پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه د لوړو زده کړو وزارت هیئت په شتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

pu_admin
Tue, Feb 04 2025 1:29 PM
wd

پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او  پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه  د لوړو زده کړو وزارت هیئت په شتون کې تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

سه شنبه د ۱۴۴۶ کال، شعبان په ۵مه، پکتیا پوهنتون کې ددې پوهنتون، وردګ او  پکتیکا لوړو زده کړو موسسو (۱۲) خالي کادري بستونو ته له (۸۱) تنه نوماندانو څخه تخصصي ازموینه واخیستل شوه.

د ازموینې د پیل په مراسمو کې د پوهنتون رئیس مولوي عبدالحکیم حمدي د ازموینې برخوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته په تخصصي ازموینه کې د ګډون پر مسؤلیت مالومات ورکړل.

ښاغلي حمدي همدارنګه  نوماندانو ته ډاډ ورکړ لکه  څرنګه  چې دوی ته د لوړو زده کړو وزارت د زون په سطحه د تخصصي ازموینو صلاحیت او مسؤلیت ورکړی، غواړي چې په ښه شکل سره دا مسؤلیت ادا او ترسره کړي.

ورپسې د پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالله مسلم د تخصصي ازموینو پر طریقه او رویش مالومات له ګډونوالو سره شریک کړل او ورڅخه یې غوښتنه وکړه چې په ازموینه کې د لاس وهنې په اړه دې هیڅ فکر نه کوي.

د یادونې وړ دی، چې پکتیا پوهنتون اوس د زون سربېره د یو شمېر نورو امارتي او خصوصي پوهنتونونو د کادري ازموینو مسؤلیت او صلاحیت پر غاړه لري، چې ورته مسلکي کادرونه جذب کړي.

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS