د پکتیا پوهنتون علمي او محصلانو چارو معاونیتونو په ګډه د پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو او څانګو آمرینو سره د همغږي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي او محصلانو چارو معاونیتونو په ګډه د پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو او څانګو آمرینو سره د همغږي ناسته دائره شوه.
سه شنبه د ۱۴۴۶کال شعبان ۱۲مه، د پکتیا پوهنتون علمي او محصلانو چارو معاونیتونو په ګډه د پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځيو د څانګو آمرینو سره د همغږي ناسته دائره شوه.
په دغه ګډه ناسته کې چې، د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم، د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د بېلا بېلو پوهنځيو د څانګو آمرینو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدلله مسلم د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او د خبرو پر مهال یې په ۱۴۰۴ کال کې د محصلانو د کیفیت لوړونې په برخه کې د استادانو نظریات مهم وبلل او ورسره یې د شریک کولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مسلم د خبرو پر مهال وویل ټولې هغه ستونزې باید په نښه شي چې، د محصلانو د کیفیت لوړاوي په برخه کې موجودې دي او ورته د حل مناسبې لارې ولټول شي.
ورپسې د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د خبرو پر مهال وویل د محصلانو په برخه کې د کیفیت لوړاوي لپاره د یوې کمېټې په جوړولو کار کوي، چې پر اساس به یې د محصلانو د کیفیت لوړاوي په برخه کې ډېره مرسته شوې وي.
ښاغلي خپلواک د خبرو پر مهال د څانګو له آمرینو څخه وغوښتل کومې ستونزې چې دوی اوس ورسره لاس او ګریوان دي په نښه او د محصلانو چارو له معاونیت سره دې شریکې کړي.
وروسته ناسته کې د بېلا بېلو پوهنځیو د څانګو آمرینو نظریات شریک او واورېدل شول او ټولو هیله څرګنده کړه چې دغو ستونزو او نظریاتو ته به رسیده ګي کیږي.