پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د نیال کینولو او پاک کاري اشر ترسره شو!

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۳:۳۱

 

پکتیا پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د نیال کینولو او پاک کاري اشر ترسره شو!
د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس پوهنیار بصیر احمد یاد د اشر ګډونوالو ته وویل چې، د پکتیا میړنيو او درنو ولسونو د پکتیا پوهنتون له تاسیسه تر دې دمه خپل کور ګڼلی او ګڼي یې. کال په کال یې د پوهنتون د زرغونتیا په برخه کې پراخه ونډه اخیستې. نوموړي زیاته کړه چې، د پوهنتون رهبري، د قدر وړ استادانو، اداري کارمندانو او ګرانو شاه زلمیو محصلینو هم پخپل مټ د رغونې ترڅنګ د پوهنتون ښکلا او سالم محیط رامنځته کولو په برخه کې په لویه کچه کار کړی. نن دوشنبه چې د ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ مې نېټې سره سمون خوري د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ریاست، محترمو استادانو او همدا رنګه ګرانو محصلینو یو اشر چې د افغان ولس یوه کلتوري او فرهنګي عنعنه ده ترسره کړ. دغه اشر درې برخې درلودې چې د پوهنځي دننه صفايي، د پوهنځي چاپیریال پاکول او د بوټو کرل پکې شامل وو. په یاد اشر کې د پکتیا پوهنتون محترم رییس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزي تر څنګ د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي هم ګډون درلوده. د پوهنتون رییس ښاغلي جلالزي د دې پوهنځي له رهبري، استادانو او محصلانو څخه مننه وکړه چې د پوهنتون په پرمختګ کې له موږ سره اوږه په اوږه کارکوي. همدارنګه ښاغلي یاد هم د پکتیا له محترمو ولسونو او په تیره بیا د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له ټولو استادانو او محصلینو له ونډې اخیستلو مننه وکړه او په راتلونکې کې یې ورته د داسې نورو اشرونو توفیق له متعال رب ج څخه وغوښت.
په ځان بسیا افغانستان لیدو په هیله
اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ازادۍ د ورځې؛ درسونو، عبرتونو او مسؤلیتونو تر نامه لاندې ځانګړې برنامه دائره شوه.

د پکتیا پوهنتون محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د ازادۍ د ورځې؛ درسونو، عبرتونو او مسؤلیتونو تر نامه لاندې ځانګړې برنامه دائره شوه.

چهارشنبه د ۱۴۴۷. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۵۰
Background image

د پکتیا پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه (۸۱)تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

د پکتیا پوهنتون له ژبو او ادبیاتو پوهنځي څخه (۸۱)تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه وړاندې شول.

یکشنبه د ۱۴۴۷ ه ق کال صفرالمظفــــــــــــــــــــــــــــــــر میاشتې  ۲۳م. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۷
Background image

پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

پکتیا پوهنتون کې استادانو او اداري کارمندانو ته درې ورځنی دیني، علمي او فکري سمینار پیل شو.

یکشنبه د ۱۴۴۶کال، شعبان میاشتې په ۱۷مه، د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې استادانو او اداري. . .

BACK TO NEWS