پکتیا پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمیټې نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۷
str

پکتیا پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمیټې نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د۱۴۴۶کال، رمضان میاشتې په ۴مه، پکتیا پوهنتون کې د ستراتیژیک پلان کمیټې نوبتي ناسته دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم په ګډون د کمیټې نورو غړو برخه درلوده ، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د علــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د کمېټې غړو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو برخوالو څخه یې مننه وکړه، چې ورسره د نوبتي ناستې برخوال دي.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د تېرې ناستې د پرېکړو پر تعقیب، د ځینو اړینو راپورونو ترتیب کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازمې پرېکړې هم وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS