د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي امریت له لوري د پوهنتون کارمندانو ته له الکترونیکي وسایلو څخه د غوره استفادې کولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۸
weeb

د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي امریت له لوري د پوهنتون کارمندانو ته له الکترونیکي وسایلو څخه د غوره استفادې کولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د  شعبان المعظم (۱۳)مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال سلواغې  میاشتې له (۱۲)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون معلوماتي ټکنالوژي امریت له لوري د پوهنتون کارمندانو ته له الکترونیکي وسایلو څخه د غوره استفادې کولو په موخه یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

دغه یو ورځني ورکشاپ کې چې د معلوماتي ټکنالوژي د آمر عبدالبصیر سیرت او دمعلوماتي ټکنالوژی عمومي مدیر سید مقصود موسوي له لوري د (پرنټرونو او کاپي ماشینونو پر فعالولو او انسټالیشن، د پرنټرونو رنګ او کارټېج اچولو، د پرنټرونو میموري خالي کولو او ریسیټ کولو) پر موضوعاتو باندې پریزینټېشنونه ارایه او د ورکشاپ برخوالو ته دا ټول څه عملا هم وښودل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS