د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د پکتیا پوهنتون علمي کادرونو او محصلانو له خوا شپږ علمي سمینارونه وړاندې شول. ۱۳۹۹/۱۲/۲۷

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۳۸

 

د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د پکتیا پوهنتون علمي کادرونو او محصلانو له خوا شپږ علمي سمینارونه وړاندې شول.
۱۳۹۹/۱۲/۲۷
نن ورځ د پکتیا پوهنتون په تالار کې د یاد پوهنتون درو تنو علمي کادري غړو او درو تنو محصلانو له خوا (د کمال خان بند تاریخي او اقتصادي ارزښت) تر موضوع لاندې شپږ سمینارونه وړاندې شول.
د سمینارونو پیل د قرآنکریم په مبارکو آیاتونو وشو.
د شروع او ښه راغلاست وینا د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل ډاکټر عبدالله احمدي وکړه.
ورپسې د سمینارونو لړۍ پیل شوه:
د ښوونې او روزنې پوهنځي تاریخ څانګې استاد پوهنیار عتیق الله سروري (اهمیت تاریخي و اقتصادي ولایت نیمروز و بند کمال خان)، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنیار جانداد جهاني (د کمال خان بند اقتصادي ارزښت) ، د انجینري پوهنځي استاد پوهنیار سید میر آقا معنوي (د کمال خان بند تاریخ تر شاه خبرې او د شریکو اوبو مشکلات)، د انجینري پوهنځي څلورم ټولګي زده کړیال سیدالله سروري د (کمال خان بند)، د انجینري پوهنځي څلورم ټولګي زده کړیال عبدالصمد فدا (په چاپیریال باندې د بندونو مثبتې او منفي اغیزې) او ابرارالحق شیرزاد د انجینري پوهنځي څلورم ټولګي زده کړیال د (اوبو او هوا ککړتیا) تر عنوانونو لاندې یو پر بل پسې ګټور سمینارونه وړاندې کړل. په وړاندې شویو سمینارنو کې د کمال خان بند په سیاسي، اقتصادي، تاریخي، جغرافیوي او ... اړخونو باندې ګټور او هر اړخیز مالومات وړاندې شول.
د محصلانو چارو مرستیال د سمینارونو وړاندې کوونکو څخه مننه وکړه، نوموړي له ټولو محصلانو څخه غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي کې هم د هېواد په ملي شتمنیو سمینارونه وړاندې کړي او په یادو برخو کې څېړنې او تحقیق وکړي.
د یادو سمینارونو ارزونه د انجینري پوهنځي رئیس پوهنیار حمیدالله صدیقي له خوا وشوه نوموړي ټول سمینارونه مثبت وارزول او وړاندې کوونکو ته یې د لا بریاوو غوښتنه وکړه.
اداره

Translated

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو

د پکتیا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د درېیمو او څلورمو ټولګیو محصلانو ته د پروپوزل لیکنې او مونوګراف لیکنې تر سرلیک لاندې دوه ورځنی سمینار وړاندې شو.

چهار شنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د. . .

BACK TO NEWS