پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنې ریاست سره په همغږي ددې ولایت اړوند په بېلا بېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور له پروسې سره د بلدتیا او پکتیا پوهنتون سره د اشنایي په موخه د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر کړل

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۵۷

یکشنبه د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالقعدې میاشتې په ( ۳۰) نېټه، چې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د ثور میاشتې له ( ۲۷) مې نېټې سره سمون لري، پکتیا پوهنتون  د پکتیا پوهنې ریاست سره په همغږي ددې ولایت اړوند په بېلا بېلو ولسوالیو کې د ښوونځیو زده کوونکو ته د کانکور پروسې سره د بلدتیا او له پکتیا پوهنتون سره د اشنایي په موخه د عامه پوهاوي ځانګړي سمینارونه دائر کړل

دغه ځانګړي سمینارونه چې د پکتیا ولایت د زرمت، روحاني بابا، جانیخیلو، پټان، څمکنیو، اریوب ځاځیو، احمد خیلو، میرزکې، لجه منګل، سیدکرم ولسوالیو زده کوونکو ته په پنځو محلونو کې دائر شوي و، زده کوونکو ته د کانکور په ازموینو کې پر خانو تورولو، انتخاب، کوډ رشتې او اړوند مسایلو باندې د ښه پوهاوي په موخه مالومات ورکړل شول او همدارنګه د پکتیا پوهنتون ددې پوهنتون پر امکاناتو، سهولتونو، د پوهنځیو او څانګو په اړه هم لازم پوهاوی ورکړل شو.

د یادونې وړ دی، چې سبا دوشنبه به د مرکز په شمول د احمدابا، وزې ځدراڼ، شواک او ګردې څېړۍ زده کوونکو ته د عامه پوهاوي دغه سمینار د پوهنتون د ناستو په عمومي تالار کې دائر شي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS