د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۵ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, Aug 24 2022 9:10 AM
a

د ۱۴۴۴ کال، محرم الحرام ۲۵ مه، پکتیا پوهنتون

نن سه شنبه د علمي شورا ناسته ددې پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر رهبرۍ لاندې وشوه
ناسته کې چې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، محصلانو چارو مرستیال پوهنمل محمد نعیم وصال ، پوهنځیو رئیسانو او څانګو امرینو برخه درلوده، پیل یې د قرانکریم په څو مبارکو ایاتونو وشو.
لومړی د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د پسرلني سمستر پر وروستیو ازموینو چې په ښه ډول پای ته ورسېدې خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې تېر سمستر یې په پوره بریالیتوب سره پای ته ورساوه.
پوهنتون رئیس د کادري روغتون د بشپړ فعالولو لپاره د یوه پروسیجر جوړول ضرور وګڼل، چې په خبره یې له کمو امکاناتو څخه پوره ګټه پورته کړای شي.
ورپسې د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د تېرې ناستې د پریکړو پر تعقیب مفصل مالومات د ناستې له ګډونوالو سره شریک کړل.
وروسته ناسته کې د علمي شورا د غړو ترمنـــــځ پر بېلا بېلو موضوعاتو لکه: د خزاني سمستر  پر پیل ، استادانو پر علمي ترفیعاتو، د علمي رتبو پر تثبیت ،د ځینو ډيپارټمنټونو د چارو پر انسجــــام او په اجنډا کې شاملــو نـــورو مــوضوعاتو بحث وشو او د یو شمېر مسایلو په اړه وروستی تصمیم هم ونیول شو.
ناسته د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS