د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.
چهار شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الثانی میاشتې (۲۹)مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال تلې میاشتې له (۳۰)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته دائره شوه.
په دائره شوې نوبتي علمي شورا کې چې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو او شورا نورو غړو برخه درلوده، پیل یې د شرعیاتو پوهنځي د رئیس مفتي صاحب محمد عمر فضلي له لوري د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
لومړی د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د ناستې برخوالو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او په پوهنتون کې د علمي شورا پر ارزښت او اهمیت باندې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.
پوهنتون رئیس همدارنګه په خپلو خبرو کې دندو ته پر ښه رسېدنه، چارو ته پر ژمنتیا او پر راتلونکي کې د رهبري له لوري خپل کارونه د یوه مهال وېش له مخې پر ترتیب کولو باندې هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل.
ښاغلي حمدي د خزاني سمستر پر وروستیو او راروانو ازموینو کې د استادانو څخه د بشپړ شفافیت غوښتنه هم وکړه، څو هغه ستونزې چې پخوا موجودې وې تر دې وروسته ونه اوسیږي.
وروسته له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د محصلانو پر حاضریانو، د معاونیتونو او پوهنځيو د دویمې ربعې د راپور پر تائیدولو، د پوهنځيو له لوري د محصلانو د نویو احصایو پر شریکولو، د یو شمېر څانګو د چارو پر ښه انسجام، د استادانو د تقرر او ترفېعاتو په دوسیو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.