د افغانستان علومو اکاډمۍ پکتیا پوهنتون سره د سلو په شاوخوا کې د علمي کتابونو مرسته وکړه.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۱:۴۰

د افغانستان علومو اکاډمۍ پکتیا پوهنتون سره د سلو په شاوخوا کې د علمي کتابونو مرسته وکړه.
د علومو اکاډمي د علمي څېړنو او مطالعاتو رییس ښاغلي څېړندوی محمد سرور احمدزي له خوا پکتیا پوهنتون عمومي کتابتون سره د سلو په شاوخوا کې بېلابیل تحقیقي او تخلیقي کتابونه مرسته وشوه.
دا په داسې حال کې ده، چې پخوا هم یادې ادارې پکتیا پوهنتون سره د کتابونو او نورو علمي برخو کې مرستې کړي.
د علومو اکاډمي لوی رییس ښاغلي څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکیب د پکتیا پوهنتون له رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي سره ژمنه وکړه، چې په نیږدې راتلونکې کې به د دواړو ادارو لخوا د همکاریو ګډ تړونلیک لاسلیک شي او یادې ادارې به په مختلفو برخو کې له یو بل سره همکاري کوي، چې دغه ګډې همکارۍ او ګډ کار به د دواړو ادارو د لا پرمختګ لامل شي.
اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS