Journalism Department Srtategic Plan

 

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی

ژورنالیزم څانګه

 

 

 

 

ستراتيژیک پلان

 

(له ۱۴۰۲  څخه تر ۱۴۰۶ هـ.ش پورې)

 

 

 

ترتیب کوونکی: د ژورنالیزم څانګه

فهرست

 

لومړۍ برخه

 

د ژورنالیزم څانګې پېژندنه

  • د ژورنالیزم څانګې د آمر پيغام
  • د ژورنالیزم څانګې لنډه پيژندنه
  • لرلید (Vision )
  • رسالت (Mission)
  • ارزښتونه (Values)
  • د ژورناليزم څانګې موخې (Program Objectives)
  • د ژورنالیزم څانګې توامیتونه او د څانګې ښکېلې خواوې (سټیک هولډران)
  • د ژورنالیزم ديپارتمنټ سيال ډیپارتمنټونه
  • په ټولنه کې د ژورنالیزم څانګې ونډه
  • د ژورنالیزم څانګې لپاره دSWOT  تحلیل

 

دویمه برخه

  • ودانۍ یا زیربنایي اړتیاوې
  •  

درېیمه برخه

  • اکاډمیکې کړنې
  • د علمي څېړنې، نوښت او انتقادي تفکر عامېدنه

 

څلورمه برخه

  • ظرفیت لوړونه

پنځمه برخه

  • ټکنالوژي

شپږمه برخه

  • مالي خپلواکي

اوومه برخه

  • بودیجه

لومړۍ برخه

د ژورنالیزم څانګې پېژندنه

 

د ژورنالیزم څانګې د آمر پيغام

ژورناليزم هغه علم او هنر دی، چې مسلکي بشري ځواک روزي؛ څو د اطلاعاتو او معلوماتو راټولولو، برابرولو، تحليلولو او خپرولو پر مټ، د ټولنې د خبرونې، پوهنې او روزنې دنده ترسره کړي. نو د ژورنالیزم دې پېژندنې ته په کتو باید ووایو چې ژورنالیزم او رسنۍ د نننۍ ټولنې جدي اړتیا ده او ارزښت یې له ورایه مالوم دی.

پکتیا پوهنتون کې هم دې ارزښت او اهمیت ته په کتو د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د ژورنالیزم څانګه په ۱۳۹۳ هـ.ش کال فعالیت پیل کړی دی، چې تر اوسه یې ګڼ ځوانان د ټولنې د روزنې لپاره وړاندې کړي دي.

د هرې علمي ادارې د بریالیتوب راز، په ښه پلان جوړونه، تطبیق او  چارو په ارزونه کې نغښتی دی. په همدې اساس د ژورنالیزم څانګه هم ټولنې ته د پیاوړو مسلکي کادرونو د روزنې په موخه بېلابېل  اغېزمن کاري پلانونه جوړوي چې له دې جملې یو هم د ستراپیژیک پلان ترتیبول دي.

د دې ستراتیژیک پلان د جوړولو لپاره د پوهنځی د ریاست او د ژورنالیزم څانګې د آمریت په ګډې همغږی سره د باتجربه علمي او اداري کارمندانو څخه یوه کمېټه جوړه شوه، چې د څو علمي ناستو په ترڅ کې یې په بریالیتوب سره د دې پینځه کلن ستراتیژیک پلان طرحه ترتیب او جوړه کړه. په پای کې د ژورنالیزم څانګې د ستراتيژیک پلان د موظفې کمېټې له ټولوغړو او د پلان د اړوندو خواوو له محترمو اعضاوو څخه مننه کوو چې د دې مهم سند په جوړښت کې ېې هلې ځلې کړي دي.

هیله من یو چې د ژورنالیزم څانګې د ټاکلې ستراتيژیک پلان غوښتنې د ژورنالیزم څانګې د مهمې اړتیا په توګه د ژبو او ابیاتو  پوهنځی او په لويه کې د پکتیا پوهنتون په خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې ځای پرځای کړي ترڅو ټولنې ته په کار پوه او وطن دوسته کادرونه وړاندې کړو.

په خورا درنښت

د ژورنالیزم څانګې آمر

پوهنیار نور اغا نوري

 

د ژورنالیزم څانګې لنډه پيژندنه

پېژندنه: ژورناليزم هغه علم او هنر دی، چې مسلکي بشري ځواک روزي؛ څو د اطلاعاتو او معلوماتو راټولولو، برابرولو، تحليلولو او خپرولو پر مټ، د ټولنې د خبرونې، پوهنې او روزنې دنده ترسره کړي.

کله چې د پکتیا پوهنتون په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت په حکم د ژبو او ادبیاتو پوهنځی تاسیس شو، نو هماغه وخت د ژورنالیزم او عامه اړیکو څانګې د تاسیس فکر هم پیدا شو. د همدې پوهنځي او پکتیا پوهنتون په وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت په حکم ژورنالیزم څانګه هم په ۱۳۹۳ ل.ل کال کې تاسیس شوه، چې تر ننه پورې یې ګڼ کسان ټولنې ته خدمت په موخه وړاندې کړي دي او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.

هماغه وخت یې د ددوه استادانو په جذب سره پیل وشو، چې د کابل او شیخ زاید پوهنتونونو د کریکولمونو په رڼا کې ورته یو جامع او د بازار غوښتنو ته په کتو له ټولو اسلامي، نړیوالو او ملي معیارونو سره برابر کریکولم جوړ شو، چې  وخت په وخت نوی شو او دا دی تر دې دمه یې اداري او علمي چارې روانې دي.

په دې جریان کې د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د ایجاد فکر پیدا شو، چې پروپوزلونه یې پورته د لوړو زده کړو تر وزارته رسول شوي دي خو لا هم دې څانګې پوهنځي ته ارتقا نه ده کړې او تمه ده چې بالاخره به یوه ورځ په پوهنځي بدلېږي او څو مختلفې څانګې په لري.

سږکال د هیواد د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځيو نصاب بیا کتنې پروګرام کې د دې څانګې دوه تنه استادانو ګډون کړی و چې هلته هم د ټول هیواد د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځیو استادانو په ګډه د لوړو زده کړو وزارت مقام څخه د ژورنالیزم څانګو څخه پوهنځیو ته د څانګو د ارتقا رسمي وړاندیز وکړ.

اوس مهال ژورنالیزم څانګه د لیسانس په کچه محصلان فارغوي، چې د څلورو مسلکي، یوه عربي ژبې او څو تنه نورو پوهنتون شموله مضامینو استادانو په مټ پکې (۶۲) سلنه مسلکي، (۲۱) سلنه اساسي، (۱۷) پوهنتوون شموله مضامین، چې ټول ۵۹ مضمونونه او (۱۵۹) کرېډیټه کېږي، د نویو میتودونو څخه په استفادې تدریسیږي.

ژورنالېزم څانګه د محصلانو د عملي روزنې لپاره د سبا ژورنالیست په نوم یوه چاپي خپرونه لري، چې محصلان پکې ټولې رسنیزې چارې ترسره کوي، د بېلابېلو رسنیو او ادارو سره د همکاریو تړونونه لري چې هلته هم محصلان عملاً روزل کېږي. ياده څانګه اوسمهال پنځه علمي کادرونه لري، چې په علمي او عملي زده کړو سمبال ځوان کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي. د يادې څانګې فارغان د افغانستان په مختلفو ملي او خصوصي رسنيو  او ادارو کې کار کوي.

 

 

لرلید (Vision )

ژورناليزم څانګه غواړي، چې د هېواد او سيمې په کچه، د معياري زده‌کړو، رسنيزو مطالعاتو او علمي څېړنو په برخه کې مخکښه علمي برنامه شي.

 

رسالت (Mission)

ژورناليزم څانګه، د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې، په ملي او نړيواله کچه محصلانو ته د معياري زده‌کړو او مسلکي مهارتونو د ودې زمينه برابروي؛ څو د ټولنې او کاري مارکېټ غوښتنو او اړتياوو ته په کتو، د رسنيز چوپړ په موخه، مسلکي او ژمن کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

 

ارزښتونه (Values)

۱- اسلامي، ملي او انساني ارزښتونو ته درناوی.

۲- د اسلامي او ملي تفکر او کلتور ترويج او پراختيا.

۳- د تحصيلي ارزښتونو وده او پراختيا.

۴- قانون او عدالت ته غاړه اېښودنه.

۵- د مثبت فکر او يو بل منلو فرهنګ ته وده ورکول.

۶- نوښت او مسلکيتوب.

۷- انتقاد منل او د اصلاحاتو ملاتړ.

۸- له تنقيده په ګټنه توهين ته مخه نه کول.

۹- روغتيا او چاپېريال ساتنې ته پاملرنه .

 

د ژورناليزم څانګې موخې (Program Objectives)

۱- د ژورناليزم په مسلکي زده‌کړو کې، ديني، ملي، کلتوري او... ارزښتونو ته پاملرنه.

۲- د اسلام او نافذه قوانينو په رڼا کې، د بيان آزادۍ پولې معلومول او د لوېديځوالو له آزاديو توپيرول.

۳- د ژورنالیزم په علمي او تخصصي زده‌کړو کې، په ځان بساينه.

۴- نړيوالو معيارونو ته په کتو، له نظري او عملي اړخه د زده‌کړو کيفيت لوړونه او پراختيا.

۵- په اسلامي، ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو سمبال، ژمن او وړ کادرونه ټولنې ته وړاندې کول.

۶- د ټولنې د اړتيا له مخې، ګټورو علمي او رسنيزو څېړنو ته زمینه برابرول.

۷- له داخلي او نړيوالو اکاډمیکو بنسټونو سره، د دوامداره علمي همکارۍ/توأميتونه لرل.

۸- د ټولنې په پرمختګ کې ونډه اخيستنه.

۹- په کاري مارکېټ کې، د ځای موندنې په پار، د فارغانو وړتياوې او مهارتونه لوړول.

۱۰- د ژورناليزم څانګې د پرمختګ لپاره د داخلي او نړيوالو بنسټونو ملاتړ تر لاسه کول.

۱۱- له کمي او کيفي اړخه، له نړيوالو معيارونو سره سم، د ژورناليزم زده‌کړو وده او پراختيا.

۱۲- په ټولنه کې د فعالو خپرنيزو مراکزو د ښه والي په موخه، د ژورناليزم څانګو رسنيزو کړنو مراکزو ایجاد او پراختيا.

۱۳- د ژورناليزم په څانګه کې، د ماسټرۍ زده‌کړو برنامې پيلول.

۱۴- له تخنيکي اړخه، د سټوډيو ګانو ايجاد، تجهيز، ترميم او پراختيا په موخه، له پوهنتون او نورو ملاتړو ادارو بودجه ترلاسه کول.

۱۵- له مالي اړخه، په ځان بساينه .

۱۶- د کادري غړو د تخصصي پوهې او علمي درجو لوړونې په پار، ماسټرۍ او دوکتورا زده‌کړو زمينه برابرول.

۱۷- د درسي کتابونو د تاليف او ترجمې په موخه د کادري غړو ظرفيت لوړونه.

۱۸- د رسنيزو علومو د ښه والي او بډاينې په موخه د کادري غړو او محصلانو د ډله ييزو څېړنو ملاتړ.

۱۹- د نړۍ په کچه علمي بدلون او کاري مارکېټ اړتياوو ته په کتو درسي نصاب معياري کول.

۲۰- له کاري ونډه‌والو سره د نصاب ښه والي او کاري فرصتونو رامنځته کولو په پار مناسبې اړيکې او همغږي .

د ژورنالیزم څانګې ماموريت، لرليد او موخې د څانګې د علمي شورا په (۱۰) ګڼه غونډه کې چې په ( ۲۸ / ۱۰ / ۱۴۰۱) نېټه د څانګې په امریت کې شوې وه، هم تاید او تصویب شوي دي.

یاد ماموریت او لرلید د رایو په یووالي سره د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په علمي شورا کې  د (                              ) ګڼې پروتوکول له مخې تصویب او تایید شویدی.

 

باکېفيته لوړې زده کړې

په دې کې شک نشته چې د یوه ملت د ولس پر مختګ د لوړو زده کړو د ښه څرنګوالي سره تړاو لري، هیڅ ملت به تر هغې پورې اقتصادي وده ونکړي چې د یوه ښه او با کیفیته لوړو زده کړو څښتن نه وي. لکه څرنکه چې په اقتصادي وده کې کیفیت مهم رول لري، له دې امله د ژورنالیزم څانګه هم  د پوهنځی ریاست او د پوهنتون د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې د کیفیت د ښه کېدلو لپاره ځانګړې موخې وټاکي او هڅه کوي، چې ښه تحصیلي نصاب ولري. څېړنیزو او نشراتي پروګرامونه پیاوړي کړي، انلاین کتابتونونو، معلوماتي ټیکنالوژۍ او انټرنیټ  ته لاس رسی پیدا کړي او استادان یې لا لوړې زده کړې وکړي، چې په راتلونکي کې لا باکیفیته زده کړې ولرو.

د ملي یووالي ټينګښت

 د ملي وحدت په پیاوړتیا کې  پوهنتونونه، بنسټیز او کلیدي رول لري. د ژورنالیزم څانګه  هم د دې جملې څخه يوه فعاله تحصیلي څانګه ده چې په خپله غېږه کې یې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ځوانانو ته ځای ورکړی دی. په محصلانو سربېره د استادانو په برخه کې هم د ژورنالیزم په څانګه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو استادان تدریس کوي او تر دې دمه د ښه مدیریت او د علمي او اداري پرسونل د اسلامي او ملي روحیې لرلو له امله محصلان او استادان په خپل منځ کې یو تربله لکه د ورونو په څېر سلوک کوي. په دې سربېره د ژورنالیزم څانګه د پوهنځی په کچه د ځانګړې اخلاقي پالیسي او د نظم او دسپلین د کمېټې له لارې اړوند بهیر په ډېرې ځیرتیا سره څاري  او د شکایاتو د صندوق له لارې محصلانو ته دا فرصت برابروي ترڅو په اړونده برخه کې خپل اندیښنې له ادارې سره شریکې کړي تر څو یې په اړه په خپل وخت اړین تصمیم ونیول شي.

 

 اخلاق او کرامت

د ژورنالیزم څانګې ټول علمی او اداري پرسونل اخلاقي ارزښتونو ته ژمن دي. د ژورنالیزم څانګې آمریت استادانو او محصلانو ترمنځ د انساني کرامت د ساتنې او د متقابل احترام د روحیې لرلو د کلتور د ترویجولو په موخه ځانکړې تګلاره او پلان لري ترڅو د ټولګیو لارښود استادان د خپلو لارښونو  په بهیر کې محصلانو ته اړین موضوعا ارایه کړي او له دې لارې محصلان د موضوع ارزښت او اهمیت ته متوجه کړي.تر څو محصلان مو یو اخلاقي  سمبول يا نمونه و اوسي، چې د دوی د دغه اخلاقي ځانګړنو څخه نور محصلان الهام واخلي او د راتلونکي لپاره یې په ټولنه او خپل کاري بهیر کې یې و کاروي.

 انډولتیا يا برابري

 د ژورنالیزم څانګه  د خپل علمي، اداري پرسونل او د خپلو محصلانو ترمنځ د انډول ساتلو ته ژمن دی. د انډول ساتلو او مراعت لپاره به هڅه کوو چې د لوړو زده کړو وزارت، پکتیا پوهنتون او پوهنځي له تګلارو استفاده وکړو.

سالمه، اغېزمنه او ګټوره اداره

د اغېزمنتوب او ګټورتوب لپاره يو ښه او سالم اداري چاپيريال په کار دى. د ژورنالیزم څانګه به پورته اصل ته په کتو سره هلې ځلې وکړي، چې د اړوندې څانګې شته زېرمې( بشري، مالي ..) په اغېزمن او ګټور  ډول وکاروي، چې خپلې ټاکلې موخې په ښه ډول لاس ته راوړي. ژورنالیزم څانګه په سمه توګه کار کوي او له شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه اخلي، چې د لوړوزده کړو د مؤسساتو سيستم پرمختلونکي ټولنيز او اقتصادي خدمتونه افغانانو ته وړاندې کړي.

 اکاډيميکه ازادي

 د ژورنالیزم څانګه به د لوړو زده کړو محترم وزارت د تګلارو په رڼا کې هڅه وکړي چې له خپلې اکاډمیکې ازادي څخه پوره کار واخلي او په خپلواکه توګه د هیواد په نورو پوهنتونونو کې له اړوندو څانګو او رسینو سره د همکاریو تړونونو له لارې خپلې اړیکې وساتي څو په ټولنه کې ثابت دریځ  او ځای ولري.

حساب ورکونه

د ژورنالیزم څانګې  رهبري ژمنه ده، چې خپلې ټولې اړوندې چارې په يوه روڼ چاپيريال کې تر سره کړي.  د ژورنالیزم څانګې آمریت به زيار وباسي چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ریاست، کارمندانو  او محصيلينو ته حساب ورکړي. په علمي او مسلکی ساحه کې به د ژورنالیزم څانګه هڅه وکړي ترڅو خپلې ټولنې ته په اخلاقي او علمي لحاظ ټولنې ته داسې فارغان وړاندې کړي چې ټولنې ته مسوول وي.

د ژورنالیزم څانګې د استادانو او محصلانو شمېر:

نوماند پوهنیار

پوهنیار

پوهنمل

پوهندوی

پوهنوال

پوهاند

دټولو استادانو شمیر

د ټولو محصلینو شمېر

۱

۳

۱

۰

۰

۰

۵

۱۷۶

 

د ژورنالیزم څانګې توامیتونه

د ژورنالیزم څانګې تر دې دمه په ملي او یاهم په نړیواله کچه له کوم پوهنتون او یاهم له کومې پوهنځی سره کو ځانګړی توامیت نه لري خو هڅه کوي چې د خپل اداري او علمي پرسونل د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د نورو پوهنتونونو سره توامیتونه ولري.

د ژورنالیزم څانګې ښکېلې خواوې (سټیک هولډران)

په لنډ ډول لاندې اشخاص او ادارې د ژورنالیزم څانګې سره ښکېلې خواوې ګڼل کیږي:

  • د لوړوزدکړو وزارت
  • د پکتیا پوهنتون ریاست
  • د اطلاعاتو او کلتور ریاست
  • محصلان
  • ملي او محلي رسنۍ
  • د پکتیا پوهنتون مرستندویه ادارې
  • ملي او نړیوالې مرستندویه ادارې
  • ملي تجاران

 

د ژورنالیزم ديپارتمنټ سيال ډیپارتمنټونه

  • کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی
  • د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنخی
  • د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی
  • د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی
  • د بلخ پوهنتون د ژورنالیزم پوهنخی
  • شیخ زاید پوهنتون ژورنالیزم پوهنځی
  • لغمان پوهنتون ژورنالیزم څانګه

 

 

 

 

په ټولنه کې د ژورنالیزم څانګې ونډه

  • د ژورنالیزم څانګې استادان او محصلان به هڅه کوي، چې په ټولنیزو موضوعاتو تحقیقات او پلټنې وکړي او پایلې یې له رسنیو، کاري شریکانو او خلکو سره شریکې کړي.
  • د ژورنالیزم څانګې استادان به له خپلو کاري شریکانو سره به ګډه د عامه پوهاوي او بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو له لارې له ټولنې سره خپل علمي نظریات او تجربې شریکوي، څو په ټولنه کې شته ستونزې ختمې شي.
  • د ژورنالیزم څانګې استادان به په ټولنه کې د ناوړه کلتورونو د له منځه وړلو او په ځای یې د ملي، اسلامي او ټولنیزو موضوعاتو مثبتې برخې رواجوي.
  • د ژورنالیزم څانګې استادان د خپلو محصلانو پر مټ په ورځنیو ستونزو کار کوي او د ټولنې مشکلات به د رسنیو له لارې د حکومت تر غوږونو رسوي.
  • د ژورنالیزم څانګې فارغ محصلان به وخت په وخت له څانګې سره په اړیکه کې وي او د اړتیا په وخت کې به د خپل کار ماحول ستونزې شریکوي او د چارو لا ښه والي لپاره به څانګه مشوره ورکوي.
  • د څانګې او کاري شریکانو له خوا به ځینې علمي سیمینارونه، روزنیزې برنامې او د عامه پوهاوې چارې په ګډه پلانېږي او د تطبیق لپاره به یې هر اړخ تر خپل وس او توان پورې هڅه او همکاري کوي.
  • د ژورنالیزم څانګه به هڅه کوي چې وخت په وخت علمي برنامو کې خپلو کاري شریکانو ته هم ونډه ورکوي.
  • د ژورنالیزم څانګې امر او غړي به د خپلو کاري شریکو ادارو سره په ګډه د همکاري او همغږي ګروپ ولري، چې د اړتیا پر مهال یو له بل سره پر وخت خبر شي.
  • د څانګې استادان به د سمستر په جریان کې د خپلو پلانونو سره سم له رسنیو سره ناستې، په پروګرامونو کې ګډون کوي او په رسنیو کې د ستونزو اواري لپاره به مشوره ورکوي.
  • د څانګې استادان به له رسنیو سره د استخدام په چارو او د نویو کارکوونکو په روزنه کې د امکان تر حده مرسته او همکاري کوي.
  • په ټوله کې د ټولنې خبرولو، پوهولو او روزولو لپاره د ژورنالیزم څانګه له خپلو کاري شریکانو سره ګډ کار خپل مسوولیت بولي.
  • هڅه به کوو چې له خپلو کاري شریکانو سره یو ځای د پکتیا پوهنتون ژورنالیزم څانګه په ژورنالیزم پوهنځي بدله او دا څانګه د هیواد په کچه په یو معتبر رسنیز کور او د رسنیو سره د همکاري په یوه ستر مرکز بدله کړو.

    د ژورنالیزم څانګې لپاره دSWOT  تحلیل

     

    قوي ټکي (   Strength  )     

    • د څانګې د غړو ترمنځ همغږي
    • نږدې  نهه کلنه کاري تجربه
    • منظم درسي پلانونه او پروګرامونه لرل
    • د کیفیت د لوړاوي د پروسې موجودیت
    • د کیفیت د لواړوي په برخه کې د داخلي ارزونکو له خوا مثبته ارزول شوې څانګه
    • په تدریس کي د معلوماتي ټکنالوژۍ د نویو او عصري وسایلو او مېتودونو څخه ګټه اخیستنه
    • د عملي درسونو او څېړنو لپاره د اسانتیاوو موجودیت، لکه سبا ژورنالیست چاپي خپرونه او د راډیوګانو او ټلویزیون سره د همکاریو تړونونه لرل.
    • په ټولنه کي ښه نوم او اعتبار لرل 

    ضعیف ټکي(  Weakness )

    • د دوکتورا درجو لرونکو استادانو نه لرل
    • د کافی شمېر کادرونو نه لرل.
    • د زیربنايی تأسیساتو او نورو ودانیو کافي نه شتون
    • د ټرانسپورټي وسایلو کمښت
    • د علمي کادرونو او اداري پرسونل لپاره د اوسېدنې د اسانتیاوو نشتوالی
    • د تدريس لپاره په ملي ژبو د کتابونو کمښت
    • په کاپي شمېره د پرسونل نه درلودل.
    • په ټولګيو کې د محصلانو د شمېر ډېروالی
    • د څانګې د کتابتون او اجرایه مدیریتونو لپاره په تشکیل کې د ځای نه لرل.
    • لا هم په ادبیاتو پوهنځي کې د څانګې په توګه فعالیت کول چې دا جدي ستونزه ده او څانګه باید پوهنځي ته ارتقا وکړي.
    • د عملي کارونو لپاره د سټوډیوګانو نه شتون دی
    • د مطبعې نه لرل دي

     

    فرصتونه (Opportunities)

    • له لوړو زده کړو سره د سیمې د ځوانانو د لېوالتیا زياتوالی
    • د ډاډمن امنیت شتون
    • د زده کړو لپاره د مناسب اقليمي چاپيريال شتون
    • په ملي او محلي رسنیو کې د محصلانو لپاره د علمي کار کولو د فرصتونو شتون
    • له ملي او نړیوالو پوهنتونو سره د توامیتونو رامنځته کول
    • د هېواد او نړۍ په کچه له څېړنیزو مرکزونو سره اړیکې نیول

     

    ننګونې (Threats)

    • په اداري، مالي او اکاډمیکو برخو کې د خپلواکۍ نشتوالی
    • د کانکور له لارې د څانګې تر ظرفیت لوړ شمېر محصلانو معرفي کېدنه
    • په هیواد کې د اړتیا وړ د ماسټرۍ او دوکټورا په کچه د فارغینو نشتوالی (پر شرایطو برابر کادر په جذب کې خنډونه)
    • استادانو ته په هېواد دننه د ماستري کولو د فرصت نشتوالی

     

     

     

     

     

     

     

     

     

     

     

     

    دویمه برخه

    ودانۍ یا زیربنایي اړتیاوې

     

    فعلي وضعیت

    ژورنالیزم څانګه اوسمهال په ژبو او ادبیاتو پوهنځي کې د یوې څانګې په توګه کار کوي، چې د پنځه تنه استادانو په لرلو سره محصلانو ته نظري او عملي زده کړې ورکوي، د رسنیو د مطالعې خونه لري چې محصلان پکې د نویو رسنیو مطالعه کوي او همدارنګه خپل عملی فعالیتونه پکې ترسره کوي. د سبا ژورنالیست په نوم یوه مهالنۍ خپرونه لري چې محصلان یې په خپله ټولې چارې پر مخ وړي او خپروي یې. یو کتابتون لري او پکې زخیره شوي کتابونو څخه محصلان استفاده کوي.

