د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري په انلاین ډول سره د څېړنو معاونیتونو راپورونه واخیستل.

pu_admin
Sun, Aug 24 2025 1:48 PM

د لوړو زده کړو وزارت د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري په انلاین ډول سره د څېړنو معاونیتونو راپورونه واخیستل.

نن شنبه چې د ۱۴۴۷/۲/۲۹ مې نیټې سره سمون لري، د لوړو زده کړو وزرات د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لوري په انلاین ډول سره غونډه ترسره شوه چې د هیواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي څېړنو مرستیالانو او مسولینو تر ځنګ پکې د پکتیا پوهنتون علمي څېړنو مرستیال او د علمي مجلې آمر هم برخه درلودله.

یاده انلاین ناسته کې د پکتیا پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور عبدالوهاب حکمت د پکتیا پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت لاسته راوړنې له مسولینو سره شریکې کړې او له دوی څخه یې مننه وکړه چې د علمي څېړنو معاونیتونو ته یې په هره برخه کې توجو کړې ده.

د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تالیف او ژباړی ریاست لخوا څخه د پکتیا پوهنتون کړنې تقدیر او وستایل شوې او د یاد معاونیت په کم وخت کې ډېر مزل ستاینه یې وکړه.

 ناسته د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS