د پکتیا پوهنتون اړوند کمپيوټر ساینس پوهنځي د نصاب پرمختیا او ارزونې په موخه د اړونده ادارو له مسؤلینو او محصلانو سره ګډه ناسته وکړه.
د پکتیا پوهنتون اړوند کمپيوټر ساینس پوهنځي د نصاب پرمختیا او ارزونې په موخه د اړونده ادارو له مسؤلینو او محصلانو سره ګډه ناسته وکړه.
دوشنبه د ۱۴۴۶ کال، شوال المکرم میاشتې په ۳۰مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال ثور میاشتې له اتمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون اړوند کمپيوټر ساینس پوهنځي د نصاب پرمختیا او ارزونې په موخه د اړونده ادارو له مسؤلینو او محصلانو سره ګډه ناسته وکړه.
د کمپيوټر ساینس پوهنځي د نصاب پرمختیا او ارزونې ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم، د اړونده بېلا بېلو ادارو مسؤلینو، د کمپيوټر ساینس پوهنځي استادانو او محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
وروسته د کمپيوټر ساینس پوهنځي د دوو تنو استادانو له لوري د نصاب پرمختیا او ارزونې په اړه ترتیب شوي سمینارونه ارایه او په اړوند برخو کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته هم لازم ځوابونه ورکړل.