د ۱۴۰۱ کال، کب ۱۷مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳
a


پکتیا پوهنتون کـــې د شـــــرعیاتو پوهنځي د درسونو د پیل پرانیسته وشوه.
د پرانیستې پر مهال د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده استادانو او محصلینو ته د درســــونو د پیل مبارکي ویلو ترڅنګ دیني زده کړې د ژوند اساسي ضرورت یاد کړ او په خبره یې د هیـــواد په ټــــولو پوهنتونونو کـــې د شرعیاتو پوهنځيو په پرانیســتلو سره به وکولای شي تر ډېره په ټولنه کې ددیني علومو په برخه کې شته ستونزې اوارې شي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په بشپړه هـــــمکاري به د شرعیاتو پوهنځي لپاره ځانګړی تعمیر جوړ شي.
د یادونې وړ دی، چې د شرعــــــیاتو پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت له لوري څه مـوده وړاندې د پکتیا پوهنتون په تشکیل کې له دوو څانګـــو فقه ــ قانون او تعلــیمات اسلامــــي سره منظور شو.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS