د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

pu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۰:۲۸
mili

د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال ذوالقعدې میاشتې ۱۶مه، چـــــې د ۱۴۰۴ ه ش کال غويي میاشتې له ۲۴مې سره سمون لري، د پکتيا پوهنتون او ملي لوړو زده‌کړو موسسې ترمنځ د همکاریو ګډ هوکړه لیک لاسليک شو.

د پکتیا پوهنتون او ملي لوړو زده کړو موسسې ترمنځ د همکاریو دغه ګډ هوکړه لیک د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي او ملي لوړو زده کړو موسسې د مشر پوهندوی خالد احمد حبیب له‌ لوري لاسلیک شو.

یاد هوکړه ليک به د دواړو علمي بنسټونو ترمنځ د څېړنو د پراختیا، کیفیت ‌لوړونې، علمي تجربو د تبادلې او د علمي کادر د ګومارنې په برخو کې اغېزناکو همکاریو ته زمينه مساعده کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS