د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۲ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۴ - ۱۱:۳۳
a


د ۱۴۰۱ کال، وږي ۲۲ مه، پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون رهبري ګډه هڅه کوي چې زده کړیالانو ته د نظري زده کړو تر څنګ د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
په نوبتي شکل وخت په وخت ددې پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو زده کړیالانو ته د عملي چارو ښودلو په موخه سفرونه پلان کیږي، چې له دې ډلې څخه نن سه شنبه هم  د انجنیري پوهنځي اړوند د برق او الکترونیک څانګې لسګونو زده کـــــړیالانو د برق سب سټېشن څخه لیدنه وکړه.
د انجنـــیري پوهنځي استاد او د زده کړیالانو ددې ســفر تنظیم کـــوونکي محمد ساحل په خبره هڅه به وکړي، چې زده کــړیالان یې له دې سفر څخه تر ډېره له هغو وسایلو او اسبابو سره اشنا او د کارکـولو په طریقه یې پوه شي کوم چې په برق سب شټېشن او الکترونیک کې کارول کیږي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۹:۳۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د پکتیا پوهنتون له روانو رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، په پکتیا پوهنتون کې د لیلیې او مسجد شریف له رغنیزو پروژو څخه لیدنه او څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

BACK TO NEWS