د ښووني اوروزني پوهنځي موخې
لرلید
د ښوونې او روزنې پوهنځی به د ټولنې معاصرو اړتیاوو ته په پام سره، په باکیفیته پوهه، مسلکي او ټکنالوژیکي مهارتونو سمبال ښوونیز کادرونه ټولنې ته وړاندې کوي، چې د خپل ژمن او نوښتګر فکري ځواک، عملي وړتیاوو او اسلامي روحیې په مرسته ټولنه د پرمختګ او هوساینې لوړو پوړیو ته ورسوي.
ماموریت
د ښوونې او روزنې پوهنځی پر پایله-ولاړ ښوونیزو میتودونو او باکیفیته زدهکړهییزو تګلارو په مرسته، محصلینو ته د عملي زدهکړې او څېړنې فرصتونه برابروي، چې ټولنې ته معیاري ښوونیز او علمي کادرونه وروزي.
په پورته توګه د ښوونې او روزنې پوهنځي د راتلونکې (۱۴۰۳ - ۱۴۰۷) ستراتیژیک پلان لرلید او ماموریت د پوهنځي ستراتیژيک پلان کمېټې په (۸) ګڼه پروتوکول او (۲/۸/۱۴۴۵ – ۲۳/۱۱/۱۴۰۲) نېټه غونډه کې ترتیب او د علمي شورا په (۱۱) ګڼه پروتوکول او (۳/۸/۱۴۴۵ – ۲۴/۱۱/۱۴۰۲) نېټه ناسته کې تائید شول.
موخې
د پوهنځي بنسټیزې او لویې موخې
۱. د ټولنې معاصرو اړتیاوو ته پام سره د کریکولم تدوین، بیاکتنه
۲. پر پایلهـولاړ مېتودونو په اساس د تدریس عام کول
۳. د هیواد په کچه پوهنځی د اړوند څانګو په برخه کې د علمي-څېړنیز بنسټ په توګه تثبیتول
۴. د محصل د مسلکي او تخصصي روزنې په برخه کې د هیواد په کچه د غوره پوهنځی په توګه مطرح کېدل.
۵. د پکتیا پوهنتون د اعتبار او موقف په لوړولو کې اغیزمن رول لوبول.
۶. څېړنو، تخصصګرايي او ظرفیت اوړونې ته پراختیا ورکول
۷. د هیواد د ښوونې او روزنې سکتور لپاره د اغیزمنې او فعاله بشري قوې روزل او وړاندې کول.
۸. د پوهنځي د پرمختګ او انکشاف لپاره د علمي کادرونو، اداري کارکوونکو او محصلانو ظرفیت لوړولو او د اړینو وسایلو او اسانتیاوو رامنځ ته کول.
۹. د تشکيل پراختيا او ليسانس برنامو ايجادول.
۱۰. د پوهنځي له اداري او تدریسي اړتیاوو سره سم د یو مجهز تعمیر ترلاسه کول.
د ښوونې او روزنې پوهنځي ستراتيژيکې موخې
پوهنځي خپلو لویو او بنسټیزو موخو ته پر کتو ستراتیژیکې موخې په بېلابېلو برخو کې په لاندې ډول ټاکلي دي.
۱. د کیفیت لوړاوي دریم پړاو په بریا سره ترلاسه کول او د هغې ساتل.
۲. کم تر کمه د فوق لیسانس یو پروګرام رامنځ ته کول.
۳. په ښه توګه د علمي-مسلکي خدمتونو وړاندې کول.
۴. د بریښنايي زدهکړو لپاره د سافټ ویر جوړول او د اړینو تسهیلاتو رامنځ ته کول.
۵- د OBE او SCL او نورو اغیزمنو میتودونو پر اساس د تدریس ترویجول.
۶- د ذیربط ادارو او بنسټونو سره د دوه اړخیزه توامیتونه رامنځ ته کول او له هغې څخه ګټه اخیستل.
۷- د استاد او محصل، استاد او مضمون/کریډیټ د نسبت پر پام کې نیولو سره د تشکیل برابرول.
۸. د لیب او لابراتوارونو معیاري کول او تجهیز کول.
۹. په ملي او نړیوالو کنفرانسونو کې ونډه اخیستل.
۱۰. د ټولنې د معاصرو اړتیاو پر بنسټ د څیړنو تر سره کول.
۱۱. په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې د علمي کادرونو او محصلانو د څیړنو د نشرولو لپاره زمینه برابرول.
۱۲. د محصلانو لپاره د مناسب زده کړییز چاپیریال برابرول.
۱۳. د فارغانو او برحاله محصلانو انجمنونو رامنځ ته کول.
۱۴. د محصلانو تحصیلي سوابقو لپاره د ښه او معیاري ډیټابیس جوړول.
۱۵.د څیړنو، مقاله لیکنې او تدریس زده کړې په برخه کې محصلانو ته د ښه فعالیت او ګډون زمنیه برابرول.
۱۶. د پوهنځی لپاره د ۱۴۰ اطاقه ودانی برابرول.
۱۷. په علمي، څیړنیزو او اداري برخو کې د پوهنځي لپاره د کافي پراختیايي بودیجې ترلاسه کول.
۱۸. په علمي، محصلانو او اداري چارو کې د اغیزمنو ډیټابیسونو تر تیبول.
۱۹. د پوهنځي د تعمیرونو شاوخوا د شنې ساحې پراخول او ساتل.
۲۰. د پوهنځي د تعمیرونو د سالم حفظ او مراقبت لپاره د بودیجې برابرول.
۲۱. د اړتیا پر بنسټ د اداري او کادري تشکیل پراخول.
۲۲. د ټولو څانګو لپاره د ټولګیو معیاري کول( سکرین، پراجکتور، غږیز سیستم، د ګروپي کار لپاره د میزونو محیا کول).
۲۳. د پوهنځي په ټولو بلاکونو کې د CCTV سیستم فعالول.
۲۴.د معیاري کنفرانس خوني، سټوډیو او کتابخانې فعالول.
۲۵. د پوهنځي او څانګو اړوند د اداري لوازمو( کمپیوټر، میز، چوکی، الماری، کاپي ماشین او پرینټر) برابرول.
ارزښتونه
۱. په علمي محیط کې د اسلامي فکر او احساس راژوندي کول.
۲. د هیواد د پرمختګ او ځانبساینې پر وړاندې مسؤلیتپذیري او ژمنتیا
۳. د پوهنځي په اړوند تدریس او اداري چارو کې د عدالت او روڼتیا تامینول.
۴. د ټولنې د پرمختګ لپاره له ټولو اړوند ادارو سره همغږي او همکاري.
۵. په استادانو، محصلانو او کارکوونکو کې د رښتینولي، نوښت او خلاقیت انګېزه پیاوړې کول.
۶. له اسلامي او علمي اصولو سره سم د اکاډمیکې ازادې تامینول.
۷. په محصلانو کې د تنقیدي فکر، ستونزېحلولو او خودکفایي وړتیاوې پیاوړې کول.
د پوهنځي لنډه مخینه
د ښوونې او روزنې پوهنځی د پکتیا پوهنتون له تاسیس سره همهاله په کال ۱۳۸۳ لمریز کې ایجاد شو. یاد پوهنځي په پیل کې په عمومي ډول محصلان روزل او ځانګړې تحصیلي څانګې یې نه درلودې، خو په ۱۳۸۶ لمریز کال کې یې تشکلیل پراخ او درې ځانګړې تحصیلي څانګې (طبیعي علوم، ټولنیز علوم او ژبې او ادبیات) په کې رامنځ ته شوې. وروسته بیا په ۱۳۸۸ لمریز کال کې طبیعي علوم په دوو نورو خپلواکو څانګو (ریاضي-فزیک او کیمیا –بیولوژي) ووېشل شوې. د نویو څانګو د تاسیس پر دوام په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځي په اډانه کې ټولې يوولس ځانګړې تحصیلي څانګې (رياضي، فزيک، کيميا، بيولوژي، اسلامي علومو او فرهنګ، پښتو ژبه او ادب، دري ژبه او ادب، انګلیسي ژبه او ادب ، تاريخ، جغرافيه او کمپيوټر ساينس) فارغ ورکوونې او د ارواپوهنې فارغ نه ورکوونکې (غیر فارغده) څانګه رامنځ ته شوې، چې تر دې مهاله يې افغاني ټولنې ته ۴۳۰۴ فارغ التحصیلان وړاندې کړي او دا لړۍ ادامه لري. باید وویل شي چې دا مهال د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند پورتنیو یادو يوولسګونو څانګو کې په ورځنیو تحصیلي برنامو سربېره، په ځینو څانګو کې د داخل خدمت او په ځینو ځانګړو څانګو کې د شپې ښوونیزې برنامې هم شتون لري، او ګڼ شمېر محصلان په کې پر زدهکړو بوخت دي. دغه راز، یاد پوهنځی هر کال د یادو يوولسو څانګو لپاره ۶۵۰ تنو په شاوخوا کې نوي محصلانو د جذب وړتيا لري.