    اړتیاوې

    • څانګه پوهنځي ته لوړیدل لومړنۍ او جدي اړتیا ده.
    • د ډيپارټمنټ لپاره د ځانګړو اداري او تدریسي خونو جوړېدل
    • د څانګې د کتابتون  او کمپیو تر لیب لپاره مناسب ځای پيدا کول؛ څو محصلان پکې مطالعه هم وکړي
    • میډیا سنټر لرل، چې پکې اداري او تدریسي خونې هم وي، د مطبعې، راډیو او ټلویزیون لپاره هم مناسب ځای ولري، څو په سیمه کې د رسنیو معتبر کور له همدې څانګې څخه جوړ شي.
    • د کمپيوتر لېب لپاره مناسب ځای
    • د استادانو او محصلانو لپاره انټرنېټي اسانتياوې برابرول
    • د پورته ذکر شويو ضرورتونو د لا معلوماتو لپاره بودجوي جدول ته د مراجعه وشي.

     

     

     

     

     

     

     

    درېیمه برخه

    اکاډمیکې کړنې

     

    ژورنالیزم څانګه اوسهمال (۴) ټولګی لري، چې  د لسانس په کچه زده کړې په کې ترسره کيږي.

    په ژورنالیزم څانګه کې محصلاند نظري درسونو سره سره د عملي زده کړو لپاره له شته منابعو او فرصتونو څخه استفاده کوي او د استادانو هڅه دا ده چې محصلان دې یې د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو د کریکولمونو مطابق کریکولم په وسیله د بازار غوښتنو ته وروزل شي، چې له فراغت وروسته په خپل ورسپارل شوي مسوولیت کې بریالی واوسي. د بیلګې په توګه زموږ هڅه دا ده چې د ملي راډیو ټلویزیون، خصوصي راډیوګانې او خپله د څانګې څخه خپرېدونکې سبا ژورنالیست جرېدې له امکاناتو په استفادې محصلان په مسلک کې د معیارونو مطابق مهارتونه خپل کړي.سبا ژورنالیست له څانګې خپرېدونکې جریده ده او د خپرونو رسمي جواز لري.

      د علمي څېړنې، نوښت او انتقادي تفکر عامېدنه

    علمي څېړنې، نوښتونه او انتقادي تفکر د اکاډیمیک چاپېریال د ودې او پرمختګ لپاره درې اړین ارزښتونه او هدفونه دي. ژورنالیزم څانګه په پام کي لري، چي په خپلو علمي، تدریسي او اداري چارو کې دغو درېو ارزښتونو ته پوره پام وکړي او خپلې چارې د دغو اصولو پر بنسټ مخته یوسي؛ نو د ژورنالیزم څانګې استادان به په بېلا بېلو برخو کې د خپلو علمي ترفيعاتو، په ټولنه کې د مثبتې ونډې لرلو او د ټولنیز شعور لوړاوي په موخه تحقیقات کوي.

    علمي څېړنه

    څېړنه په اکاډیمیک چاپېریال کي د یوه مهم ارزښت او فعالیت په توګه مطرح ده. د ژورنالیزم څانګې استادان خپلې څېړنې د خپلو علمي موندنو ډېرولو او د ژورنالیزم برخې محصلانو او نورو لارویانو سره په مسلکی برخه کې د مرستې کولو په موخه ترسره کوي. د ژورنالیزم څانګې رهبري د علمي څېړنو د عامولو او ډېرولو لپاره پوره هلې ځلې کوي او له ټولنې سره یې شریکوي، څو خپلو ارو موخو ته ورسیږو.

    کړنلارې

    • د علمي څېړنو ډېرول، خپرول او د پوهنتون په علمي او نورو نړیوالو علمي مجلو (ژورنالونو) کې چاپول.
    • د استادانو د ترفیعاتو او مستقلو تحقیقاتو د اجرا کولو، یا هم د لا لوړو زده کړو لپاره د پروپوزلو چمتو کول او تعقیبول.
    • د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو له لارې ټولو، په ځانګړي ډول نویو استادانو او ژورنالیستانو ته د څېړنې اهمیت او په تدریسي پروسه کې د هغې د ترویج لارې چارې ښوول.
    • روزل شوي استادان به مکلف وي چې محصلانو ته وروښيي چي په څه ډول خپلې صنفي پروژې، سیمینارونه، ګروپي کنفرانسونه، مونوګرافونه او نورې زده کړییزې پروسې د نویو څېړنیزو مېتودونو په مرسته ترسره کړي او له دې لارې علمي څېړنې او له نړیوالو څېړنیزو پایلو څخه ګټه اخیستنه په ټوله تحصیلي پروسه کې دود او عام کړي.
     

    څلورمه برخه

    ظرفیت لوړونه

    پېژندنه: د ژورنالیزم څانګه د ښه او پر وخت پرمختګ لپاره ژمنه ده چې د ظرفيت لوړولو برخه کې اړین اجراات وکړي، هغه که د محصلانو ظرفیت لوړول دي او که د استادانو او ژورنالیستانو .

    د استادانو او اداري کارکونکو ظرفيت لوړونه: د ژورنالیزم څانګې د ښه او لا پرمختګ لپاره اړينه ده چې د ظرفيت لوړونې په برخه کې اړين کارونه ترسره شي. یاد هدف ته درسېدو په موخه د ژورنالیزم څانګې د ظرفيت لوړونې چارې په لاندنيو برخو وېشل شويدي.

    ماسټري پروګرام

    داچې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، څو کادر ته جذبېدونکي استادان باید د ماسټرۍ تحصیلي درجې ولري، خو د اوسمهال لپاره استخدام شوي لیسانس استادان باید ټول د هېواد د ننه او د باندې د ماسټرۍ زدکړو لپاره واستول شي، څو د ماسټرۍ تر کچې پورې زدهکړې بشپړې کړي.

    هغه استادان چې تحصيلي درجه يې ليسانس ده او يا په همدې درجه نوي استخدامېږي؛ دې ته اړتيا لري چې تحصليي سويه يې لوړه شي او په همدې اساس بايد د هيواد د ننه او بهر د ماسټرۍ زده کړو لپاره واستول شي. اوسمهال ژورنالېزم څانګه پنځه تنه استادان لري چې یو تن یې لیسانس او څلور یې د ماستري درجې لرونکي دي.

    تمه ده چې لیسانس استاد به یې هم د هیواد سره د مرستندویه بورسونو له لارې د ماستري زده کړو لپاره له هیواده بهر لاړ شي او د خپلې خاورې او ولسونو د خدمت لپاره به خپله تحصیلي درجه لا لوړه کړي.

    دوکتورا پروګرام: په ژونالېزم څانګه کې اوس مهال درې  تنو د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې دي او یو تن یې د ماستري تکمیلو په حال کې دي، تمه ده چې ماستر استادانو ته به د دکتورا زمینه سازي وشي او  راروانو پنځو کلونو کې به لږ تر لږه درې تنه دکتور استادان ولرو چې په مټ یې په راتلونکي کې دا څانګه د ماستري برنامه هم پیل کولی شي.

    کړنلاره:

    ۱۴۰۶

    ۱۴۰۵

    ۱۴۰۴

    ۱۴۰۳

    ۱۴۰۲

    د استادانو تعداد

    علمي درجه

    ګڼه

    ۰

    ۰

    ۰

    ۰

    ۱

    ۱

    لسانس

    ۱

    ۷

    ۶

    ۵

    ۴

    ۴

    ۴

    ماسټر

    ۲

    ۳

    ۲

    ۱

    ۰

    ۰

    ۰

    دوکتورا

    ۳

                       

    لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه: دا چې د وخت په تېرېدو سره نړۍ د چټک بدلون په حال کې ده، نو طبعي خبره ده، چې ژورنالیزم او نورو پیداګوژیکو برخو کې هم بدلون راځي؛ نو د څانګې استادان او په ځانګړي ډول نوي ګمارل شوي استادان دې ته اړتيا لري، چې وخت ناوخت  یې د مسلکي او پیداکوژیکو مهارتونو کچه لوړه شي، د دې تر څنګ د اړتيا له مخې په بېلابېلو برخو کې د لوړ رتبه او تجربه لرونکو استادانو علمي او عملي تجربې دوی ته انتقال شي، نو په همدې اساس بايد د څانګې کادري غړي په مسلکي لحاظ له علمي او عملي اړخه د ظرفيت لوړونې په موخه لنډمهالو روزنيزو کورسونو ته معرفي شي؛ څو له يادو کورسونو څخه د لاسته راوړو تجربو له مخې وکولی شي؛ وړ ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

    کړنلاره

    • د استادانو لپاره د اکاډمیکې لیکنې د زدکړې په موخه د روزنیزو پروګرامونو نیول
    • د استادانو لپاره د علمي څېړنې په موخه د روزنیزو پروګرامونو جوړول
    • د استادانو لپاره د OBE-SCL ورکشاپونو دايرول
    • د استادانو لپاره د لیډرشیپ او منجمنټ زدکړې په موخه د روزنیزو پروګرامونو جوړول
    • د استادانو لپاره د ICT په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو جوړول
    • استادانو ته د ظرفیت لوړولو په اړه د پوهاوي روزنیزو پروګرامونو جوړول
    • استادان اړ ایستل تر څو د نړیوالو ژبو څخه د علاقې وړ ژبې کورسونو کې پوره ونډه واخلي او اړوند سندونه تر لاسه کړي.
    • په ملي او نړیوالو کورسونو کې د ګډون لپاره استادانو ته زمینه سازي کول
    • او نور هغه اړین پیداګوژیک مسایل، ګوم؛ چې د ورځې له غوښتنو سره برابر وي.

     

     

     

     

     

     

     

     

     

    پنځمه برخه

    ټکنالوژي

     

    ژورنالیزم څانګه اوس مهال په ټکنالوژي سمبال دوه ټولګي لري، چې هم پکې انټرنیټ فعال دی او هم د مجهزو سکرینونو په مرسته ورته تدریس کېږي.

    تمه ده چې په راتلونکي کې به دا سکرینونه په لویو سکرینونو بدل شي او د ټکنالوژي په برخه کې به له نویو امکاناتو استفاده وکړو.

     

    کړنلاره

    د پوهنځي او پوهنتون ریاست دې وهڅول شي چې محصلانو ته د عملي کار لپاره په ټکنالوژي سمبال یوه سټوډیو جوړه شي.

    د پوهنتون ریاست دې په خپل بودجوي پلان کې د نوي عصر سره سمې کیمري، ریکارډر او تخنیکي وسایلو اخیستل جای کړي او د څانګې په واک کې دې یې ورکړي.

     

     

     

     

     

     

     

     

     

    شپږمه برخه

    مالي خپلواکي

    د لوړو زده کړو  وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي استقلالیت پالیسي، چې د لوړو زده کړو په عالي شورا کې تایید شوېده، په نږدې راتلونکي کې به لومړی د مرکز په پوهنتونونو او بیا وروسته د هېواد په نورو پوهنتونونو کې تطبیق شي. د دغې مقررې پر بنسټ به پوهنتونونه وکړای شي، چې د پولي عایداتو امکانات ترلاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه اومصرف کړي.

    پکتیا پوهنتون به هم که د الله ج رضا وه د مالي خپلواکې په ترلاسه کولو سره خپلو ټولو اړوندو پوهنځيو او څانګو ته د مالي خپلواکي له روحیې سره سم خپل صلاحیتونه ورکړي، چې د خپلواکې بودجې جوړول او مالي لګښت څخه به پکې زموږ څانګه هم برخمنه شي.

    کله چې پوهنتونونه په مالي لحاظ خپلواک شي بیا به د وسایلو پېرېدلو او ستونزو هواري لپاره خپل پلان او د مصارفو او لګښت پالیسي ولرو او هر څه به له لنډ او شفاف پروسیجر څخه تر تېرېدلو وروسته د څانګې د استادانو او محصلانو په واک کې ورکول کېږي.

     

    اوومه برخه

    بودیجه

    د ژورنالیزم څانګې د ستراتیژیک پلان د عملي کولو او د ذکر شویو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ځانګړې بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي چې تفصیل یې په لاندې ډول دی.

    ګڼه

    دساختمان ډول/ فعالیتونه

    واحد

     

    پانګه

    ( په افغانیو)

    د فعالیت د اجرا کېدو موده

    تمویل کوونکې اداره

    کتنې

    مقدار

    ۱۴۰۲

    ۱۴۰۳

    ۱۴۰۴

    ۱۴۰۵

    ۱۴۰۶

     

    د زیربنا برخه

     

    ۱

    تدریسي او اداري تعمیر جوړول

     تعمیر

     

    ۱

    پنځه پنځوس ملیونه افغانۍ

     

     

     

     

     

    دولتي بوديجه ،

     

    ۲

    د کمپیوټر لیب لپاره د یوې پراخه خونې جوړول.

    خونه

    ۱

    پنځه ملیونه افغنۍ

     

     

     

     

     

    پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت

     

    ۴

    د  ژورنالیزم څانګې د چاپي ژورنالیزم لپاره د یوې کاري خونې جوړول.

    خونه

    ۱

    اته ملیونه افغانۍ

     

     

     

     

     

    //

     

    ۵

    د راډیو او ټلویزیون جوړول

    وسایل

     

    پنځلس ملیونه افغانۍ

     

     

     

     

     

    پوهنتون ریاست او لوړو زده کړو وزارت یا نړیوالې مرستندویه ادارې

     

    ۶

    ماستري ته (خارج) د ۲ تنه استادانو لېږل

    فی نفر

    درې ملیونه افغنۍ

    شپږ ملیونه

     

     

     

     

     

    //

     

    ۷

    دوکتورا ته د څلورو استادانو لیږل

    فی نفر

    ۴ ملیونه افغانۍ

    ۱۶ ملیونه افغانۍ

     

     

     

     

     

    //

     

    ۸

    د محصلینو علمي سفرونه

     

     

     

     

    دوه ملیونه افغانۍ پنځه سوه زره افغانۍ

     

     

     

     

     

    //

     

    مجموعي مصارف

     

     

     

    ۱۰۷ ملیونه افغانۍ

     

     

     

     

     

     

     

     

    د ژورنالیزم څانګې (۱۴۰۲  تر  ۱۴۰۶ )کلونو لپاره د پنځه کلن ستراتېژيک پلان طرحه چې د ګومارل شوې ستراتېژیک پلان کمېټې لخوا ترتیب او بشپړه شوه، د تایید لپاره د د څانګې شورا ته وړاندې شوه او څانګې د (۱۰) پروتوکول او (۲۸ / ۱۰ / ۱۴۰۱ ) نېټه کې تاید کړې ده، د پوهنځي علمي شورا ته یې بشپړه طرحه وړاندیز شوه، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د علمي شورا په (                          )  نېټه غونډه کې، چې د پروتوکول شمېره یې (      ) ده، د رایو  په يووالي تایید او تصویب ده.

     

    په خورا درنښت

     

    د ژورنالیزم څانګې آمر

    پوهنیار نور اغا نوري