پکتیا پوهنتون کې پر دوه بېلا بېلو موضوعاتو د (ځوانانو په ژوند کې د نوښت او ابتکار ارزښت) او د (اسلام له نظره د ژوند او زده کړې هدف) ترسرلیکونو لاندې محصلانو ته علمي سمینارونه دائر شول.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۴:۵
shagf

پکتیا پوهنتون کې پر دوه بېلا بېلو موضوعاتو د (ځوانانو په ژوند کې د نوښت او ابتکار ارزښت) او  د (اسلام له نظره د ژوند او زده کړې هدف) ترسرلیکونو لاندې محصلانو ته علمي سمینارونه دائر شول.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون  د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو په ګډو هڅو پر دوه بېلا بېلو موضوعاتو د (ځوانانو په ژوند کې د نوښت او ابتکار ارزښت) او  د (اسلام له نظره د ژوند او زده کړې هدف) ترسرلیکونو لاندې محصلانو ته علمي سمینارونه دائر شول.

په دائر شویو سمینارونو کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د کابل ولایت څخه راغلي مېلمه شیخ الحدیث والقران و مولوي عبدالرحمن اخندزاده، د پوهنتون مرستیالانو، د دعوت او ارشاد آمریت مسؤلینو، د پوهنتون استادانو او د بېلا بېلو پوهنځيو محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د سمینار برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ د کابل ولایت څخه راغلي مېلمه شیخ الحدیث والقران و مولوي عبدالرحمن اخندزاده صاحب څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د نن ورځې د مجلس او پروګرام برخوال دی.

ښاغلي حمدي همدارنګه د خپلو خبرو پر مهال محصلان وهڅول څو په دا ډول علمي پروګرامونو او برنامو کې ورسره فعاله ونډه واخلي او هیڅکله دې، دا ډول فرصتونه نه ضایع کوي.

پوهنتون رئیس همدارنګه د علم او پوهې پر ارزښت او اهمیت هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

ورپسې د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د (ځوانانو په ژوند کې د نوښت او ابتکار ارزښت) تر سرلیک لاندې علمي سمینار ارایه کړ.

ښاغلي حکمت په خپل سمینار کې برخوال ډېرې مطالعې، ډېرې پوهې، ابتکار او نوښتیز فکر ته وهڅول، څو پر اساس یې وکولای شي د ټولنې او جامعې رښتیني استازي او خادمین جوړ شي.

وروسته د کابل ولایت څخه راغلي مېلمه شیخ الحدیث والقران و مولوي عبدالرحمن اخندزاده د ( اسلام له نظره د ژوند او زده کړې هدف) تر سرلیک لاندې پر  موضوع له ګډونوالو سره خورا ګټور مالومات شریک کړل.

قدرمن شیخ صاحب  په خپلو خبرو کې محصلینو ته په خطاب کې وویل د ژوند او زده کړو اصلي هدف او موخه دې د اسلامي ټولنې او جامعې رښتینی خدمت وګڼي.

قدرمن اخندزاده صاحب همدارنګه د خپل سمینار پر مهال په اوسني عصر کې د علومو پر ارزښت، اهمیت او ورته د اسلامي ټولنې پر اړتیا هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.

هغه همدارنګه په خپل علمي سمینار کې محصلان تر ډېره د علومو، فنونو، مهارتونو او پوهې ترلاسه کولو او د اسلامي ټولنې خدمت ته وهڅول څو د انسان د پیدایښت اساسي موخه او هدف ترلاسه شوی وي.

پروګرام د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمد خان روحاني له لوري د دعایې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۲۷
Background image

وزیر محترم تحصیلات عالی از پروژه‌های عمرانی تحت کار پوهنتون پکتیا بازدید بعمل آورد.

محترم شیخ‌الحدیث مولوی نداء محمد ندیم وزیر تحصیلات عالی، در جریان سفر رسمی خویش به ولایت پکتیا، از پروژه‌های عمرانی لیلیه محصلان و مسجد شریف پوهنتون پکتیا بازدید و نظارت بعمل آورد

شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۴:۲۱
Background image

کارهای باقی‌ماندۀ ساختمان لیلیۀ شش طبقه‌یی پوهنتون پکتیا دوباره آغاز شد.

کار تکمیل بخش‌های باقی‌ماندۀ یک ساختمان شش‌طبقه‌یی لیلیه در پوهنتون پکتیا، با هزینۀ بیش از ۲۰ میلیون و ۴۰۰ هزار افغانی از بودجۀ انکشافی وزارت تحصیلات عالی، آغاز گردید.

در مراسم افتتاح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۴۷
Background image

کار ساخت دستگاه سوزاندن زباله‌های شفاخانه‌ای به ارزش صدها هزار افغانی در شفاخانه تدریسی مربوط به پوهنتون پکتیا آغاز شده است

به گفته داکتر رحمت‌الله منیب، رئیس شفاخانه تدریسی مربوط به پوهنتون پکتیا، این دستگاه سوزاندن زباله‌های شفاخانه‌ای به ارزش چهارصد هزار افغانی، با حمایت مالی مؤسسه پیومایی در شفاخانه. . .

BACK TO NEWS