د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د ساتنې او پاملرنې کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته وشوه.

pu_admin
Sun, Sep 21 2025 2:12 PM
addd

د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د ساتنې او پاملرنې کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته وشوه.

شنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې ۲۷مه، چــــــــــــــــــــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال وږي میاشتې له (۲۹)مې نېټې سره سمون لــــــــــــــــــــــــري، د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې د ساتنې او پاملرنې کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته وشوه.

د ساتنې او پاملرنې کمېټې نوبتي ناسته کې چې د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي او د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د کمېټې غړو استادانو او کارمندانو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او کمېټې له ټولو غړو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې ورسره د کمېټې د ناستې برخوال دي.

وروسته ناسته کې له ترتیب شوې اجنډا سره سم د اطفائې مدیریت له لوري د اور وژنې د مخنیوي   په پار د لارښونو پر بشپړ تطبیق، د چاپېریال ساتنې د چارو پر ښه انسجام او یو شمېر نورو موضوعاتو باندې بحث وشو او په اړه یې لازم تصامیم هم ونیول شول.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS