د پکتیا پوهنتون مسلکي پرمختیا آمریت له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته د (اسلامي شریعت له پلوه د دندې اهمیت او ځایګاه، وظیفوي غفلت او پر ټولنه یې اغیزې) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

pu_admin
Mon, Jul 28 2025 1:22 PM
ppdd

د پکتیا پوهنتون مسلکي پرمختیا آمریت له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته د (اسلامي شریعت له پلوه د دندې اهمیت او ځایګاه، وظیفوي غفلت او پر ټولنه یې اغیزې) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفر میاشتې درېیمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال زمري میاشتې له شپږمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون مسلکي پرمختیا آمریت له لوري د پوهنتون آمرینو او اداري کارمندانو ته د (اسلامي شریعت له پلوه د دندې اهمیت او ځایګاه، وظیفوي غفلت او پر ټولنه یې اغیزې) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ دائر شو.

په جوړ شوي یو ورځني ورکشاپ کې چې د بېلا بېلو برخو آمرینو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون مسلکي پرمختیا آمریت آمر پوهندوی عبدالناصر ستانکزي د جوړ شوي ورکشاپ پر ارزښت او اهمیت له برخوالو سره د مالومات  ترڅنګ د دې ډول نورو ورکشاپونو او سمینارونو د دائرولو په اړه هم له برخوالو سره مالومات شریک کړل، چې یاد آمریت یې په راتلونکي کې په خپل کاري پلان کې لري.

ښاغلي ستانکزي همدارنګه دا او دې ته ورته برنامې او پروګرامونه د ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا مهم او ارزښتمن وبلل، څو پر اساس یې ټولنې ته ښه او غوره خدمات وړاندې کړي.

وروسته د (اسلامي شریعت له پلوه د دندې اهمیت او ځایګاه، وظیفوي غفلت او پر ټولنه یې اغیزې) ترسرلیک لاندې موضوعات د دعوت او ارشاد آمر مولوي صاحب محمدخان روحاني او د اسلامي ثقافت څانګې استاد پوهندوی عبدالرحمن مبشر له لوري ارایه شول.

جوړ شوی یو ورځنی ورکشاپ د دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS