دپوهنځی لرلیداو رسالت

د اقتصادپوهنځی لرلیداو رسالت

 

لرلید

اقتصاد پوهنځی د پکتیا پوهنتون په چوکاټ کې د علمي او اداري پرسونل پر مټ داسې متخصص کادرونه روزي، چې پوهنځی په ملي سطحه په پنځو مخکښو پوهنځویو کې راشي.

ماموریت

اقتصاد پوهنځی د لیسانس په کچه د مسلکي او څیړنیزې پوهې، په اسلامي او ملي روحیه سمبال محصلان روزي، چې د ټولنې د اړتیاوو په رفع کولو کې ګټور واقع شي.

ارزښتونه

  • په روزنیز چاپېریال کې اسلامي او ملي افکارو ته درناوی او بشپړه پاملرنه
  • په تحصیلي او اداري بهیر کې د عدالت، مشارکت او د متقابل احترام اصولو رعایت
  • علمي خپلواکي
  • باکیفیته او معیاري زده کړي
  • صلاحیت، مسولیت او حساب ورکوونه
  • ښه اداري کلتور او ګډ کار.
  • د څېړنیز کلتور بډایه کول.

د اقتصاد پوهنځي موخې

  • د زده کړو کیفيت لوړوالی؛ پوهنځی بايد تر راتلونکو پنځو کالو د کيفيت په برخه کې لږ تر لږه  په ملي او نړيواله کچه د تیر پنځو پارټنرشیپونو سره په څنګ کې پنځه نور پارټنرشیپونه رامنځته کړي.
  • علمي سفرونه
  • ۸ تنه په کادري او۴  تنه په اداري برخه استخدامول.
  • دوه نوي دېپارتمنتونه رامنځته کول، پدې توګه د دېپارتمنتونو شمېر ۴ ته رسول؛
  • د ظرفیت لوړاوي په برخه د علمي سفرونو برابرول
  • پنځه تنه استادان د دکتورا او پنځه تنه استادان د ماسټري برنامې ته معرفي کول.
  • د استادانو موجود تشکيل (۱۱ تنه ) تر راتلونکو پنځو کالو د نویو څانګو د ایجاد سره ۲۹ تنو ته رسول.
  • د پوهنځی درسي خونې په LCD او Sound سیستم مجهز کول
  • مجهز کمپیوټر لیب ایجادول
  • د ادارې او تشبثاتو په څانګه کې شپنۍ برنامه ایجادول
  • د اچې انګليسي ژبه د زده کړې وسېله ده او له بلې خوا د پوهنځي وړانديز چې درسي ژبه په تدريج انګليسي ژبې ته واړوي هم د پوهنتون د علمي شورا لخوا تصويب شوی دی، بناءً تر راتلونکو پنځو کالو ۵۰% درسي ژبه انګليسي ژبې ته اړول.
  • د څېړنې موجود کميت او کیفيت لوړول، د څېړنېزو پروژو او مقالو شمېر درې چنده لوړول.
  • پر ویب سایټ او فيسبوک برسېره په يو ټيوب، ټوېټر او نورو انټرنټي شبکو کې فعاليتونه او خدمتونه پيلول او پراخول او برسېره پردې د بهرنيو اکاډميکو اړيکو او پارټنرشيپونو په ايجاد کې ترې کار اخېستل.
  • د E-learning  پروسه پيلول ، انځوريز او ويډيويي لنډ لکچرونه، کنفرانسونه او اشتهارات چمتو کول، او د پوهنځي په انټرنټي ادرسونو خپرول، د الکترونيکي زده کړو په مارکېټ کې ورګډېدل..
  • د هر ډول فساد، تعصب او تبعيض مخه ډب کول؛
  • د پکتیا پوهنتون په کچه لومړی مقام او په ملي کچه د هېواد د ټولو اقتصاد پوهنځيو په ټاپ پنځو کې راتلل.
  • د پوهنځي د تعمير مکمل ترمیم

​​​​​​​