پکتیا پوهنتون کې د بېلا بېلو برخو او څانګو آمرینو ته د پرمختللې رهبري تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

pu_admin
Wed, Jan 15 2025 2:07 PM
PDC

پکتیا پوهنتون کې  د بېلا بېلو برخو او څانګو آمرینو ته د پرمختللې رهبري تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

چهارشنبه د ۱۴۴۶ کال، رجب المرجب میاشتې په ۱۴مه، پکتیا پوهنتون کې  د بېلا بېلو برخو او څانګو آمرینو ته د پرمختللې رهبري تر سرلیک لاندې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېده.

د ورکشاپ د پای په مراسمو کې د پوهنتون د مسلکي پرمختیا مرکز آمر پوهندوی عبدالناصر ستانکزي له ټریڼر استاد دوکتور دولت شاه پویش او د ورکشاپ له برخوالو څخه مننه کړه، چې په پوره لېوالتیا  یې په ورکشاپ کې ورسره ګډون وکړ.

ښاغلي ستانکزي همدارنګه د ورته نورو پروګرامونو، ورکشاپونو او سمینارونو د دائرېدلو یادونه هم وکړه، څو په ژمي کې له شته فرصتونو څخه پر استفادې یې استادان ډېر څه په علمي برخه کې ترلاسه کړي.

Latest news

Wed, Jun 25 2025 9:52 AM
Background image

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي ناسته وشوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ ه ق کال ذوالحجة الحرام میاشتې ۲۷مه، چې د ۱۴۰۴ ه ش کال چنګاښ میاشتې له درېیمې سره سمون لري، د پکتیا پوهنتون علمي شورا نوبتي. . .

BACK TO NEWS