اقتصاد پوهنځي
د اقتصاد پوهنځي پېژندنه
اقتصاد پوهنځی د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د منجمنټ او تشبثاتو ادار څانګې په درلودلو سره په ۱۳۹۲ ل ل کال کې تاسیس او په ۱۳۹۳ ل ل کال په پیل کې د لومړي ځل لپاره د کانکور ازموینې له لارې بریالي شوي محصلان جذب کړل. په ۱۳۹۴ ل ل کال کې د مالي او بانکي څانګه هم په ياد پوهنځي کې ایجاد شوه.
اقتصاد پوهنځي کې په اوسط ډول هر کال شاوخوا ۵۰۰ محصلانو ته په دوو څانګو کې د لسو تنو علمي کادرونو لخوا د لسانس په کچه تدریس او روزنه ورکول کیږي. د علمي کادرونو د تشکیل سربیره اقتصاد پوهنځی، تدریسي عمومي مدیریت، اجرائیه مدیریت او خدماتي کارګر او د شپې ساتونکی هم په خپل تشکیل کې لري.
اقتصاد پوهنځی له پنځو دولتي او خصوصي ادارو لکه مستوفیت، ګمرک ، افغان ملي بانک، د جهان د لوړو زده کړو مؤسسه، اقتصاد رياست او سوداګري او صنایعو خونې سره د محصلانو د عملي زده کړو د ترسره کولو په موخه د همکاري توامیتونه لاسلیک کړي دي.
د چارو د ښه پرمختللو په خاطر اقتصاد پوهنځی اوسمهال (۹) نهه فعالې کمېټې لري.
اقتصاد پوهنځی تر دې مهاله د فراغت په تېرو اتو دورو کې ۱۰۰۸ تنه محصلان ټولنې ته د غوره خدمت په موخه فارغ او وړاندې کړي دي.
د ۱۴۰۳ هـ ش کال د اقتصاد پوهنځي د څار هئيت لخوا د تطبيقي پلان تطبيقي توحيدي راپورلاندی لینک کی کتلی شی.
د اقتصاد پوهنځی ستراتيژيک پلان (۱۴۰۳-۱۴۰۷) هم لاندی لینک کی کتلی شی.