پکتیا پوهنتون کې د خالي علـــــــــــمي کادري بستـــونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۱۵:۷
a

پکتیا پوهنتون کې د خالي علـــــــــــمي کادري بستـــونو لپاره آزموینه واخیستل شوه.

دوشنبه  ۵ - ثور - ۱۴۰۱

په پکـتیا پوهــنتون کــې د پکـتیا پوهـنتون او لوګر، پکـتیکا لوړو زده کړو مؤســــسو د خالي علمي کادري بستونو ازموینه د دې پوهنتون د رئـــیس پوهنمل عبـــــیدالله اخنـدزاده، فوق العاده اســتازي قاضي عبدالواحد همت، علــــــــمي مرسـتیال پوهنمل سیـف الرحمن روهي او د ولایت مقام موظف هئیت په حضور کې په پوره شفافه او عادلانه فضا کې واخـــیستل شوه.
په پیــل کې د پکتـــیا پوهنــــــتون رئیس پوهنمــــل عبیدالله اخندزاده  د آزموینې دترسره کېدو څرنګوالي په اړه خبـــــرې وکړې او له ټولو استادانو یې وغوښتل چې د آزمــــوینې بهیر په عادلانه توګه ترسره کړي او د آزمـــوینې پر مهال شفافیت او صداقت په پام کې ونیسي.
وروســـته د پکتیا پوهــنتون عـــــلمي مرستیـــــال پوهنمـــل سیف الرحــمن روهي د ازمویــــــنې ګـــډونوالو ته د ازموینې شرایط او اصول بیان کړل.

د یادونې وړ ده چې د جنــوب ختیځ زون پکتیا پوهنتون او لوګر، پکتیکا لوړو زده کړو مؤســـــــــسو لپاره په دې رقابتي آزموینه کې(۶۳) تنو وړ نوماندانو برخه اخیستې وه .

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS