د نباتاتو د ساتنې څانګه
د نباتاتو د ساتنې څانګه
شعبه حفاظه نباتات
Department of Plant Protection
د نباتاتو د ساتنې څانګه د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له افتتاح څخه چې د پوهنتون له لومړنیو پوهنځيو شمیرل کیږي، شتون درلود. خو په اختصاصي ډول د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته د وړانديز څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۶/۱۰/ ۱۳۹۱ نیټې منظور او د ۱۳۹۲ کال په تشکیل کې شامل او رامنځ ته شوچې تر دې دمې نوموړې څانګې په سلګونه مستعد کادرونه روزلي او ټولنې ته وړاندې کړي.
پیژندنه
د نباتاتو د ساتنې څانګه د پکتیا پوهنتون د کرنې پوهنځي له افتتاح څخه چې د پوهنتون له لومړنیو پوهنځيو شمیرل کیږي، شتون درلود. خو په اختصاصي ډول د پکتیا پوهنتون د رهبري لخوا د لوړو زده کړو وزارت ته د پیشنهاد څخه وروسته د لوړو زده کړو وزارت له خوا په ۱۶/۱۰/ ۱۳۹۱ نیټې منظور او د ۱۳۹۲ کال په تشکیل کې شامل او رامنځ ته شو. د نوموړي څانکې رسالت ټولنې په ګټه دنباتاتو ساتنې په برخه کې د لایقو اشخاصو روزل او اماده کول. موخې یا اهداف: د کادرونو او استعداد لرونکو متخصصینو روزل،په صحیح ډول د نباتي آفاتو او ناروغیو پیژندل او د مخنيوي هراړخيزې لارې چارې په ګوته کول،د نباتي منابعو او چاپیریال ساتنه،د في واحد ځمکې څخه لوړحاصل لاس ته رواړل،د کرنیزو محصولاتو ساتنه او پرمختیا کې د عصري ټیکنالوژیو پلي کول،د خواړو کیفیت او مقدار لوړول او د هیواد اقتصادی وده کې د کرنیزو توکو ارزښت لوړول څخه عبارت دي. هغه مضامین چې په دې څانګه ګې په اختصاصي ډول تدریس کیږي: د نباتي ناروغیو اساسات، حشره پوهنه، مایکالوژي-بکتریالوژي، ویرولوژي –نیماتولوژی، دآفت وژونکو اساسات، د غلودانو اوصنعتي نباتاتو آفتونه، د غلودانو او صنعتي نباتاتو ناروغۍ، د ونو افتونه، د ونو اوګلابو ناروغۍ، د سبزیجاتو د آفتونو تنظیم، د آفاتو مخنیوی او سیمینار
رسالت (Mission)
د نباتاتو د ساتنې څانګې ماموريت اړونده بسټيزې او مسلکي څېړنې ترسره کول او د ساينس پر بنسټ د زده کړو چمتو کول او له ټولنې سره يې شريکول دي. د بوټو، تخمونو او نورو نباتي تکثيري موادو د تولید د روغتیا او کیفیت ساتنه، د نباتي آفاتو او ناروغیو د معرفي کولو او خپرېدنې د مخنیوي په اړه مؤثقه پوهه رامنځته کول دي.
لرليد (Vision)
د نباتاتو د ساتنې څانګې لرليد د نباتاتو د ساتنې ساينس انکشاف او شريکول او د تطبيقي ميتودونو په پام کې نيولو سره د آفتونو او ناروغيو کنترول او اداره کول دي.
موخې (Goals)
۱. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې د مستعدو کادرونو روزنه
۲. د نباتي ناروغيو او آفاتو د مديريت او کشفولو له نويو لارو چارو سره د زده کړيالانو آشنا کول.
۳. د نباتي آفاتو او ناروغيو د مديريت لپاره د طبيعي سرچينو په ګوته کول.
۴. په چاپیریال، انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو باندې د کیمیاوي آفت وژونکو ویجاړوونکي اغیزو سره د زده کړيالانو او ټولنې آشنا کول.
۵. د نباتي ناروغيو او آفاتو پر وړاندې د اغيزمنو کيمياوي توکو په ګوته کول.
۶. د نباتاتو د ساتنې په برخه کې لابراتواري او ساحوي څېړنې ترسره کول.
د نباتاتو د ساتنې څانګې لرليد، رسالت او موخې د يادې څانګې د ( ۱۱) ګڼه پروتوکول او ۲۸/۱۱/۱۴۰۲ نيټې پريکړې او د کرنې پوهنځي د (۱۰) ګڼه پروتوکول او ۲۲/۱۲/۱۴۰۲ علمي شوری ناستې په اساس د ټولو غړو د په اتفاق د آراوو سره د تائيد وړ وکرځيده.
 
د نباتاتو د ساتنې څانګې تدريس کيدونکي مضامين
| شماره | مضمونونه | د کريديدتونو شمير | د مضمون کود | د مضمون کټګوري | سمستر | ټولګی | 
| ۱ | حشره پوهنه | ۳ | Ag PP 0425 | تخصصي | ۳ | دويم | 
| ۲ | د نباتي ناروغيو اساسات | ۳ | Ag PP 0430 | تخصصي | ۴ | دويم | 
| ۳ | نباتي مايکالوجي | ۲ | Ag PP 0531 | تخصصي | ۵ | درېيم | 
| ۴ | نباتي نيماتولوجي | ۲ | Ag PP 0532 | تخصصي | ۵ | درېيم | 
| ۵ | نباتي ويرولوجي | ۲ | Ag PP 0533 | تخصصي | ۵ | درېيم | 
| ۶ | نباتي بکتريالوجي | ۲ | Ag PP 0534 | تخصصي | ۵ | درېيم | 
| ۷ | نباتي اکارولوجی | ۲ | Ag PP 0535 | تخصصي | ۵ | درېيم | 
| ۸ | د کرنيزو نباتاتو مضره حشرې او کنې | ۳ | Ag PP 0642 | تخصصي | ۶ | درېيم | 
| ۹ | د سبزيجاتو ناروغۍ | ۲ | Ag PP 0643 | تخصصي | ۶ | درېيم | 
| ۱۰ | د سبزيجاتو آفات | ۲ | Ag PP 0644 | تخصصي | ۶ | درېيم | 
| ۱۱ | د ونو مضره حشرې او کنې | ۳ | Ag PP 0645 | تخصصي | ۶ | درېيم | 
| ۱۲ | تر حاصل ټولولو وروسته ناروغۍ | ۲ | Ag PP 0746 | تخصصي | ۷ | څلورم | 
| ۱۳ | ګټورې حشرې او کنې | ۲ | Ag PP 0744 | تخصصي | ۷ | څلورم | 
| ۱۴ | آفت وژونکي | ۲ | Ag PP 0743 | تخصصي | ۷ | څلورم | 
| ۱۵ | څيړنيزه پروژه ۱ | ۲ | Ag PP 0747 | تخصصي | ۷ | څلورم | 
| ۱۶ | د ګدام/زيرمه ځای آفتونه | ۲ | Ag PP 0745 | تخصصي | ۷ | څلورم | 
| ۱۷ | د نباتي ناروغيو او آفاتو قرنطين | ۲ | Ag PP 0849 | تخصصي | ۸ | څلورم | 
| ۱۸ | د ونو ناروغۍ | ۳ | Ag PP 0850 | تخصصي | ۸ | څلورم | 
| ۱۹ | د کرنيزو نباتاتو ناروغۍ | ۳ | Ag PP 0851 | تخصصي | ۸ | څلورم | 
| ۲۰ | څيړنيزه پروژه ۲ | ۲ | Ag PP 0847 | 
 | ۸ | څلورم |