د ښووني اوروزني پوهنځي موخې

 

لرليد
د ښوونې او روزنې پوهنځی  به په ملي کچه ټولنې ته د اړتیا وړ علمي مسلکي او تخصصي  کادرونه روزي او د ننه په هیواد کې به په مسلکي او تخصصي روزنه کې یو باکیفیته علمي ارګان وي.

رسالت
دښوونې روزنې پوهنځی به په مسلکي او تخصصي زده کړو سمبال کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي، چې له امله به یې په ښوونیز ډګر کې اړتیاوې کمې او معاصرو  میتودونو په واسطه د محصلانو  د روزنې او استادانو د څیړنیزې پرمختیا  له لارې د ټولنې په روڼتیا کې ونډه اخیستنه د نوموړي پوهنځي بشپړ ماموریت ګڼل کیږي.

ارزښتونه

  1. په اسلامي فرهنګ سمباله تربیه
  2. پر ټولشموله زده کړې تمرکز
  3. د لوړو فکري او فزيکي وړتياوو روزنه
  4. محصل محوره زده کړې
  5. غوره او سالم مدیریت
  6. د څیړنیز، تالیف او ژباړې کلتور بډايه کول
  7. مسئولیت منل او روڼتیا

تګلاره
۱. له نويو او موثرو ښوونيزو ميتودونو، د نصاب د موثره تظبيق له روشونو او لارو، د روزنې اړوند پوهې او مهارتونو سره د زده کړيالانو اشنا کول.

۲. د کريډيټ نړيوال سيسټم سره سم د بيلابيلو څانګو لپاره د وضع شويو درسي مفرداتو سره سم دکتابونو ترتیبول.

۳. . د هيواد د تحصيلي موسساتو، د ښوونې او روزنې پوهنځيو، دارالمعلمينو او ښوونځيو لپاره د ليسانس په کچه مسلکي او تخصصي کادرونو روزل.

۴. په ملي کچه د اسلامي، هيوادنۍ، ورورولۍ، يووالي، درناوي، پېرزوينې او د زړه سواندی په روحيه د زده کړيالانو روزل.

۵.. په ملي کچه ټولنې ته په اسلامي روحیه سمبال د مسلکي او تخصصي ښوونکو او استادانو وړاندې کول.

موخې
۱. ښوونکي د نويو ښوونيزو ميتودونو، پوهې او نوې تکنالوژي له لارې د نوي ښوونيز نصاب سره اشنا کول.

۲. د لوړو زده کړو وزارت د پاليسي او د وخت له اړتياوو سره سم د پوهنې وزارت د نوي ښوونيز نصاب دمنځپانګې اړوند د نوي ښوونيز کلتور رامنځته کول.

۳. د هيواد د پوهنتونونو، تحصيلي موسسو او ښوونې او روزنې پوهنځيو په کچه د زده کړې د نويو ستراتيژیو دودول.

۴. دښوونځيو د ښوونکو مسلکي او علمي وړتياوو لوړولو لپاره داخل خدمت او شپې پوهنځي کې د بيلابيلو څانګو ايجادول.

۵. په ملي او ولايتي کچه د ژوند په بيلابيلو برخو کې د علمي سيمينارونو په لاره اچول.