نوماند پوهنیار مولوي نعمت الله همت د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د نوي مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

pu_admin
Sat, Jan 20 2024 1:01 PM

نوماند پوهنیار مولوي نعمت الله همت د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت ته د نوي مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

نن یکشنبه د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم له لوري نوماند پوهنیار مولوي نعمت الله همت ددې معاونیت کارمندانو ته د محصلانو چارو د نوي مرستیال په توګه ور وپېژندل شو.

 ښاغلي مسلم د محصلانو چارو د پخواني مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال کړنې او فعالیتونه چې د ماموریت پر مهال یې کړي، د ستایلو وړ وبلل او بل خوا یې په ادارو کې ادلون بدلون اداري اصل یاد کړ.

همدارنګه ښاغلي مسلم د محصلانو چارو نوي مرستیال مولوي نعمت الله همت ته د مبارکي ویلو ترڅنګ هغه ته په چارو کې د بریا هیله هم څرګنده کړه.

 

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

 

 

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS