خبرتیا

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 2:14 PM
dd

خبرتیا!

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هېواد د ټولو دولتي پوهنتونونو او مؤسسو خالي علمي کادري بستونه د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپارل شوي دي، چې د نوم لیکنې او ازموینې اخیستنې لپاره یې د زونونو مرکزي پوهنتونونه ځانګړي شوي دي. دا چې د پکتیا او شیخ زاید پوهنتونونو، د پکتیکا او لوګر لوړو زده کړو مؤسسو لپاره مرکزي پوهنتون د (پکتیا پوهنتون) ټاکل شوی دی، نو ټول هغه په شرایطو برابر وروڼه او خویندې چې غواړي د خپلې خوښې علمي کادري بست ته نوم لیکنه وکړي، باید لاندې اړین توکي له ځانه سره ولري.

۱- د وزارت له سایټ څخه د بست د اعلان کاپي

۲- یو قطعه عکس

۳- په ملي ژبه د نمرو اصل ترانسکرپت

۴- د دیپلوم رنګه کاپي

۵- د تذکرې رنګه کاپي

۶- پلاستیکي دوسیه

یادونه: یادو علمي کادري بستونو ته د لېسانس، ماسټر او دوکتور په سویه علمي کادرونه نوم لیکنه کولای شي.

د نوم لیکنې لپاره د استادانو لوی مدیریت ته مراجعه وکړئ.

د نوم لیکنې د پای نېټه: ۵ / ۱۲ / ۱۴۰۰

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS