د پکتیا پوهنتون اداري ناسته د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر مشرۍ لاندې دائره شوه.

pu_admin
Mon, Mar 24 2025 11:37 AM
adn

د پکتیا پوهنتون اداري ناسته د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر مشرۍ لاندې دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال رمضان میاشتې په ۲۳، چې د حمل میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون اداري ناسته د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي تر مشرۍ لاندې دائره شوه.

ناسته کې چې د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، بېلا بېلو شعبو امرینو او اداري کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د اداري مجلس برخوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو ترڅنګ له هغوئ څخه د زړه له تله مننه وکړه، چې په تېر ۱۴۰۳ هجري شمسي کال کې یې ورته سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره اخلاص سره ترسره کړي او په پیل شوي ۱۴۰۴ هجري شمسي کال کې یې هم ورڅخه د غوره فعالیتونو د ترسره کولو هیله څرګنده کړه.

ښاغلي سیف الله محمدي د خبرو پر مهال له آمرینو او اداري کارمندانو څخه همدارنګه غوښتنه وکړه، څو هغه ستونزې چې تېر کال یې پر چارو او فعالیتونو کې وې د روان کال په اوږدو کې دې پوره هڅه وکړي څو ورته رسېدنه وشي.

ورپسې  د پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د اداري فساد او ورڅخه د ځان ساتنې په اړه ارزښتناکه وینا وکړه.

ښاغلي حمدي د اداري کارمندانو پر مسؤلیت او چارو هم مالومات د ناستې له برخوالو سره  شریک کړل او هغه یې وهڅول څو ورته سپارل شوي مسؤلیتونه په ښه شان او پر خپل وخت سره ادا او ترسره کړي.

پوهنتون رئیس په چارو او فعالیتونو کې یو له بل سره همغږي هم ضروري یاده کړه او له ټولو کارمندانو څخه یې غوښتنه وکړه، څو پر هر کار یا مسؤلیت کې چې دوی یې لري ستونزه ولري، له نورو ملګرو څخه دې پکې همکاري وغواړي.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Thu, Jul 23 2026 9:35 AM
Background image

Minister of Higher Education Visits Ongoing Construction Projects at Paktia University.

The Honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem , during his official visit to Paktia Province, visited the ongoing dormitory and mosque. . .

Tue, Jul 07 2026 2:28 PM
Background image

the remaining construction work of six-story dormitory building begun at Paktia University.

 

A project to complete the remaining work on another six-story dormitory building, worth more than 20 million and 400 thousand Afghanis from the development budget of the Ministry of. . .

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

BACK TO NEWS