LLF/ENGLISH DEPARTMENT 1402 TO 1406 STRATEGIC PLAN

فهرست

لومړۍ برخه. 3

د انګلیسي څانګې پېژندنه. 3

د انګلیسي څانګې د آمر پيغام 3

دانګلیسي څانګې لنډه پيژندنه. 4

د انګلیسي څانګې توامیتونه. 5

د انګلیسي څانګې ښکېلې خواوې (سټیک هولډران) 5

د انګلیسي څانګې لپاره دSWOT  تحلیل. 5

ضعیف ټکيWeakness ) : 6

فرصتونه (Opportunities): 6

ننګونې (Threats): 6

لرلید (Vision ) 7

رسالت (Mission) 7

ارزښتونه (Values) 7

باکېفيته لوړې زده کړې.. 7

د ملي یووالي ټينګښت.. 7

اخلاق او کرامت.. 8

انډولتیا يا برابري.. 8

سالمه، اغېزمنه او ګټوره اداره 8

اکاډيميکه ازادي.. 8

حساب ورکونه. 8

د انګلیسي څانګې د استادانو او محصلانو شمېر: 9

دویمه برخه. 10

ودانۍ یا زیربنایي اړتیاوې.. 10

فعلي وضعیت: 10

اړتیاوې: 10

دریمه برخه. 11

اکاډمیکې کړنې. 11

د علمي څېړنې، نوښت او انتقادي تفکر عامېدنه. 11

څلورمه برخه. 12

ظرفیت لوړونه. 12

د استادانو او اداري کارکونکو ظرفيت لوړونه: 12

ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام 12

لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه. 13

پنځمه برخه. 14

مالي خپلواکي. 14

شپږمه برخه. 15

بودیجه. 15

 

       

 

 

 

 

 

 

 

 

لومړۍ برخه

د انګلیسي څانګې پېژندنه

د انګلیسي څانګې د آمر پيغام

د پکتیا پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه، چې د دې پوهنځي له تأسيس سره سم یې په فعالیت پیل کړی تر اوسه یې ګڼ ځوانان د ټولنې د روزنې او جوړونې لپاره وړاندې کړي دي.

د هرې علمي ادارې د بریالیتوب راز، په ښه پلان جوړونه، تطبیق او  چارو په ارزونه کې نغښتی دی. په همدې اساس د انګلیسي څانګه هم ټولنې ته د پیاوړو مسلکي کادرونو د روزنې په موخه بېلابېل  اغېزمن کاري پلانونه جوړوي چې له دې جملې یو هم د ستراپیژیک پلان ترتیبول دي.

د دې ستراتیژیک پلان د جوړولو لپاره د پوهنځی د ریاست او د انګلیسي څانګې د آمریت په ګډې همغږی سره د باتجربه علمي او اداري کارمندانو څخه یوه کمېټه جوړه شوه، چې د څو علمي ناستو په ترڅ کې یې په بریالیتوب سره د دې پینځه کلن ستراتیژیک پلان طرحه ترتیب او جوړه کړه. په پای کې د انګلیسي څانګې د ستراتيژیک پلان د موظفې کمېټې له ټواو غړو او د اړوند پلان د جوړښت له ذیدخله خواوو د محترمو اعضاوو څخه مننه کوو چې د دې مهم سند په جوړښت کې ېې هلې ځلې کړي دي.

هیله من یو چې د انګلیسي څانګې د ټاکلې ستراتيژیک پلان غوښتنې د انګلیسي څانګې د مهمې اړتیا په توګه د ژبو او ابیاتو  پوهنځی او په لويه کې د پکتیا پوهنتون په خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان کې ځای پرځای کړي ترڅو ټولنې ته په کار پوه او وطن دوسته کادرونه وړاندې کړو.

په خورا درنښت

د انګلیسي څانګې آمر

پوهنیار واحدالله الکوزی

 

 

دانګلیسي څانګې لنډه پيژندنه

لکه څرنګه چې د پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه یو جدیدالتاسیسه څانګه ده، نو په خپلو ابتدایي مراحلو کې قرار لري او د پراختیا او ودې په حال کې ده. د انګلیسي ژبې او ادب څانګه چې د ځانګړي لرلید او اهدافو لرونکي ده، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تآسیس شوې چې هغه وخت یې یواځې د اول صنف درلودودونکې وه؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې د دو صنفونو (اول او دوم) په درلودلو سره یې ۱۳۰ تنه شاګردان په زده کړو بوخت وو. په ۲۰۱۵ کال د دریو فعالو صنفونو په درلودلو سره یې په مجموعي ډول ۲۱۷ تنه محصلین د زده کړو په حاصلولو بوخت وو چې ددې څانګې محصلینو ته د باکیفیته خدمتونو له وړاندې کولو برسېره، د فرعي څانګو (فارسي دري، پښتو او ژورنالیزم) څانګو درسي کریډټونه یې تدریس کړي دي او همدارنګه یې د نورو پوهنځیو لکه ( انجنیري، اقتصاد او...) سره یې د انګلیسي مضمون په تدریس کې پوره همکاري کړې ده. نوموړې څانګې د ۱۴۰۱ ل. کال پورې۶ دورې فارغین ټولنې ته وړاندې کړي چې د هیواد په مختلفو علمي او اداري واحدونو کې په دندو بوخت دي او اوس مهال، د زده کړیالانو څلور صنفونه لري چې تعداد یې ۱۳۷ نفرو ته رسیږي.

   همدارنګه یادې څانګې د شپږو(۶) علمي غړیو درلودونکې ده چې شهرتونه یې ددې تاریخچې سره مل دي. یاده څانګه خپلو علمي، تحقیقی او تحصیلي مقاصدو ته د رسېدو مناسبه فضا برابره کړېده چې د د څانګې انکشاف، تخصصي افرادو روزنه یې د اساسي وظایفو څخه شمېرل کیږي. دا څانګه د یوه منظم اته سمستریز نظام په چوکاټ کې د لیسانس په کچه محصلان روزي چې درسونه یې عملي او نظري جنبه لري او محصلان د پیداګوژي له نظره په مناسبو علمي ظرفیتونو تربیه کوي.

همدارنګه د انګلیسي څانګه کې یو محصل ټول  ۷۴ مضمونونه  په څلورو کلونو او  ۸ سمسترونو کې د لسانس په کچه لولي. چې پدې کي ۳۰ ٪ مسلکي، ۵۰ ٪  اساسي، او ۲۰ ٪  پوهنتون شموله او عمومي مضمونونه دي. پدې څانګه کې یو محصل څلور کلونو کې د انګلیسي ژبه او ادبیات  ذده کوي.

پوهنیار بصیر احمد یاد

پوهنیار احمد ولي بسمل

پوهنیار عبدالرازق ساپی

پوهنیار واحدالله الکوزی

ن.پوهنیار طاهر صاحب زاده

ن.پوهنیار امان الله باور 

 

 

د انګلیسي څانګې توامیتونه

د انګلیسي څانګې تر دې دمه په ملي او یاهم په نړیواله کچه له کوم پوهنتون او یاهم له کومې پوهنځی سره کو ځانګړی توامیت نه لري خو یاده څانګه د پوهنځی، ټولنیزورسنیو له لارې هڅه کوي چې د خپل اداري او علمي پرسونل د ظرفیتونو د لوړولو په موخه د نورو پوهنتونونو سره توامیتونه ولري.

د انګلیسي څانګې ښکېلې خواوې (سټیک هولډران)

په لنډ ډول لاندې اشخاص او ادارې د انګلیسي څانګې سره ښکېلې خواوې ګڼل کیږي:

  1. د لوړوزدکړو وزارت
  2. د شیخ زاید پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  3. ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  4. لغمان پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  5. چلینچرانګلیسي ژبې زده کړې مرکز (پکتیا)
  6. د اطلاعاتو او کلتور ریاست (پکتیا)
  7. محصلان
  8. ملي او محلي رسنۍ
  9. ملي او نړۍ والې مرستندویه ادارې
  10. ملي تجاران

د انګلیسي څانګې سيالې څانګې

  1. د شیخ زاید پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  2. ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  3. لغمان پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  4. کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  5. کندهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه
  6. کابل  تعلیم تربیه پوهنتون انګلیسي څانګه
  7. بغلان پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګه

د انګلیسي څانګې لپاره دSWOT  تحلیل

قوي ټکي (   Strength  ):                                                                                 

  1. د څانګې د غړو ترمنځ همغږي
  2. نهه (۹) کلنه کاري تجربه
  3. منظم درسي پلانونه او پروګرامونه لرل
  4. د کیفیت د لوړوي د پروسې موجودیت
  5. د کیفیت د لواړوي په برخه کې د ننګرهار پوهنتون ژبو اوادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګې څخه د ستاینلیک لرل
  6. په تدریس کي د معلوماتي ټکنالوژۍ د نویو او عصري وسایلو او مېتودونو څخه ګټه اخیستنه
  7. د عملي درسونو او څېړنو لپاره د اسانتیاوو موجودیت، لکه:  څانګې کې د نصاب او څیړنو کمېټو موجودیت
  8. په ټولنه کي ښه نوم او اعتبار لرل
  9. د زده کړیالانو د ښه روزنې لپاره هفته وار او میاشتنی د خبرو اترو (Debate) پروګرام درلودل.