د پوهنځي اوسنی تشکیلاتي جوړښت
د ستراتېژي له جوړولو څخه دمخه د هر ارګان اوسني وضعیت ته کتنه ډېره اړینه ده، نو ځکه د اوسني وضعیت له ارزولو وروسته د مخکې تګ لپاره لاره او نقشه اسانه کېږي، نو همدې اصل ته په کتو د ښوونې او روزنې پوهنځي اوسني وضعیت ته ځغلنده کتنه کوو.
د ښوونې او روزنې پوهنځی د رئیس تر مشرۍ لاندې د دولسو بېلا بېلو څانګو درلونکی دی او د لوړو زده کړو وزارت د قانون، لوایحو، مقرراتو او طرزالعملونو په رڼا کې خپلې علمي، تدریسي، څېړنیزې او اداري چارې ترسره کوي. د ښوونې او روزنې پوهنځي په مشرتابه کې پر رئیس سربېره یو مرستیال هم د رئیس په نشتون کې د پوهنځي د اداري مشر په توګه چارې ترسره کوي. همداراز اوسمهال په یاد پوهنځي کې لاندې دولس څانګې، دیارلس کمېټې، دری لابراتوارونه، یو عمومي کتابتون، د مسلکي پرمختیا مرکز او کمپیوټر لیب، مسجد، درې اداري/تدریسي تعمیرونه،۷۲ تنه علمي کادر غړي، شپږ تنه اداري کارکوونکې او پنځه تنه خدماتي کارکوونکې لري، چې تشکیلاتي جوړښتونه یې په لاندي توګه ترتیب شوي دي.
د پوهنځي اوسنی تشکیل
۱- جدول: د پوهنځي اوسنی تشکيل
ګڼه |
د علمي کادر غړي |
اداري کارکوونکي |
خدماتي کارکوونکي |
۱ |
72 |
6 |
5 |
مجموعي شمېر |
82 |
د تحصیلي درجو له مخې د علمي کادر غړو اوسنی تشکيل
۲- جدول: دتحصيل درجو له مخې د پوهنځي اوسنی تشکيل
ګڼه |
دوکتور |
ماسټر |
ليسانس |
۱ |
5 |
50 |
17 |
مجموعي شمېر |
72 |
د علمي رتبو له مخې د علمي کادر غړو اوسنی تشکيل
۳- جدول: علمي رتبو له مخې د پوهنځي اوسنی تشکيل
ګڼه |
پوهيالي |
نوماند پوهنيار |
پوهنيار |
پوهنمل |
پوهندوی |
پوهنوال |
پوهاند |
۱ |
2 |
15 |
12 |
28 |
10 |
5 |
0 |
مجموعي شمېر |
72 |
د محصلانو سرشمېرنه
د ښوونې او روزنې پوهنځی له ۱۳۸۶ لمریز کال را پدې خوا په بېلابېلو څانګو کې تر ۱۴۰۲ لمریز کال پورې (۴۳۰۴) تنه فارغان ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندي کړي دي، او فعلاً په یوولسګونو څانګو کې (۱۱۱۳) تنه محصلان په زدهکړو بوخت دي. د محصلانو او فارغانو سرشمېرنه د بېلابېلو کلونو له مخې په لاندي ګرافونو کې ښودل شوېده.
د ښوونې او روزنې پوهنځي کتلاک ۱۴۰۳ لمریز کال
د ښوونې او روزنې پوهنځي د ۱۴۰۲ کال راپور
د ښوونې او روزنې پوهنځي ۱۴۰۳ کال کاري تطبیقي پلان
د ښوونې او روزنې پوهنځي د کلنیو تطبیقي پلانونو له تطبیق څخه د مؤظف هېئت د ارزونې راپورونه
د ښوونې او روزنې پوهنځي ستراتیژیک پلان