دپوهنځی لرلیداو رسالت

داقتصادپوهنځی موخه اوماموریت

د اقتصاد پوهنځی معرفي

 اقتصاد پوهنځی د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د اداره او تشبثاتو څانګې په درلودلو سره په ۱۳۹۲ ل. ل. کال کې تاسیس او په ۱۳۹۳ ل. ل. کال په پیل کې د لومړي ځل لپاره د کانکور ازموینې له لارې   بریالي شوي محصلان جذب کړل. په ۱۳۹۴ ل. ل. کال کې د مالي او بانکي څانګه هم په ياد پوهنځي کې ایجاد شوه.

 اقتصاد پوهنځي کې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۵۵۰ محصلانو ته په دوو څانګو کې د یوولسو تنو علمي کادرونو لخوا د لسانس په کچه تدریس او روزنه ورکول کیږي. د علمي کادرونو د تشکیل سربیره اقتصاد پوهنځی، تدریسي عمومي مدیریت، اجرائیه مدیریت او خدماتي کارګر هم په خپل تشکیل کې لري

 .1 انځور: د اقتصاد پوهنځی تعمير، ۱۳۹۵ کال.

 

 اقتصاد پوهنځی له ۱۳۹۵ ل ل کال راپدېخوا له پنځو دولتي او خصوصي ادارو لکه مستوفیت، ګمرک ، عزیزي بانک، جهان د پوهنتون او سوداګري او صنایعو خونو سره د محصلانو د عملي زده کړو د ترسره کولو په   موخه د همکاري توامیتونه لاسلیک کړي دي.

  د چارو د ښه پرمختللو په خاطر اقتصاد پوهنځی اوسمهال (۱۲) دولس فعالې کمېټې لري.

  اقتصاد پوهنځی تر دې مهاله د فراغت په تېرو دریو دورو کې ۴۱۱ تنه محصلان چې ۱۴ تنه پکې ښځينه محصلانې وې ټولنې ته د غوره خدمت په موخه فارغ او وړاندې کړي دي.

 .2 انځور: په ۱۳۹۷ ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځی د فارغ التحصيلانو انځور، ځای: د پکتيا پوهنتون تالار

 3انځورپه۱۳۹۶  ل. ل. کال کې د اقتصاد پوهنځی د فارغ التحصيلانو انځور، ځای: د پکتيا د جرګو تالار.

 

لرلید

 د اقتصاد په برخه کې، ټولني ته د داسې باکیفیته لوړو زده کړو خدمات وړاندې کول، چې د نړیوالو معیارونو سره برابر او د هیواد د اقتصادي-ټولنیزي ودې او پرمختیا لپاره ځواب ویونکي وي.

 ماموریت

 معاصر اقتصاد د نویو میتودونو په وسیله د لسانس په کچه د محصلانو روزنه او د اقتصاد په بخش کې د لومړني او عملي څېړنو په لاره اچونه، چې پدې بخش کې د پوهې د لا پراختیا سبب وګرځي.

  موخې

  • د کار بازار او د پوهنځیو نړیوالو نورمونو ته په پام د پوهنځي د تدریسي، روزنیز او څېړنیز کیفیت لوړول.
  • د علمي کادر د غړو د علمي وړتيا او تحصيلي سويې لوړول.
  • د علمي کادر تشکيل او همدارنګه اداري او خدماتي تشکيل زياتول.
  • د کار بازار او د مسلک پراختيا ته په پام د پوهنځی دکريکولم يا تحصيلي نصاب دوامداره تجديد.
  • پوهنتون سره په همغږي په ملي او نړيواله کچه له نورو پوهنځيو، اقتصادي ادارو او علمي بنسټونو سره د متقابلې همکاري ملګرتيا يا پارټنرشيپونو رامنځته کول او د محصلانو او علمي کادر د غړو راشه درشه زياتول.
  • د پوهنځي د کتابتون تجهيزول او غني کول.
  • د څېړنيزو فعاليتونو پراخول او کيفيت يې لوړول.
  • د الکترونيکي او انلاين فعاليتونو او خدمتونو  زياتول او د کاغذ کارول راکمول.
  • د زده کړې د وسيلې په توګه د انګليسي ژبې (English as a Medium of Instruction) د پروسې تدريجي تطبيق (EMI).
  • د پوهنځي موجوده دوه رشتې يا ديپارتمنتونه زياتول.
  • په پوهنځي کې د شپنۍ برنامې پيلول.
  • د کيفيت لوړونې او ساتنې د برنامې تطبيق او پراختيا.
  • د پوهنځي د معيارونو او طرزالعملونو دومداره بياکتنه او ارتقاء.