د کوچیانو د سمون لویې ادارې رییس او د نوي فکر مشر ښاغلي استاد حبیب الرحمن پکتیا پوهنتون سره د خپل لیکلي اثر چې د (کوچیان) تر عنوان لاندې لیکل شوی د 18 جلده مرسته وکړه.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۱:۴۷

د کوچیانو د سمون لویې ادارې رییس او د نوي فکر مشر ښاغلي استاد حبیب الرحمن پکتیا پوهنتون سره د خپل لیکلي اثر چې د (کوچیان) تر عنوان لاندې لیکل شوی د 18 جلده مرسته وکړه. همدارنګه استاد د پکتیا پوهنتون له رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي سره ژمنه وکړه، چې د دواړو ادارو ترمنځ به د همکاریو ګډ تړونلیک لاسلیک ته لاره هواروي، کار به پرې کوي او له لاسلیک وروسته به خپلو همکاریو ته لا نور دوام ورکوي. پکتیا پوهنتون به د خپل ملي رسالت له مخې د کرنې پوهنځي د مالداري څانګې محصلانو ته د کوچیانو د مالداري په اړه د مالوماتو را ټولولو سمینارونه د وظیفې په توګه سپاري، تر څو دا له پامه لویدلي قشر په اړه لا نور مالومات را ټول او له متحدوالې وروسته یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سره شریک او پر بنسټ به یې د کوچیانو ژوند د ښه والې لپاره ترې ګټه پورته شي.
اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS