۱۴۰۰ ه ش کال، د جدي ۶ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Tue, Feb 22 2022 1:39 PM
a

۱۴۰۰ ه ش کال، د جدي ۶ مه، پکتیا پوهنتون

د پکتیا پوهنتون او بدني روزنې ریاست ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دوشنبې په ورځ د پکتیا پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده او د پکتیا بدني روزنې او المپیک رئیس نورالرحمن تسکین ترمنځ دغه هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د پکتیا پوهنتون استادانو او کارمندانو ته د ورزش علمي پروګرامونه برابر او محصلینو ته د ورزش په برخه کې لا ډیرې اسنتیاوې رامنځته شي.

د المپیک ریاست څخه د رئیس په شمول راغلي پلاوي د پکتیا پوهنتون له جمنازیوم څخه هم لیدنه وکړه، او په خبره یې چې د پکتیا ورزشي ځوانانو لپاره ډېر مناسب ځای دی.

د یادونې وړ دی، چې پکتیا پوهنتون تل هڅه کوي، تر څو د محصلینو لپاره د تحصیل تر څنګ د ورزش مناسب چاپیریال رامنځته کړي.

د عامه اړیکو او نشراتو مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS