د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام

pu_admin
Wed, Jul 14 2021 10:27 AM
b

د ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې پیغام!

پکتیا پوهنتون رهبري، استادان، محصلان او اداري کارمندان د هېواد سترې علمي هستي، د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال او د شیخ زاید پوهنتون پخواني رییس پوهاند محمدرسول باوري د مړینې له امله ژور خواشیني دي او د دې لوی انسان مړینه د هېواد لپاره یوه نه جبرانیدونکې ضایعه بولي. موږ د درانه مرحوم استاد له درنې کورنۍ، د پوهې د کاروان له لارویانو او دوستانو سره په دې لوی غم کې ځان شریک بولو. مرحوم استاد ته د جنتونو هیله کوو او د کورنۍ قدرمنو غړو او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کوو. لوی الله ج ته لاسونه لپه کوو چې نور دا ظالمه وبا ختمه کړي. خدای ج د زموږ په ټولو هېوادوالو خپل غیبي رحم وکړي.

امین ثم امین.

اداره

 

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS