه که د ژباړل شوی کتابونو ته لاسرسی په ځنډ سره کیږی. نو له دي کبله له نوي طبابت او نوي علم څخه د وخت سره سم  ډیر نه ترسره کیږي.او هم د اوسني عصر له تقاضا څخه لري پاتي کیږی. په رسمی ژبه تدریس او کریکولم بله ستونزه هم لري هغه داسي چی د هیواد پوهنتونونو څخه فارغین که د هیواد څخه بهر د فوق لسانس زده کړو او یا هم د لنډ مهاله سمینار او کورسونو لپاره لاړ شي د ژبی د نابلدتیا تر څنګ د سیستم سره هم نابلد وي. په همدي اساس د کریکولم په برخه کي لاندي پلان په نظر کي نیول شوی دي

  1. د هر نوي مضمون چي کریکولم کي د لوړو زده کړو وزارت لخوا شامل کیږی، د پوهنتون ریاست او وزارت سره د تدریس په برخه کي تفاهم
  2. د نړۍ معتبرو ریفرنسونو څخه استفاده
  3.  نوي ریفرنس څخه استفاده
  4. د پوهنځي علمي تحقیق کریکولم کي شامل کول
  5. د کریکولم مطابق کورس پالیسی ګاني د استادانو لخوا جوړول
  6. د کریکولم تدریس کول،ستونزی، ننګوني د پوهنتون ریاست او د لوړو زده کړو وزارت سره همغږي کول.
  7. کریکولم کي هر نوښت باندي علمي سمینارونو جوړول.
  8. د پوهنځي په کچه د کریکولم د کمېټو پیاوړي کول
  9. د کریکولم کمېټو غړو لپاره د اصلاحاتو په موخه نوې کړنلارې او پالیسۍ تهیه کول
  10.  پوهنځی په کچه د علمي کادر غړو لپاره د کریکولم د نوي والي او سمون په موخه د لازمو تریننګونو چمتو کول
  11. د کرېکولم په بیاکتنه او پراختیا کې  د متخصصو اشخاصو، فارغانو او کارګمارنې مراجعو سره مشورېکول.
  12. له اړتيا سره سم د هیواد پوهنتونونو سره د کریکولم په بيا سمونه کې ملتيا.
  13. د هیواد له  غوره پوهنتونونو څخه د نويو چاپ شويو خپرونو او کتابونو ترلاسه کول.
  14. له کریکولم څخه د مطلوبو موخو د لاسته راوړلو په غرض ارزونه
  15. له ټاکل شوي کریکولم سره سم د درسي موادو تهیه او برابرول
  16. د کریکولم د پلي کېدو څخه د ډاډ په موخه د اړوندو علمي پروګرامونو څخه راپورونه راټولول

 

3.5. څیړنیز پروګرامونو پر مخ بیول:

څېړنې او د څېړنو په پار پلان جوړونه د پوهنتونونو د ودې او پرمختګ په برخه کې خپل ځانګړی رول لوبوي. هره ټولنه او د ټولنې وګړي د ستونزو حل او پرمختګونو رامنځته کولو په غرض علمي څېړني ترسره کوي. د څېړنو پواسطه پوهنتونونه په خپلو صادراتو او عوایدو کې زیاتوالی راولي، چې په نتیجه کې یې هم ټولنه له ستونزو خلاصېږي او هم له نورې نړۍ سره د سیالۍ جوګه کېږي.

علمي څیړنه د علم اساس تشکیل کوي. یو اکادمیکه او علمي اداره باید څیړني ولري. تر څو د هماغه څیړنو  پایلي په علمي توګه توضیح کړي.د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي اداري هم همدي برخه ته پام شته خو د ننګونو له امله یی تر اوسه ونشو کړاي چی زیاتی علمي څیړني تر سره کړي. دا ننګوني هم د بودیجی نشتون له کبله دي او هم د څیړني میتودولوژی سره نابلدتیا له کبله وی، د تخنیکي لحاظه د څیړنو تر سره کولو لپاره بودیجه او امکانات نشته دي.هر څیړنه که د طب پوهنځي علمی شورا لخوا که تصویب هم شی، د پوهنتون علمي شورا او د لوړو زده کړو وزارت څخه به یی منظوري او بودیجه راځي. له هغي پرته به څیړنه هیڅ تر سره نشی. همدارنګه دا چې بعضی استادان ماسټری نه لري، نو د څیړني میتودولوژی او د څیړنو د پرنسپونو سره اشنایی نه لری. اړین اقدامات د څیړنی لپاره نشی کولای.

بناً پکتیا  پوهنتون طب پوهنځي هم په راتلونکو پنځو کلونو کې ژمن دی چې د علمي څېړنو د ترسره کولو او ودې ورکولو لپاره لاندې کړنې ترسره کړي:

  1. د علمي څیړنو لپاره بودیجه تر لاسه کول
  2. د علمي څیړنو لپاره داسی طرحي او پروپوزل جوړول چی هیواد ته د ارزښت وړ وي.
  3. د پوهنتون، پوهنځیو او څانګو په کچه د څېړنو یو موثر میکانېزم رامنځته کول
  4. د څېړنيزو کړنو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بودېجې او امکاناتو برابرول
  5. محصلین هم باید په علمي څیړنو کي دخیل شی، تر څو د څیړنو سره اشنا شی، زده کړه ترینه وکړای شی.
  6. دنړيوالو پوهنتونونو سره اړيکو ټينګول او دڅېړنیزو پروګرامونو پرمخ بيولو له پاره  د مرستو جلبول
  7. د شتو لابراتورونو تجهیز او رغونه
  8. د څېړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړوند ادارو سره یې شريکول
  9. د پوهنتوني څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصي سکتور دستونزو او اړتياوو حل له پاره د څېړنيزو پروژو طرحه کول
  10. په هره برخه کې دمتخصيصينو او څېړونکو روزل ، چې د هر ډول پلټنې او څېړنې په برخه کې د غوره مېکانيزم له لارې د څيړنو له پاره د يو تحقيقاتي مرکز رامنځته کول.
  11. د څېړنې په برخه کې د علمي، اداري پرسونل او محصیلینو روزل
  12. د څېړنيزو پروګرامونو ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول چې دعلمي، څېړنيزو او نظري کارونو ترسره کولو وړتيا ترلاسه او له غوره پايلو سره هېواد ته راستانه شي.
  13. په داوطلب توګه د خصوصی روغتونونو، دولتي او غیر دولتي موسساتو لیوالتیا  جلب کیدل

 

3.6. اکاډمیک خپرونو ته وده او پرمختګ:

په اکادمیکه اداره کي خپروني مهمي او اړیني دی. د خپرونوپه وسیلوکې د کتابونو  تالیف اوترجمه، علمي مجله، بروشورونه ،انځوریز او غږیزي دولتي او خصوصي رسنۍ،خواله رسنۍ، ویترین شامل دي. د پکتیا پوهنتون طب پوهنځي استادانو خپل درسي لکچرنوټونه له نوي ریفرنسونو څخه تهیه کړي دي. او د کتاب په بڼه یی ترتیب لپاره بوخت دي. تر اوسه پوري د طب پوهنځي لخوا یو شمیر کتابونه  ژباړل شوی دی چې چاپ شوی هم دی خو تر اوسه پوری په بشپړ ډول تالیف نه دی ترسره شوي.

پکتیا پوهنتون لخوا علمي مجله قلم په نوم خپریږي اما د طب پوهنځۍ کومه رسمي مجله نه لري، استادان خپلي علمي مقالي د پوهنتون د مجلي له لاري او هم د مدني ټولنو لخوا خپریدونکو مجلو له لاري علمي مقالي خپروي. د مجلي نه خپریدو یو ستر لامل د بودیجي نشتون، علمي څیړنو نه شتون (د علمي څیړنو نه ترسره کیدو لامل پورته  واضح شوي دي)،او د پوهنتون څخه بهر د مجلي لوستونکو په کافی اندازه نه موجودیت دی.

د بروشرونو چاپ او پوهنځي په دیوالونو د هغوي ځوړول په طب پوهنځي کی تر سره شوي دي.چي علمي موضوعات او د ممتازو فارغ شویو ممتازو محصلینو نوملړ تر څنګ د طب پوهنځي د استادانو انځورونه او نور معلومات خپریږي. او د نوي او تازه معلوماتو خپریدو لپاره د طب پوهنځي  استادانو او اداری تعهد وجود لري.

د انځوریز او غږیزو رسنیو په برخه کی طب پوهنځي خپلی هلی ځلي کړی دي. استادانو په ملي تلویزیون او خصوصي تلویزیونونو، محلي دولتي او خصوصي رادیوګانو کي د موسمي ناروغیو او عامو رامینځ ته کیدونکو ناروغیو په اړه ژوندۍ او ثبت شوي خپرونو کي برخه یی اخیستي ده او خپل ملي رسالت یی تر سره کړي دي. اما خپرونو کي برخه اخیستنه په منظمه توګه د تقسیم اوقات په ډول نه بلکي مهالني شکل سره او د فرصت په ډول شوی دي. او کوم رسمي قرارداد په دی هکله نه دی شوي.

خواله رسنۍ لکه فیس بوک، ټویټر او واټس اپ وغیره د ارتباط او معلوماتو ښي وسیلي دي. طب پوهنځي ریاست خپلي خبرتیاوي،علمي معلومات د فیس بوک او ایمیل د لاری د استادانو ،محصلینو او پوهنځي څخه د باندی اشخاصو او نهادونو لپاره همدی لاری خپریږي او رابطه ورسره نیول کیږی. استادان د فیس بوک ګروپ په وسیله په ۲۴ ساعتونو کي هره لحظه خپل نظر، انتقاد،بیړنۍ غونډي خبر او معلومات او مکتوبونه سره شریک کولای شی. او هغه استادان چې علمی شورا کې نه وی د دیپارتمنت د غونډو سربیره د همدی ګروپونو د لاری  د بحث په شکل د علمي شورا د زیات وخت ضایع کیدو مخه هم نیسیته رسوی.

د پکتیا پوهنتون فیس بوک پاڼه د (پکتیا پوهنتون طب پوهنځي) په نوم لري. چی د طب پوهنځي ریاست او مدیر صاحبان یی اډمین په توګه دي. په خواله رسنیو کي د ټویټر څخه په رسمي توګه استفاده نه ده شوي البته انفرادي توګه ځیني استادان یو حساب (اکاونټ ) لری.

د خواله رسنیو تر څنګ طب پوهنځۍ خبرتیاوي، نتایج، لاس ته راوړني او پریکړي د طب پوهنځي په ویترین کي خپروي. دا طریقه اسانه او اقتصادی ده. اما علمي مقالي او لیکني نه دی ترینه خپری شوی دا ځکه چی له همدی لاری یی موثریت نهایت کم وه. لوستونکو ته یی لوستل ستونزمن وی. او د هر چا ته علمی مقاله او اثر د لوستلو لپاره په لاس نه ورځي.

له دی پورته ذکر شویو لارو تر څنګ د محصلینو او هر هغه چا لپاره د طب پوهنځي سره سروکار ولري. خپل نظر او انتقاد د نوم په نه ذکر کولو سره خپل رغنده انتقاد او شکایت د شکایتونو په بکس کي په لیکلي بڼه  واچوي. خو یوه ننګونه شتون لري چی همدي شکایتونو اوریدو او لوستل په منظم توګه نه تر سره کیږی او په ځنډ سره لوستل کیږی.

د طب پوهنځي ریاست راتلونکي پنځو کلنو لپاره لاندي اقدامات په پام کي لري.

  • استادان به خپل علمی اثار د کتاب په بڼه منظم کوي. او تالیف لپاره به یی اقدام کوی.
  • هغه کتابونه چی چاپ شی د هیواد نورو طب پوهنځیو سره به شریک کیږی.
  • د کتابونو د بیاځلي چاپ په وخت کي نویو طبی پرمختګونو  به په کي ځاي په ځاي کیږی.
  • استادان به په منظم توګه په ملی ،سمیه ایزه دولتی او خصوصی  رسنیو کي د پلان مطابق په مختلفو موضوعاتو بحث کوي.
  • طب پوهنځۍ به علمي مجله ولري چی روغتیا پوری اړوند موضوعات به ترینه خپروي.
  • د مجلی او نورو نشراتی کړنو لپاره به بودیجه په نظر کی نیول کیږی.
  • او که چیری د علمی شورا موافقه موجوده وه. د شرایطو پرته به سپانسر ورته پیدا کوی.
  • مجله به خپلو مشترکینوته  په وخت رسول کیږی.
  • د خصوصی روغتونو، خصوصی پوهنتونونو او انسټیټونو سره د مجلي میاشتني اشتراک په برخه کي هڅه کیږي. او محصلینو ته به په تخفیف سره ورکول کیږی. عواید به د مجلی د بهبود او نورو نشراتی برخو کی په مصرف رسیږی.
  • مجله به په هیڅ ډول سیاسی موخو، شخصی اهدافو لپاره نه کارول کیږی. او که چیری کوم یو تجارتی اعلان ترینه خپریږی عواید به یی د مجلی بهبودی لپاره او د نشراتو په وده کی ترینه کار اخیستل کیږی.
  • بروشرونه به د طب پوهنځی تر څنګ هم پوهنتون کي او هم د پوهنتون څخه بهر روغتیایی پیغامونه له ځانه سره ولري.
  • د دي لپاره چی د ابتکار او نبوغ روحیی ته وده ورکړل شوي وي، طب پوهنځی به د روغتیا په برخه کي د پخوانیو عالمانو،او اوسنیو عالمانو د کړنو او لاسته راوړنو او د هغوي پرتله کول له اوسني طبابت سره، د هغوی په ژوند باندی نظر په دی برخه کی به علمي سمینارونه نیسي.
  • خواله رسنیو کی به روغتیایی خبرونه او پرمختګونه خپریږي. او له همدی وسیلی له لاری پورته تر سره شویو کړنو ته وده ورکول کیږی.
  • ویترین کی به هفته وار پروګرامونو، لاس ته راوړنو، ننګونو، او فرصتونو څخه یادونه کیږي. او د پر وخت سره به د موضوعاتو د نوی کولو لپاره لازمي هلي ځلي کیږي.
  • شکایتونو صندوق څخه به هم معلومات اخیستل کیږي، او تر بحث او څیړني لاندی به نیول کیږی.
  • د مطالعی دود عام کولو لپاره هڅي به په لار اچول.

 

پوهنځي به د اکاډیميکې خپلواکۍ په لرلو سره لاندې موخې ترلاسه کړي:

  1. د فوق لسانس موجوده پروګرامونو ته وده او پراختیا ورکول
  2. د وخت، سیمې او ښکېلو خواوو د غوښتنو او اړتیا سره سم په ښوونیز نصاب کې مثبت بدلون رامنځته کول
  3. د زده کړو په برخه کې د عصري مېتودونو پلي کول
  4. له ملي او بین المللي اعتبار ورکوونکو ادارو څخه اعتبار تر لاسه کول او په دوامداره توګه یې ساتل
  5. د کتابتونونو او کتابونو چاپ چارو ته پراختیا ورکول
  6. د تدریس د نویو میتودونو د ترلاسه کولو په موخه په ملي او نړیواله کچه د ټریننګونو برابرول او برخه پکې اخستل
  7. د برېښنایي زده کړو د عامولو په موخه د اړینو پروګرامونو پلان او پلي کول
  8. د د دیپارتمنتونو د مسلکي او تخنیکي عملي پروګرامونو او پروژو په برابرولو کې رغنده ګامونه پورته کول

 

3.7. د ښوونیزو موادو چمتووالي

نن ورځ د نړۍ پوهنتونونه په دې هڅه کې دي چې د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو علمي پروګرامونو د کريکولومونو د سمون وروسته اړونده درسي مواد د نویو میتودونو په پام کې نیولو سره چمتو کړي، چې د مناسبو ښوونیزو موادو په تدریس سره وکولای شي چې له یوې خوا د وخت شرایط  او بدلونونه په پام کې ونیسي او له بلې خوا د خپلو اړوند ښکېلو خواوو غوښتنو ته مثبت ځواب وواييچې پایله به يې د مربوطه پوهنتون د لوړې درجې  او باور تر لاس کول وي. پکتیا پوهنتون طب پوهنځئ په راتلونکو پنځه کلونو کې د ښه باور د ترلاسه کولو په موخه د خپلو علمي پروګرامونو د ښوونيزو موادو د چمتو کولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

  1. د نصاب او  درسي موادو د سمون او ښه والي لپاره د کريکولم  کمېټې چارو ته  پراختيا ورکول
  2. د کرېکولم کمېټې کړنې د نویو مېتودونو سره همغږې کول
  3. په پوهنځی کې د نصاب او کریکولم کمېټې چارو ته ځانګړې پاملرنه او پراختيا ورکول
  4. د درسی موادو د پياوړتيا په موخه د علمي کادر غړیو د تالیفاتو چارو ته خاصه توجه کول په دې برخه کې د هغوی هڅونه
  5.  د علمي کادر غړو لپاره د هېواد په داخل او له هېوادڅخه بهر د روزنیزو پروګرامونو برابرول

 

3.8. د کیفیت تضمین ته پاملرنه  او اعتبار ورکول:

          پوهنتونونه د خپلو ملي او نړیوالو تحصیلي معیارونو په رڼا کې د خپلو خدماتو د ښه باور  ترلاسه کولو په موخه تل هڅه کوي چې په خپلو علمي او څېړنیزو پروګرامونو کې بهتروالی راولي.  نوموړې چارې د ملي او یا هم د نړیوالو اعتبار ورکونکو ادارو لخوا  دبیا کتنې او ارزونې پروسو په بهیر کې ارزول کېږي چې په پایله کې یې اړوند پوهنتونونو خدمات د اعتبار بېلابېلې درجې ترلاسه کوي او د علمي او څېړنیزو چارو د نوي والي او غوره والی سبب ګرځي. پکتیا پوهنتون طب پوهنځي په راتلونکو پنځو کلونو کې  د ښه باور او اعتبار تر لاسه کولو لپاره د کیفیت د تضمین او اعتبار ورکولو په برخه کې لاندې کړنې تر سره کوي:

د کیفیت تضمین ته پاملرنه د ستراتیژیک پلان یو مهمه برخه تشکیل کوی. دا ځکه چی بی کیفیته او بی معیار کړنی موثری نه وی. نو د کیفیت د بهبودی لپاره د تظمین کیفیت معیارونه تطبیق کړل شی، د دی لپاره چی کړنی ښي وارزول شی. د تضمین کیفیت د معیارونو سره مطابقت ورکړل شی.

 

د کیفیت د بهبودی لپاره لمړی معیار ماموریت او ستراتیژی ده. ماموریت د لوړو زده کړو وزارت لخوا تر سره کیږی. د کړنو لارښونه د نومړی وزارت لخوا ټاکل کیږی. اما ستراتیژی هره تعلیمی موسسه د ځان لپاره جوړوی تر څو خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره لاره وټاکی. په ستراتیژی کی خپلی کمبودی په نښه کیږی. حل لاری ورته لټول کیږی او د ټولو ذیدخلو اشخاصو په وړاندی کیښودل کیږی.

 

د ټولنی سهم ګیری او برخه اخیستنه هم یو مهم اړخ د کیفیت دی چی د لوړو زده کړو موسسی اړوند افراد یی تر سره کوی. استادان به د تبلیغ په واسطه هغه که د سیمنارونو وی او یا هم د رسنیو د لاری خپل ملی رسالت تر سره کوی تر څو د ټولنی  روغتیایی ستونزو ته د حل لاره پیدا او ورته یی وښیی. استادان به د ټولنی، منطقی او محل روغتیایی ستونزی درک او د هغو د حل لارو په خاطر لار ښوونی کوی. محصلین هم د ټولنی په خیریه کړنو، او نورو اجتماعی کړنو ته تشویق شی.

 

د ستراتیژیکو اهدافو ته د رسیدو په خاطر د طب پوهنځی اداره د خپل حاکمیت، رهبری په خاطر لایحي جوړوی. او ددی لپاره چی تطبیق په ښه توګه تر سره شی یوه کمیټه جوړه شی تر څو رهبری ته راپور ورکړل شی. همدارنګه د طب پوهنځی ریس، معاون او د دیپارتمنتونو امرین د پرسونل کړنی ارزیابی کوی. لازمی لارښونی ورته وکړی او په څنګ کی یی خلاوو ته متوجه کړی.

 

هره اکادمیکه اداره خپل مالی سیستم لری چی د هغي ترڅ کی اختصاص شوی بودیجه په خپل ځای کی مصرف کړی. او د دی سره هغه عاید چی اکادمیکه اداره لری هغه هم تنظیم او ترتیب شی. د حساب ورکولو سیستم کی شفافیت باید موجود وی. او هر هغه څوک چی مالی چارو کی دخیل وی. ذیدخل افرادو ته حساب ورکړی.

 

د اکادمیکو ادارو علمی برنامی باید ارزیابی شی. او د منظم پلان په شکل سره تر نظارت لاندی ونیول شی. د تدریس میتودولوژی څرنګوالی معلوم او لایحی سره تطابق ورکړل شی. شیوه باید ارزیابی شی چی محصل محوری ده او که نه؟ کورس باید ارزیابی شی، همدارنګه د الیکترونکی وسایلو څخه استفادی ته هم ځانګړی پاملرنه وشی.

دا چی هیڅ کار په تنهایی سره نه تر سره کیږی. نو جمعی مشارکت په کړنو کی حتمی دی. د ټولنی هر طبقی وګړی همکاری کولای شی. د همکاریو په سلسله کی د عامی روغتیا ولایتی ریاست، د مخدره توکو پر وړاندی د مبارزی ریاست، رادیو تلویزیون او داسی نوری اداری په کوچنیو او لویو کړنو کی د یو او بل سره کومک کونکی ثابت کیدای شی.

 

د طب پوهنځي ریاست به راتلونکی پنځو کلنو کی د کیفیت د تنظیم لپاره لاندی کړنی په نظر کی لری.

  1. د ملي او بین المللي تضمینونکو ادارو څخه د کیفیت تضمین او اعتبار لاسته راوړل
  2. په ملي او بین المللي کچه د پوهنځي د خدماتو کیفیت او درجې لوړول
  3. د کیفیت د تضمین او لوړولو په موخه د مسلکي کاري ټیم حمایت رامنځته کول
  4. په ټولنه کې د پوهنځي د اعتبار زیاتولو لپاره د ټولنیزو ستونزو په حل کې فعاله ونډه اخستل
  5. په پوهنځي کې د ښو زده کړو ټولې اسانتیاوې برابرول
  6. د نظري زده کړو په څنګ کې عملي زده کړو ته اسانتیاوې برابرول
  7. د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو پوهنتونونو او تحصیلي موسسو سره همغږې
  8. په زده کړو کې د تدریس نویو میتودونو څخه ګټه پورته کولو لپاره اسانتیاوې برابرول
  9. د پوهنځي د ستراتېژیکو موخو د تحقق لپاره له اړوندو څانګو  او کمیټو سره همغږي
  10. د روزنیزو پروګرامونو پیاوړتیا او عامول
  11. محصیلنو، اداري او علمي کادر غړیو ته کیفیت د ښه والي د معیارونو په هکله عامه پوهاوی ورکول

 

3.9. د تدریس عصری کول او بریښنایی زده کړو پروګرامونه:

د نوي پرمختګونو سره بلدتیا او له هغه څخه با خبره کیدل، له نویو ټکنالوژی څخه استفاده او په نوی شیوه کړني کول او کافی اندازه درسی موادو درلودل د پرمختګ او ودي لپاره حتمي دي. تر اوسه پوری تدریس زیاتره د لکچر په توګه او محصلینو باندی کنفرانس ورکولو او عملي ستاژ په شکل تر سره کیده. په ټولګي کی د محصل او استاد تر مینځ د بحث هم د درس په اخیر کی موجود وه. محصلینو به د زده کړو د پوهنځی کتابخانی څخه کتابونه اخیستل چې عمومی توګه کتابخانه د جمعی ورځی پرته هره ورځ د محصلینو او استادانو پرمخ خلاصه وی.

 

لکچر د تختی په واسطه او د پاور پاینټ په شکل پریزنتیشن ورکول کیږی. محصلین کنفرانسونه ورکوی او د هغوی پریزنتیشن او کنفرانس یی په نهایی نمرو کی حساب کیږی.عملی ستاژ لپاره ملکی روغتون ته کوم چی د عامی روغتیا ریاست تر چوکاټ لاندی دی تر سره کاوه. دا ځکه چی د طب پوهنځی خپل تدریسی روغتون ودانۍ نه لری.او کافی اندازه پرسونل هم نه لری.د کادری روغتون اوسنی پرسونل د ملکی روغتون پرسونل سره یو ځای په عملی توګه محصلینو سره کار کوی.

 

د Clinical Base learning یا په کلنیکی اساس زده کړی لپاره یو ټولګي په طب پوهنځي کی موجود ده چی محصلینو ته په کی درملو سره اشنایی، فزیکی معاینات، اوداسی نوری زده کړی ورکول کیږی.

دا چې په نړیواله کچه پوهنتونونه د حضوري زده کړو تر څنګ د غیر حضوري زده کړو پروګرامونه پر مخ وړي او د شته امکاناتو پر مټ د خپلو خدماتو پوښښ ته پراختیا ورکوي ، دې موخې ته د رسېدو په پار پوهنتونونه په خپلو خدماتو کې د ټکنالوژۍ ونډه زیاته او موثره ګټه ترې پورته کوي. د علمي او څېړنیزو بهیرونو د پیاوړتیا او موثریت لپاره پوهنتونونه خپلو اړوند ښکېلو خواوو ته د برېښنایي اسانتیاوو په چمتوکولو سره هر اړخیز نوی والی او مثبت بدلون رامنځته کوي. د حضوري علمي پروګرامونو سره په څنګ کې پوهنتونونه اړ دي چې د انلاین کورسونو او ګډو زده کړو لپاره د انلاین سرچینو اسانتیاوې رامنځته او ګټه ترې پورته کړي. د نوموړې چارې د ښه مدیریت په موخه پوهنځئ په راتلونکو پنځو کلونو کې لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. د برېښنايي زده کړو  کمېټې ایجاد او هغي ته پراختیا ورکول
  2. د برېښنايي زده کړو په اړه علمي کادر غړيو ته د ورکشاپونو برابرول
  3. په ټولو څانګو کې د برېښنايي زده کړو عامول
  4. د برېښنايي زده کړو د پروګرامونو پلي کېدا څخه بشپړه څارنه
  5. د برېښنايي زده کړو د ښه ترسراوي لپاره د یوې ځانګړې پاليسۍ(کړنلارې) رامنځته کول
  6. ټولو محصیلینو ته د برېښنايي زده کړو په هکله معالومات ورکول
  7. د CBL صنف ته وده ورکول
  8. دجتیلی کتابخانی ته وده ورکول
  9. د نړی له معتبرو پوهنتونو سره د پوهنځی اړیکه چي د هغوي له لکچرونو څخه استفادی لپاره هڅي.

 

3.10. د کریډیټ سیسټم پیاوړتیا او پلی کول

د نړۍ ډېری پوهنتونونه د کریډیټ سیستم د اصولو په رڼا کې خپل روزنېز پروګرامونه پر مخ بیايي او له دې لارې محصیلینو د ښو پایلو لرونکو زده کړو او اسانتیاوو زمینه برابروي چې له یوې خوا محصلین وکولای شي له خپل توان سره سم د زده کړو بهیر پرمخ یوسي او له بل پلوه د نظري زده کړو سره په څنګ کې د اړوندو عملي زده کړو له اسانتیاوو څخه هم برخمن شي. پوهنځئ به  د کریډیټ سیستم زده کړو د پیاوړتیا او معیاري کېدو په پار لاندې کړنې په پام کې لري:

  1. د علمي کادر ټولو غړو ته د کریډیټ سیستم د عملي کېدو په اړه روزنیز ورکشاپونه پېلول
  2. د کریډیټ سیستم د موثریت په اړه محصیلینو ته معالومات ورکول
  3. په اړوندو څانګو کې د کرېډیټ سیستم عملي کېدو څارل
  4. د کرېډیټ سیستم په ښه بڼه د پلي کېدو په هکله تدریسي او اجرایوي مدیرانو ته پوهاوی ورکول
  5. د پایلو پر بنسټ د زده کړو په نتیجه کې د کرېډیټ لایحې موخې ترلاسه کول
  6. د شاګرد محورۍ د زده کړو دودول
  7. د کرېډیټ لایحې په اساس د عملي زده کړو پیاوړي کول
  8. د ټرانسکریپټونو د ترتیب په برخه کې د نمرو درجه بندي د فیصدۍ تر څنګ د   GPA په سیستم برابرول

3.11. معلوماتي ټکنالوژی ته لاسرسي

دا چې په نړۍ کې معالوماتي ټکنالوژي د معالوماتو په ترلاسه کولو، خوندیتوب ، د اړیکو په ټینګولو،  ښه مدیریت او د روزنیزو پروګرامونو په برخه کې رغنده دنده ترسره کوي، اړینه ده چې پوهنتونونه هم په کافي اندازه خپلې چارې د معالوماتي ټکنالوژۍ پر مت پیاوړي کړي. د پکتیا پوهنتون طب پوهنځئ هم معالوماتي ټکنالوژۍ څخه د خپلو چارو په انسجام او چټکیا په موخه لاندې کړنې ترسره کوي:

  1. زېربېناوو ته پراختیا او وده ورکول
  2. د اداري، تخنیکي او مديريتي چارو سمون او پراختيا
  3. د اي ټی امنیتي وسایلو ته پاملرنه او پراختیا
  4. سوپر وای فای (WiFi) ته پراختیا ورکول
  5. د پوهنځي اړوند ټولي څانګي ، کمیټي او ادارې معالوماتي ټکنالوژۍ پواسطه وصلول
  6. د HEMS سیستم ته وده او له هغه کاروني باندي ټینګار
  7. په ټولو اداري دفترونو کې ډېجېټل ټېلیفون اسانتیاوې رامنځته کول
  8. د پوهنځي کې ټولو ځانګو ته، کمیټو ته معالوماتي ټکنالوژۍ ته د لاسرسي په غرض د یو تن مسؤل ټاکل
  9. د معالوماتي ټکنالوژۍ ټولو کار کوونکو ته روزنیز ورکشاپونه برابرول