ادبیاتو پوهنخي لرلید او ماموریت
ادبیاتو پوهنخي لرلید او ماموریت
لرلید
د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د مثبت ټولنیز او فرهنګي بدلون او بډاینې لپاره کار کوي، چې له دې لارې ټولنه په علمي، فرهنګي او معنوي اړخونو کې له دوامدارې سوکالۍ او پرمختللې بڼې برخمنه شي.
د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د (هر محصل باید بریالی) تګلارې په رڼا کې په فرهنګي، ادبي، ملي ـ نړیوالو ژبو او رسنیزو برخو کې په اسلامي روحیه سمبال، له نړیوالو معیارونو سره برابر، د څېړنیزو او کاري مهارتونو درلودونکي کادرونه روزي.
ارزښتونه
- ظرفیت لوړونه
- مثبت ټولنیز بدلون
- ټولنیز خوندیتوب
- له ټولنې سره په علمي، فرهنګي، ادبي او رسنیزو برخو کې ګډون
- روڼوالی
- کیفیت
- عدالت
- د څېړنیزو مهارتونو ترویج
- ټولنې اړو کاري بازار ته په کتو د محصلانو علمي او عملي روزنه
- په روزنیز چاپېریال کې اسلامي او ملي افکارو ته درناوی او بشپړه پاملرنه
- په تحصیلي او اداري بهیر کې د مساوات، مشارکت او د متقابل احترام اصولو رعایت
- علمي خپلواکي
- باکیفیته او معیاري زده کړي
- صلاحیت، مسولیت او حساب ورکونه
- د څېړنیز کلتور بډایه کول
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي کتلاک لاندی لینک کی کتلاي شي.
د ادبیاتو پوهنځي نوي ستراتیژیک پلان لاندی لینک کی کتلای شی.