ضغیف ټکيWeakness ) :

  1. د دوکتورا درجو لرونکو استادانو کمښت( یوازې تن په دوکتورا په کچه په تحصیل بوخت دی.)
  2. د کافی شمېر کادرونو نه لرل.
  3. د زیربنايی تأسیساتو او نورو ودانیو نه شتون
  4. د ساتنې او څارنې په برخه کې د کافي او فني پرسونل کمښت
  5. د ټرانسپورټي وسایلو کمښت
  6. د علمي کادرونو او اداري پرسونل لپاره د اوسېدنې د اسانتیاوو نشتوالی
  7. په کافي اندازه د برق نه شتون د يوې جدي ستونزې په توګه
  8. په کاپي شمېره د پرسونل نه درلودل.
  9. په ټولګيو کې د محصلانو د شمېر ډېروالی
  10. د زیاتره عصري وسایلو نشتون
  11. د یویشتمې پیړۍ د تدریسي میتود نشتون

فرصتونه (Opportunities):

  1. له لوړو زده کړو سره د سمې د ځوانانو د لېوالتیا زياتوالی
  2. د ډاډمن امنیت شتون
  3. د زده کړو لپاره د مناسب اقليمي چاپيريال شتون
  4. په ملي او محلي رسنیو کې د محصلانو لپاره د علمي کار کولو د فرصتونو شتون
  5. له ملي او نړیوالو پوهنتونو سره د توامیتونو رامنځته کول
  6. د هېواد او نړۍ په کچه له څېړنیزو مرکزونو سره اړیکې نیول

ننګونې (Threats):

  1. په اداري، مالي او اکاډمیکو برخو کې د خپلواکۍ نشتوالی
  2. د کانکور له لارې د څانګې تر ظرفیت لوړ شمېر محصلانو معرفي کېدنه
  3. په هیواد کې د اړتیا وړ د ماسټرۍ او دوکټورا په کچه د فارغینو نشتوالی (پر شرایطو برابر کادر په جذب کې خنډونه)
  4. استادانو ته په هېواد دننه د ماستري کولو د فرصت نشتوالی
  5. استادانو ته دهیواد دننه د دوکتورا برنامې کولو نشتون.

لرلید (Vision )

د انګرېزي ژبې او ادب څانګه د افغانستان په لوړو زده کړو موسسو کې د دې لپاره تاسیس او ترتیب شوې تر څو د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د انګرېزي ژبې، ادب، څیړنې او عمومي مهارتونو په برخه کې د زده کړيالانو  وړتیاوې لوړې کړي.

رسالت (Mission)

د اسلامي ارزښتونو په پام کې نیولو سره په ټول هېواد کې د انګرېزي ژبې او ادب په برخه کې د لېسانس دوره  د دې لپاره تاسیس او ترتیب شوې چې په دې مسلک کې د ادبي متنونو په لیکلو، کره کتنه، تحليل، ادراک او عملي وړتیاې لوړې کړي او د ادبي او تخنیکي متنونو ژباړه او تدریسي مهارتونه پیاوړي کړي. سربيره پر دې د علمي لیکنو او څېړنو مهارتونه په خپل علمي ژوند کې پلي کړي.

ارزښتونه (Values)

د انګرېزي ژبې او ادب څانګه ژمنه ده چې د اسلام په رڼا کې لاندې ارزښتونه په پام کې ونیسي:

1. مسلک ته ژمنتیا

2. کلتوري پراختيا او مثبت بدلون

 3. د ټيکنالوژۍ پراختيا

4. اسلامي اخلاق

 5. نوښتوته

6. زغم

د انګلیسي څانګې ماموريت او لرليد او ارزښتونه په    ۲۴/۴/۱۴۴۴  نېټه  (۶) پروتوکول د انګلیسي څانګې  په غونډه کې تایيد شوي دي او همدارنګه یاد ماموریت او لرلید د رایو په یووالي سره د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په علمي شورا کې په (۲۰)   پروتوکول له چې د ۲۹/۱۰/۱۴۰۱نېټې سره سمون خوري ثبت او تایید دی.

باکېفيته لوړې زده کړې

په دې کې شک نشته چې د یوه ملت او د اولس پر ممختګ د لوړو زده کړو د ښه څرنګوالۍ سره تړاو لري، هیڅ ملت به تر هغې پورې اقتصادي وده ونکړي چې د یوه ښه او با کیفیته لوړو زده کړو څښتن نه وي. لکه څرنکه چې په اقتصادي وده کېکیفیت مهم رول لري، له دې امله د انګلیسي څانګه هم  د ژبو او ادبیاتو پوهنځی ریاست او د پکتیا پوهنتون د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې د کیفیت د ښه کیدلو لپاره ځانګړې موخې وټاکي او هڅه کوي، چې ښه تحصیلي نصاب ترڅنګ څیړنیز او نشراتي پروګرامونه پیاوړي، انلاین کتابتونونو، معلوماتي ټیکنالوژۍ او انټرنیټ  ته لاس رسی پیدا کړي. د ماسټرۍ  او د انګلیسي ژبې د زده کړې لپاره د یوېشتمې پیړۍ پروګرامونه په کار واچوي ترڅو زدهکړیالان ښه وروزل شي چې خپلو اهدافو ته ورسیږي.

د ملي یووالي ټينګښت

 د ملي وحدت په پیاوړتیا کې  پوهنتونونه ،  بنسټیز او کلیدي رول لري. دانګلیسي څانګه  هم د دې جملې څخه يوه فعاله تحصیلي څانګه ده چې په خپله غېږه کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ځوانانو ته ځای ورکړی دی. د محصلانو سربېره د استادانو په برخه کې هم یاده څانګه د هېواد د بېلابېلو ولایتونو څخه استادان لري چې د تدریس چارې پرمخ وړي. تر دې دمه د ښه مدیریت او د علمي او اداري پرسونل د اسلامي او ملي روحیې لرلو له امله محصلان او استادان په خپل منځ کې یو تربله لکه د ورونو په څېر سلوک کوي. په دې سربېره انګریزي څانګه د پوهنځی په کچه د ځانګړې اخلاقي پالیسي او د نظم او دسپلین د کمېټې له لارې اړوند بهیر په ډېرې ځیرکتیا سره څاري  او د شکایاتو د صندوق له لارې محصلانو ته دا فرصت برابروي ترڅو په اړونده برخه کې خپل اندیښنې له ادارې سره شریکې کړي تر څو یې په اړه په خپل وخت اړین تصمیم ونیول شي.

 اخلاق او کرامت

د انګلیسي څانګې ټول علمی او اداري پرسونل اخلاقي ارزښتونو ته ژمن دي. د یادې څانګې آمریت استادانو او محصلانو ترمنځ د انساني کرامت د ساتنې او د متقابل احترام د روحیې لرلو د کلتور د ترویجولو په موخه ځانکړې تګلاره او پلان لري ترڅو د ټولګیو لارښود استادان د خپلو لارښونو  په بهیر کې محصلانو ته اړین موضوعا ارایه کړي او له دې لارې محصلان د موضوع ارزښت او اهمیت ته متوجه کړي.تر څو محصلان مو یو اخلاقي  سمبول يا نمونه و اوسي، چې د دوی د دغه اخلاقي ځانګړنو څخه نور محصلان الهام واخلي او د راتلونکې لپاره یې په ټولنه او خپل کاري بهیر کې یې وکاروي.

 انډولتیا يا برابري

 د انګلیسي څانګه  د خپل علمي، اداري پرسونل او د خپلو محصلانو ترمنځ د انډول ساتلو ته ژمن دی. د ژبو او ادبیاتو  پوهنځی په کچه چې زکر شوې څانګه یې مهمه برخه جوړوي د محصلانو او خپلو کارمندانو ترمنځ د انډول ساتلو اړوند ځانګړې تګلاره لري چې پلي کول یې د محصلانو او کارمندانو ترمنځ د سمتي، ژبني او مذهبي توپیر پرته د ښې مسلکي زده کړې لپاره چاپیریال اماده کوي. همدارنګه په دې سربېره د نوموړې څانګه د عامه اذهانو د روښانه کولو په موخه په ټاکلې برخه کې د بېلابېلو خپرونو او برنامو له لارې عملا کار کوي.

سالمه، اغیزمنه او ګټوره اداره

د اغېزمنتوب او ګټورتوب لپاره يو ښه او سالم اداري چاپيريال په کار دى. د انګریزي څانګه به پورته اصل ته په کتو سره هلې ځلې وکړي، چې د اړوندې څانګې شته زېرمې( بشري، مالي ..) په اغېزمن او ګټور  ډول وکاروي، چې خپلې ټاکلې موخې په ښه ډول لاس ته راوړي. یاده څانګه په سمه توګه کار کوي او له شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه اخلي، چې د لوړوزده کړو د مؤسساتو سيستم پرمختلونکي ټولنيز او اقتصادي خدمتونه افغانانو ته وړاندې کړي.

