پیام رئیس پوهنتون

د پکتیا پوهنتون د رئيس پیغام

په سر کې داسلامي امارت له قدرمن او علم پرور مشرتابه، د لوړو زده کړو وزارت له معزز مقام، د وزارت له ویاړمنو مرستیالانو او رئیسانو څخه په خورا درنښت  او علمي مینه شکر ګزاري او مننه کوم چې د پکتیا پوهنتون له ادارې، علمي قشر او محصلانو سره يې له توقع او هیلو څخه لوړ شفقت او علمي مینه کړې ده. د وخت غوښتنو سره سم يې د پوهنتون فزیکي او معنوي اړتیاوې پوره کړې او زموږ ملا تړ ئې کړی دی، چې دغه نه هېریدونکی احسان او علمي مینه يې د لویې پکتیا ولسونو، د پوهنتون استادانو او منسوبینو په استازیتوب په ادبي تورو او جملو ستایم، دا وړ کړنې علم او پوهې ته د مشرانو ژمنتیا او دې برخه کې د خدمت کلک هوډ په ډاګه کوي.

د پکتیا پوهنتون اداره په پام کې لري چې په را روانو پنځو کلونو کې د ټولو دولتي ادارو سره ښه همغږي او همکاري ولر، موږ به په پکتیا او سیمه کې شته ادارو سره د بېلابېلو برخو مسلکي او روزنیزو سیمینارونو او عملي لارښودونو له لارې همکاري ته دوام ورکړو؛ هڅه به مو دا وي چې په اداراتو  کې شته ظرفیتونه لا پیاوړي کړو او د ځينو نویو کاري موضوعاتو په اړه يې مسوول منسوبین وروزو.

پکتیا پوهنتون په خپل تېر کم عمر کې د کیفیت او کمیت له اړخه کال په کال وده کړې او له نیکه مرغه د هېواد په کچه علمي مراکزو تر منځ د کیفیت لوړاوي برخه کې بې ساري پرمختګونه او خورا ښه نوم لري. د دې لپاره چې د دې ستر علمي مرکز د لاښه والي، پایښت او پرمختګ په موخه کار وکړو؛ نو ټولې سرچینې باید په اغېزمنه او ګټوره توګه وکارول شي ، چې دې کار ته چوکاټ او اوږدمهالي پروګرامونه په کار دي.

دې اړتیا ته په کتو د پوهنتون رهبري وپتېیله، چې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره سم، د هیوادوالو غوښتنو او د پوهنتون اوسنیو شرایطو ته په پام یو پنځه کلن ستراتيژیک پلان جوړ کړي، چې د علمي چارو معاونیت تر مشري لاندې اړوندې کمیټې ته دنده وسپارل شوه او له نیکه مرغه چې دې کمیټې د خپل دوامدار کار په جریان کې د یوه ښه ستراتيژيک پلان مسودې د ترتیب لپاره خپلې هڅې او خواري ونه سپمولې.

د پوهنتون  له ټولو استادانو، اداري کارکوونکو، محصلانو، او بیروني ذیدخله ادارو او د نظر خاوندانو څخه مننه چې د دې ستراتیژیک پلان په اړه یې راسره خپل لیدونه او اندونه شریک کړل. هیله من یم، چې د لوړو زده کړو محترم وزارت به زموږ د دې ستراتیژیک پلان غوښتنې چې د پوهنتون بنسټیزې اړتیاوې په ګوته کوي، په خپل راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې ځای پر ځای کړي او په اړه به یې خپلې مرستې دریغ نه کړي،چې موږ وکولی شو ټولنې ته په اسلامي او ملي فکر سمبال، په کارپوه، وطن پالونکي او زړه سواند کادرونه، چې وکولی شي د ټولنې اقتصادي او ټولنیز کاروان په خوځښت او منزل ته رسولو کې اړینه ونډه ولوبوي، وړاندې کړو. په هر اړخ کې په ځان متکي علمي مراکزو لا غوړېدا په هیله.

په خورا درنښت

مولوي عبدالحکیم حمدي

د پکتیا پوهنتون رئیس