پکتیا پوهنتون ۱۴۰۰ کال، دکب ۷

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۲ - ۱:۲۳
ass

۱۴۰۰ کال، کب ۷ مه ، پکتیا پوهنتون

شنبه د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د پوهنتون پیل په مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د پوهنتون ریاست مقام لخوا ترتیب شوې وه، پکې د پکتیا والي شیخ محمد علي جان احمد، اقتصاد رئیس مولوي راشد، اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي خالقیار احمدزي، مستوفیت رئیس او یو شمېر نورو دولتي او غیري دولتي چارواکو برخه درلوده.

پروګرام د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شو، ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه.

پوهنتون رئیس علمي مرکزونه او تحصیلي ادارې د نظام ستنې یاد کړه، په خبره یې که کار ورته وشي، هغه ستونزي چې نن افغانستان او موجوده نظام ورسره لاس او ګریوان دی ژر به له منځه لاړې شي.

ورپسې د پکتیا والي شیخ محمدعلی جان احمد خبرې وکړې، نوموړي خوښي وښوده چې له کلونو ځنډ ورسته تحصیلي ادارې په داسي حال کې درسونه پيلوي چې په ټول هیواد کې بشپړ اسلامي نظام قایم دی.

پکتیا والي د علم پر ارزښت مفصل بحث وکړ او په خبره یې د دیني زده کړو سره په څنګ کې عصري زده کړې وخت او شرایطو ته په کتو مهم ضرورت دی.

هغه د پکتیا پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته په خطاب کې وویل چې خپلو چارو ته متوجې شي، په پوره اخلاص او صداقت خپل کارونه مخته یوسي.

د پکتیا والي شیخ محمد علي جان احمد د وینا په ورستۍ برخه کې پوهنتون ته راغلو محصلینو ته ښه راغلاست وویلو او پکتیا پوهنتون سره یې د هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ.

د پکتیا پوهنتون استادانو په نمایندګي د طب پوهنځي رئیس پوهنیار محمد شریف فرقاني ناستې ته خبرې وکړې.

هغه د مکتب، مدرسې او پوهنتون تر منځ د فاصلې پر ختمولو ټینګار درلود، هغه دا ټول د هیواد او ټولنې ضرورتونه یاد کړل.

ښاغلي فرقاني له ولایتي ادارې څخه وغوښتل چې له پوهنتون سره دې پوره همکاري وکړي، تر څو د پکتیا پوهنتون نیمګړې پروژې بشپړې شي.

هغه په نړیواله ټولنه هم غږ وکړ چې له نوي حکومت سره دي تعامل وکړي، په یوه او بله بهانه دي افغان ولس ته سزا نه ورکوي.

ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو لوی مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS