د ۱۴۰۱ کال، حمل ۲۰ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۵ - ۹:۱۱
a

د ۱۴۰۱ کال، حمل ۲۰ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، فوق العاده استازي قاضي عبدالواحد همت، علمي مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل نقیب الله ځاځي، مالي او اداري مرستیال سیف الله محمدي په هغه ویډیو کنفرانس کې برخه درلوده، چې د لوړو زده کړو وزارت لخوا په پوهنتونونو کې د علمي کادر د جذب په موخه جوړ شوی وو.

په دغه ویډیو کنفرانس کې په هغو مسائلو بحث وشو ، چې په پوهنتونو کې د علمي کادر د جذب په برخه کې ضروري وو، همدا شان د لوړو زده کړو وزارت هدایات دا وو، چې په کادري ازموینو کې دي شفافیت او وړتیا په نظر کې ونیول شي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۹:۳۴
Background image

پکتیا پوهنتون کې د شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ پاتې چارې پیل شوې.

پکتیا پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایي بودیجې څخه د څه باندې شل میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د یوې بلې شپږ پوړیزې لیلیې ودانۍ د پاتې چارو د بشپړولو پروژه پیل شوه.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون کې د سلګونو زرو افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو بټۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د پکتیا پوهنتون اړوند تدریسي روغتون د رئیس ډاکټر رحمت الله منیب پر خبره چې په تدریسي روغتون کې د څلور سوه زره افغانیو پر ارزښت د روغتوني کثافاتو سوځولو دغه بټۍ چې د پیومايي موسسې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۱:۴۱
Background image

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

پکتیا کې د ۱۴۰۵ ه ش کال کانکور دوه ورځنۍ ازموینې پای ته ورسېدې

نن جمعه د ١٤٤٧ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې په پنځمه، چې د ١٤٠٥ ه ش کال جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون لري، پکتیا کې. . .

BACK TO NEWS