لرلید او رسالت کمپیوتر ساینس پوهنځي

لرلید

د کمپیوټرساینس پوهنځی تکل لري، چې د کمپیوټري علومو په برخه کې په ملي او سیمه ییزه کچه په یو غوره علمي او څېړنیز مرکز بدل شي. دغه پوهنځی د ټیکنالوجي چټک پرمختګ سره هم مهاله د ځان چمتو کولو کلک هوډ لري ترڅو د معلوماتي ټیکنالوجي او کمپیوټرساینس په ‌ډګر کې له کیفي او کمي اړخه د مسلکي، متخصص او ژمن کادرونو په روزلو سره د ټولنې د هوساینې جوګه شي.

ماموریت 

د لوړو زده کړو وزارت د قانون او لایحې تر چتر لاندې د کمپیوټرساینس په بېلابېلو علمي او مسلکي برخو کې د کارپوه او وړ کادرونو د روزنې بهیر پر مخ بیول، د استادانو او محصلینو د علمې کچې د لوړیدو او پوهې د پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو علمي او څېړنیزو بنسټونو، اړوند سکټورنو او ارګانونو سره د همکاریو اړیکې ساتل او درسي کیفیت د ښه والي په موخه له نویو او پرمختللو میتودونو څخه کار اخیستل د کمپیوټر

ساینس پوهنځي د پوهنیز ماموریت محورونه دي.