پکتیا پوهنتون کې د ستونزو تشخیص او ورته د حل لار موندلو عمومي کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته یې دائره شوه.

pu_admin
Tue, Nov 11 2025 10:55 AM
gddjkk

پکتیا پوهنتون کې د ستونزو تشخیص او ورته د حل لار موندلو عمومي کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته یې دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی الاول میاشتې ۱۹مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال عقرب  میاشتې له ۱۹مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، پکتیا پوهنتون کې د ستونزو تشخیص او ورته د حل لارو موندلو عمومي کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته یې دائره شوه.

د کمېټې ناسته کې چې د محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د کمېټې د ناستې برخوال دي.

ښاغلي خپلواک همدارنګه د ناستې برخوالو او ګډونوالو سره د نوې جوړې شوې کمېټې پر ارزښت او اهمیت باندې مالومات شریک کړل.

ورپسې د کرنې پوهنځي استاد او د ستونزو تشخیص او ورته د حل لار موندلو عمومي کمېټې مشر پوهاند هدایت الله سالاري د جوړې شوې کمېټې پر موخو، تشکیل، اصولو او لارو چارو باندې له برخوالو سره مالومات شریک او ورباندې یې د ګډونوالو نظریات هم واورېدل شول.

Latest news

Tue, Nov 11 2025 10:55 AM
Background image

پکتیا پوهنتون کې د ستونزو تشخیص او ورته د حل لار موندلو عمومي کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته یې دائره شوه.

پکتیا پوهنتون کې د ستونزو تشخیص او ورته د حل لار موندلو عمومي کمېټه جوړه او لومړنۍ ناسته یې دائره شوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د جمادی الاول میاشتې ۱۹مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴. . .

Mon, Sep 01 2025 1:46 PM
Background image

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د اړوند آمرینو او اداري کارمندانو سره د ښې همغږي په موخه ګډه ناسته وشوه.

دوشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۸مه،. . .

BACK TO NEWS