د ۱۴۴۴ کال، شوال ۱۷مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Wed, May 10 2023 2:07 PM
a

پکتیا پوهنتون کې د تضمین کیفیت کمېټې ناسته د پوهنتون د رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.
ناسته کې چې د علــمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي، مالي او اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي او د بېلا بېلو شعبو امرینو برخه درلوده، پیل یې له معمول سره سم د قران پاک په څو مبارکو ایاتونو سره وشو.
ورپسې د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ تضمین کیفیت د پوهنتون اساس یاد کړ او په وینا یې څومره چې ممکن وې د پوهنتون اړوند ټولې شعبې او اداري واحدونه د تضمین کیفیت معیارونو ته پوره پاملرنه وکړي.
همدارنګه د پوهنتون رئیس د تضمین کیفیت دریم پړاو ته د پوهنتون کاندیدېدل او په بریالیتوب سره پاس کول د ټـــــــولو ګډ مسؤلیت یاد کړ او له استادانو څخه یې هم په دې برخه کې د بشپړې همکاري غوښتنه وکړه.
همدارنګه د علمي چارو مرستیال پوهنمل سیف الرحمن روهي د اړوند شعبو امرینو ته د کیفیت لوړولو او عتبار ورکولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. هغه یو ځل بیا هم پوهنتون د ټولو ګډ کور یاد کړ او په خبره يې هر څوک باید د یو مسولیت او احساس له مخې خپلې دندې ترسره کړي.
وروسته له اجنډا سره سم پر یو شمېر موضوعاتو بحث ترسره شو او د ځینو مسائلو په اړه لازم تصمیمونه هم ونیول شول.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS