د ۱۴۰۱کال، کب ۲۲مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sun, Mar 19 2023 11:45 AM

پکتیا پوهنتون کې نویو ګمارل شویو استادانو ته د مسلکي پراختیا مرکز له لوري درې ورځنی ورکشاپ دائر شو.

په دغه ورکشاپ کې چې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او مرستیالانو سربېره نویو ګمارل شویو استادانو برخه درلوده، پیل یې د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

ورپسې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده خبرې وکړې، نوموړي نویو ګمارل شویو استادانو ته د دندو په پار مبارکي ویلو ترڅنګ، د استاد او ښوونکي دنده ډېره مقدسه یاده کړه او هغه یې د ټولنې او هیواد ریښتونی خادم وباله.

ښاغلي اخندزاده برابر شوی ورکشاپ ګټــــــور یاد کړ او د مسلکي پراختیا مرکز له مسؤلینو څخه یې هم مننه وکړه، چې ورکشاپ برابرولو ته یې لاره اواره کړې.

د یادونې وړ دی، چې له دغه درې ورځني ورکشاپ څخه موخه د تدریس میتود او اصولو ښودل همدارنګه نوي ګمارل شوي استادان د پوهنتون له چاپېریال سره بلدول دي.

 

د نشراتواو عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS