د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو په ګډو هڅو د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه یو ورځنی علمي سمین

pu_admin
Sun, May 04 2025 2:23 PM
dau

د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد  او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو په ګډو هڅو د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه یو ورځنی علمي سمینار او تمثیلي برنامه دائره شوه.

یکشنبه د ۱۴۴۶ کال، ذوالقعدې میاشتې په شپږمه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال ثور میاشتې له ۱۴مې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون د دعوت او ارشاد  او محصلانو خدمتونو او همغږي آمریتونو په ګډو هڅو د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه یو ورځنی علمي سمینار او تمثیلي برنامه دائره شوه.

په دائر شوي علمي سمینار او تمثیلي برنامه کې چې د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي، د پکتیا علماؤ شورا مرستیال مفتي صاحب امان الله، د پوهنتون محصلانو چارو مرستیال اصف الرحمن خپلواک، د مختلفو امارتي ادارو استازیو،د پوهنتون  استادانو او د بېلا بېلو پوهنځیو محصلانو برخه درلوده، پیل یې د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.

لومړی د پکتیا پوهنتون رئیس مولوي صاحب عبدالحکیم حمدي د علمي سمینار او تمثیلي برنامې ګډونولو ته ښه راغلاست او هرکلی وویلو او له ټولو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه.

ورپسې د پکتیا دیني جامعې استاد مفتي صاحب معین احمد اخندزاده د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان پر شرعي اړخ ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

ورپسې د پکتیا پوهنتون حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل شریف الله امین د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان پر حقوقي اړخ  ګډونوالو ته علمي سمینار ارایه او مالومات یې ورسره شریک کړل.

وروسته د پکتیا ولایت علماؤ شورا مرستیال مفتي صاحب امان الله  په ارزونه کې د فرمان اړوند دا ډول علمي سمینارونه او عملي برنامې خورا مهمې او د ارزښت وړ یادې کړې.

علماؤ شورا مرستیال همدارنګه د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان پر ارزښت هم له ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

وروستیو کې د امیرالمومنین حفظه الله تعالی له لــــــــــــــــــــوري د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو، حج او عمرې څخه د راستنېدلو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په پار د توشیح شوي فرمان په اړه عملي تمثیلي برنامه ترسره شوه.

جوړ شوی علمي سمینار او تمثیلي برنامه ګډونوالو ته د ستاینلیکونو او ډالیو پر وېشلو او دعائې پر ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS