د لوړو زده کړو وزارت څخه د علمي اثارو او مونوګراف لیکلو سلګونه ټوکه لارښودونه پکتیا پوهنتون ته راوړل شول.

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۷
ka

د لوړو زده کړو وزارت څخه د علمي اثارو او مونوګراف لیکلو سلګونه ټوکه لارښودونه پکتیا پوهنتون ته راوړل شول.

د لوړو زده کړو وزارت د تالیف، ترجمې او څېړنې ریاست له لوري شپږ لارښودونه چې (د مونوګراف لیکنې لارښود «طبیعي او ټولنیز علوم»، د فوق لیسانس برنامو څېړنیزو پروژو لارښود «ماسټري او دوکتورا»، د ملکي لوړو زده کړو علمي کارد غړو د علمي اثارو د لیکنې لارښود «څېړنه، تألیف او ژباړه» رهنمود نګارش مونوګراف «علوم طبیعی او علوم اجتماعی»، رهنمود پروژه های تحقیقی برنامه های فوق لیسانس «ماستری و دوکتورا»، رهنمود نګارش اثار علمی اعضای کادر علمی پوهنتون ها و نهاد های تحصیلات عالی ملکی«تألیف، تحقیق و ترجمه») پکې شامل دي تر چاپ کولو وروسته یې سلګونه ټوکه پکتیا پوهنتون ته هم راوړل شول.

پر همدې اساس به تر دې وروسته د قدر وړ استادان او محصلین د علمي اثارو او مونوګراف لیکلو پر وخت کې له دغو لارښودونو څخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت) موضوعاتو باندې ځانګړې یوه ورځنۍ روزنیزه ناسته دائره شوه

د پکتیا پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند د مسلکي پرمختیا مرکز له لوري د پوهنتون اداري کارمندانو ته پر (اسلامي شریعت کې د دندې مقام او اهمیت او په اسلامي شریعت کې مسؤلیت او اطاعت). . .

BACK TO NEWS