 اکاډيميکه ازادي

 د انګلیسي څانګه به د لوړو زده کړو محترم وزارت د تګلارو په رڼا کې د خودمختارۍ د اصل نه په ګټه اخيستو د ځان لپاره مالي منابع پيدا کړي، چې د ځوان غږ د ترجمو،څیړنو او د انګلیسي کورسونو په دایرولو به اړين مادي امکانات ورڅخه لاس ته راوړي، چې د خپلې خوښې مسلکي پروګرامونه او نور اړین فعالیتونه به په لار واچوي.

حساب ورکونه

د انګلیسي څانګې رهبري ژمنه ده، چې خپلې ټولې اړوندې چارې په يوه روڼ چاپيريال کې تر سره کړي.  د انګلیسي څانګې آمریت به زيار وباسي چې د ژبو او ادبیاتو محترم ریاست، کارمندانو  او محصيلينو ته حساب ورکړي. په علمي او مسلکی ساحه کې به یاده څانګه هڅه وکړي ترڅو خپلې ټولنې ته په اخلاقي او علمي لحاظ ټولنې ته داسې فارغان وړاندې کړي چې ټولنې ته مسوول وي.

 

 

د انګلیسي څانګې د استادانو او محصلانو شمېر:

 

 

پوهیالی

ن.پوهنیار

پوهنیار

پوهنمل

پوهندوی

پوهنوال

پوهاند

دټولو استادانو شمیر

د ټولو محصلینو شمېر

۰

۲

۴

۰

۰

۰

۰

۶

۱۳۷

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دویمه برخه

ودانۍ یا زیربنایي اړتیاوې

 

فعلي وضعیت:

انګلیسي څانګه اوسمهال یوه خونه د اداري چارو او محصلینو  موضوعاتو حل کولو لپاره لري. همدارنګه، یوه کتابخانه او دوه درسي خونې او یو لس کسیزه د غونډو تالار ځان سره رانغاړي.

اړتیاوې:

  • د ډيپارټمنټ لپاره د ځانګړو اداري خونو جوړېدل
  • د څانګې د کتابتون  او کمپیو تر لیب لپاره مناسب ځای پيدا کول؛ څو محصلان پکې مطالعه هم وکړي
  • درسي صنفونه چې محصلین پکې په ازادانه ډول درس ترسره کړي.
  • د کمپيوتر لېب لپاره مناسب ځای
  • د څانګې لپاره ګدام او اشپزخانه
  • د استادانو او محصلانو لپاره انټرنېټي اسانتياوې برابرول
  •  د څیړنې په برخه کې د عملي کار لپاره د یوې ځانګړي ځای برابرول.

د پورته ذکر شويو ضرورتونو د لا معلوماتو لپاره بودجوي جدول ته د مراجعه وشي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دریمه برخه

اکاډمیکې کړنې

 

انګریزي څانګه اوسهمال (۴) ټولګی لري، چې  د لسانس په کچه زده کړې په کې ترسره کيږي.

په یاده څانګه کې د نظري درسونو برسیره د عملي زده کړو لپاره د لاندې ذکر شويو منابعو او فرصتونو څخه استفاده کوي، مثلا: د Debate په نوم هفتوار سیمینار، څیړنیزسیمینار او کتابخانه کې هفتوار موضوعات.

  د علمي څېړنې، نوښت او انتقادي تفکر عامېدنه

د انګلیسي څانګې  استادان په بېلا بېلو برخو کې د خپلو علمي ترفيعاتو په موخه تحقیقات ترسره کوي. علمي څېړنې، نوښتونه او انتقادي تفکر د اکاډیمیک چاپېریال د ودې او پرمختګ لپاره درې اړین ارزښتونه او هدفونه دي. یاده څانګه په پام کي لري، چي په خپلو علمي، تدریسي او اداري چارو کې دغو درېو ارزښتونو ته پوره پام وکړي او خپلې چارې د دغو اصولو پر بنسټ مخته یوسي.

علمي څېړنه:

څېړنه په اکاډیمیک چاپېریال کي د یوه مهم ارزښت او فعالیت په توګه مطرح ده. د انګلیسي څانګې استادان خپلې څېړنې د خپلو علمي موندنو ډېرولو او د انګلیسي برخې محصلانو او نورو لارویانو سره په مسلکی برخه کې د مرستې کولو په موخه ترسره کوي. د انګلیسي څانګې رهبري د علمي څېړنو د عامولو او ډېرولو لپاره پوره هلې ځلې کوي.

کړنلارې:

  1. د علمي څېړنو ډېرول، خپرول او د پوهنتون په علمي او نورو نړیوالو علمي مجلو (ژورنالونو) کې چاپول
  2. د استادانو لخوا د HEDP ، USWDP اوMOHE ته د تحقيقي پروپوزلونو ليږل.
  3. د ځانګړو روزنیزو پروګرامونو له لارې ټولو، په ځانګړي ډول نویو استادانو ته د څېړنې اهمیت او په تدریسي پروسه کې د هغې د ترویج لارې چارې ښوول.
  4. روزل شوي استادان به مکلف وي چې محصلانو ته وروښيي چي په څه ډول خپلې صنفي پروژې، سیمینارونه، ګروپي کنفرانسونه، مونوګرافونه او نورې زده کړییزې پروسې د نویو څېړنیزو مېتودونو په مرسته ترسره کړي او له دې لارې علمي څېړنې او له نړیوالو څېړنیزو پایلو څخه ګټه اخیستنه په ټوله تحصیلي پروسه کې دود او عام کړي.
  5. د  Teachnology استعمال؛څرنګه چې د یویشتمې پیړۍ په تدریسي چارو کې د عصري ټیکنالوجي عملي کول ډیر اړین دي نو د یادي څانګې محصلینو لپاره به ځانګړي سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ شي ترڅو د یادې څانګې زدهکړیالان ښه زده کړې تر سره کړي.

 

 

 

څلورمه برخه

ظرفیت لوړونه

 

پېژندنه:

 د انګلیسي څانګه د ښه او پر وخت پر مختګ لپاره ژمن ده چې د ظرفيت لوړولو برخه کې اړین اجرات او کړنې ترسره کړي.

د استادانو او اداري کارکونکو ظرفيت لوړونه:

د انګلیسي څانګې د ښه او لا پرمختګ لپاره اړينه ده چې د ظرفيت لوړونې په برخه کې اړين کارونه او ګامونه ترسره شي. یاد هدف ته درسېدو په موخه دیادې څانګې د ظرفيت لوړونې چارې په لاندنيو برخو وېشل شويدي.

ماسټرۍ او دوکتورا پروګرام

داچې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، ترڅو کادرته جذبېدونکي استادان باید د ماسټرۍ تحصیلي درجې ولري خو د اوسمهال لپاره استخدام شوي لیسانس استادان باید ټول د هېواد د ننه او د باندې د ماسټرۍ زدکړو لپاره واستول شي، ترڅو د ماسټرۍ تر کچې پورې زدکړې بشپړې کړي.

هغه استادان چې تحصيلي درجه يې ليسانس ده او يا په همدې درجه نوي استخدامېږي دې ته اړتيا لري څو تحصليي سويه يې لوړه شي او په همدې اساس بايد د هيواد د ننه او بهر د ماسټرۍ زده کړو لپاره واستول شي. اوسمهال انګریزي څانګه ۶ تنه استادان لري چې یو تن یې عملاً په روسیه کې د ماسټرۍ، یو یې په قبریس هیواد کې د دوکتورپه زده کړو مصروف دی. او همدارنګه څلورو استاد په څانګه کې فزیکي شتون لري چې درې یې ماسټران او یو یې لیسانس دی. د نویو غړو د جذب لپاره ياده څانګه له پوهنځي او پوهنتون سره په همغږۍ بايد د ماسټرۍ پروګرام په ترلاسه کولو کې خپل مسؤليت اداء او د امکان تر بريده هلې ځلې وکړي. دا چې تر دې دمه د هېواد په داخل کې د انګلیسي په برخه کې د دوکتورا زده کړو موقع نه ده برابره شوې، نو لومړيتوب بايد بهرنيو هېوادونو ته ورکړل شي او په عين وخت کې بايد له پوهنتون او وزارت سره په همغږۍ د هېواد په داخل کې د انګريزي په برخه کې د دوکتورا پروګرامونو په رامنځته کولو هم جدي کار وشي، څو هغه استادان چې د خارج کې ستونزې ګالي ، په اسانۍ سره د هیواد په داخل کې خپلې زده کړې بشپړې کړي. او همدارنګه د ماسټرۍ پروګرامو ته نوره هم وده ورکړل شي چې ددی هدف حاصلولو لپاره بايد د هېواد له نورو پوهنتونونو سره هم اړيکې ټينګې او په ملي او نړيواله کچه همغږي رامنځته شي، څو له وزارت څخه په منظم او مسلسل ډول د موقع برابرولو غوښتنه وشي او له ټولو ممکنو لارو دغه غوښتنه تعقيب او وڅارل شي.

همدا رنګه په انګلیسي څانګه کې اوس مهال څلورو  تنو د ماسټرۍ زده کړې بشپړې کړې دي او دوه تنه استادان خپلې د ماسترۍ او دوکتورا برنامې د تعقیبولو په جریان کې دي.څانګه د پاتې ماسټر استادانو د علمي درجې لوړونې او پراختيا لپاره له پوهنځی سره په همغږۍ له پوهنتون څخه د دوکتورا او ماسترۍ زده کړو فرصت برابرونې غوښتنه کوي. د دې ترڅنګ استادان هم کولی شي، په انفرادي ډول له څانګې، پوهنځي، پوهنتون او وزارت سره په بشپړه همغږۍ په نړيوالو پوهنتونونو کې، د دوکتورا او ماسترۍ تر لاسه کولو په موخه فرصت ومومي او خپلې علمي درجې لوړې کړي. د ظرفیت د لوړوي په برخه کې باید استادان د دوکتورا او ماسترۍ پروګرامونو ته واستول شي. دا چې استادان له ماسټرۍ څخه خپل پوهنتون ته راستنيږي نو ددوو کلونو له خدمت څخه وروسته کولی شی چې دوکتورا ته لاړ شي او هم د لوړو زده کړو وزارت د نوي قانون له مخې پوهاند رتبې ته يوازې دوکتورا لرونکي استادان ترفيع کولی شي نو په همدې اساس سره باید په راتلونکو پنځو کلونو کې د انګلیسي څانګې ټول استادان بایید د دوکتورا پروګرام ته واستول شي. لاندې ستراتیژي د کلونو په تفکیک سره د ماستري او دوکتورا پروګرام د تعقیب په مومخه ټاکل شوې ده.

کړنلاره:

۱۴۰۵

۱۴۰۴

۱۴۰۳

۱۴۰۲

۱۴۰۱

د استادانو تعداد

علمي درجه

ګڼه

۰

۰

۱

۲

۲

۲

لسانس

۱

۲

۶

۵

۴

۴

۴

ماسټر

۲

۴

۰

۰

۰

۰

۰

دوکتورا

۳

                   

 

لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه:

 دا، چې د وخت په تېرېدو سره نړۍ د چټک بدولون په حال کې ده، نو طبعي خبره ده، چې د انګليسي او نورو پیداګوژیکو برخو کې هم بدلون راځي؛ نو د څانګې د استادانو او په ځانګړي ډول نوي ګمارل شوي استادان دې ته اړتيا لري، چې وخت ناوخت د پېداګوژۍ مهارتونو کچه يې لوړه شي او د دې تر څنګ د اړتيا له مخې په بېلابېلو برخو کې د لوړ رتبه او تجربه لرونکو استادانو علمي او عملي تجربې دوی ته انتقال شي، نو په همدې اساس بايد د څانګې کادري غړي بايد په مسلکي لحاظ له علمي او عملي اړخه د ظرفيت لوړونې په موخه لنډمهالو روزنيزو کورسونو ته معرفي شي؛ څو له يادو کورسونو څخه د لاسته راوړو تجربو له مخې وکولی شي؛ وړ ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي.

کړنلاره:

  1. د استادانو لپاره د اکاډمیکې لیکنې د زدکړې په موخه د روزنیزو پروګرامونو نیول
  2. د استادانو لپاره د علمي څېړنې په موخه د روزنیزو پروګرامونو جوړول
  3. د استادانو لپاره د OBE-SCL ورکشاپونو دايرول
  4. د استادانو لپاره د لیډرشیپ او منجمنټ زدکړې په موخه د روزنیزو پروګرامونو جوړول
  5. د استادانو لپاره د ICT په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو جوړول
  6. استادانو ته د کیفیت لوړولو په اړه د پوهاوي روزنیزو پروګرامونو جوړول
  7. استادان اړ ایستل تر څو د انګلیسي ژبې کورسونو کې پوره ونډه واخلي او اړوند سندونه تر لاسه کړي.
  8. او نور هغه اړین پیداګوژیک مسایل، کوم؛ چې د ورځې له تضاء سره برابر وي.

 

 

 

 

پنځمه او شپږمه برخه

مالي خپلواکي

 

د لوړو زده کړو د وزارت په کچه د پوهنتونونو د مالي استقلالیت پالیسي، چې د لوړو زده کړو په عالي شورا کې تایید شوېده، په نږدې راتلونکي کې به لومړی د مرکز په پوهنتونونو او بیا وروسته د هېواد په نورو پوهنتونونو کې تطبیق شي. د دغې مقررې پر بنسټ به پوهنتونونه وکړای شي، چې د پولي عایداتو امکانات ترلاسه کړي او په خپلواکه توګه بودیجه جوړه اومصرف کړي. د پکتیا پوهنتون به هم د مالي خپلواکې په ترلاسه کولو سره به د اړوند ټولې پوهنځی او څانګې له ټاکلي خپلواک مالي لګښت څخه برخمن شي او انګریزي څانګه به هم د څیړنو،علمي برنامو،تدریسي چارو،علمي سیمینارونو او په اړوند څانه ګه د شپې لخوا د تحصیلي اسانتیاو په رامنځته کولو سره مالي عایدات ولري.

ټکنالوژي

انګلیسي څانګه اوس مهال په ټکنالوژي سمبال دوه ټولګی لری، چې هم پکې انټرنټ فعال دی او هم د مجهزو سکرین په مرسته ورته تدریس کیږی. تمه ده چې په راتلونکي کې به دا سکرینونه په لویو سکرینونو بدل شی او ود ټکنالوژی په برخه کې به له نویو امکاناتو استفاده وکړو.

کړنلاره

د پوهنتون او پوهنحی ریاست دې وهڅول شي چې مصلانو ته د عملی کار لپاره په ټکنالوژی سمبال یوه سسټدیو جوړه شي. د پوهنتون رایست دې په خپل بودجوی پلان کې د نوي عصر سره سمې کمیرې، ریکارډر او تخنیکي وسایل واخلي او څای پر څای دی کړي او د څانګې په واک کې دې یې وکړي.

 

 

 

 

اوومه برخه

بودیجه

 

د انګلیسي څانګې د ستراتیژیک پلان د عملي کولو او د ذکر شویو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ځانګړې بودیجې ته اړتیا لیدل کیږي چې تفصیل یې په لاندې ډول دی.

ګڼه

دساختمان ډول/ فعالیتونه

واحد

 

پانګه

(افغانۍ)

د فعالیت د اجرا کېدو موده

تمویل کوونکې اداره

کتنې

 

مقدار

۱۴۰۲

۱۴۰۳

۱۴۰۴

۱۴۰۵

۱۴۰۶

 

 

د زیربنا برخه

 

۱

درسي خونو جو ړول

متر

 

۲

10000000 AFG

 

 

 

 

 

دولتي بوديجه

 

 

۲

د کمپیوټر لیب لپاره د یوې پراخه خونې جوړول.

مترمربع

۱

8000000 AFG

 

 

 

 

 

ژبو او ادبیاتو پوهنځی،انکلیسي څانګه او د پکتیا پوهنتون ریاست

 

 

۳

د څانګې د آمریت لپاره د یو ځانګړي دفتر جوړل

متر مربع

کيلومتر

۱

4000000  AFG

 

 

 

 

 

//

 

 

۴

د  انګلیسي څانګې د څیړنې او ډبیټ لپاره د یوې کاري خونې جوړول.

 

۱

3000000  AFG

 

 

 

 

 

//

 

 

۵

د څانکې روزنیوچارو لپاره د لمريزې انرژي د سيسټم جوړول.

کيلو واټ

?

2000000  AFG

 

 

 

 

 

//

 

 

۶

د څانګې او پوهنځي داخلي ساحو کې د نیالګیو کینول او د چمنونو احیاء کول

متر مربع

هکتار

?

500000  AFG

 

 

 

 

 

د انګلیسي او عامه اړیکو خدماتي کمېټه

 

 

۱۱

د انګلیسي څانګې د کتابتون لپاره  د یوې پراخه خونې جوړول

 

یوباب

2000000  AFG

 

 

 

 

 

ژبو او ادبیاتو پوهنځی،انکلیسي څانګه او د پکتیا پوهنتون ریاست

 

 

۳

ماستري ته (خارج) د 2 تنو استادانو لیږل

فی نفر

2000000

4000000  AFG

 

 

 

 

 

//

 

 

۴

دوکتورا ته د 4 استادانو لیږل

فی نفر

3000000

12000000  AFG

 

 

 

 

 

//

 

 

۱۶

د محصلینو علمي سیر

 

 

 

100000

200000  AFG

 

 

 

 

 

//

 

 

مجموعي مصارف

 

 

 

36700000 AFG

 

 

 

 

 

 

 

 

                           

 

د انګلیسي څانګې (۱۴۰۶-۱۴۰۲)کالونو لپاره د پنځه کلن ستراتېژيک پلان طرحه د ګومارل شوې ستراتېژیک پلان کمېټې لخوا ترتیب او بشپړه شوه چې د څانګې غونډو کتاب کې په ۲۴/۴/   ۴۴ نیټه غونډه کې چې د پروتوکول شماره یې ۶ ده د استادانو رایو په یووالی تايید او ثبت ده. او همدارنګه د تایید لپاره د پوهنځی علمي شورا ته وړاندې، چې د علمي شورا په (۲۹/جدی/۱۴۰۱) نېټه غونډه کې، چې د پروتوکول شمېره یې (۲۰) ده، د رایو  په يووالي تایید شوه.

په خورا درنښت

د انګلیسي څانګې آمر

پوهنیار واحدالله الکوزی