د ۱۴۴۴ کال، شوال ۱۱ مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sat, May 06 2023 2:34 PM
a


پکتیا پوهنتون کې د چاپېریال ســـاتنې په مـوخه یو ورځنی اشر ترسره شو.
په برابر شوي اشر کې چې ددې پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده، اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي د پوهنځیو استادانو، اداري او خداماتي کارمندانو او زده کړیالانو برخه درلوده، پکې د پوهنتون د انګړ او لښتیو صفا کاري چاره ترسره شوه.
د پوهنتون رئیس پوهنمل عبیدالله اخندزاده د چاپېریال پاک ساتل د ټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ او په خبره یې هڅه باید وشي تر ممکنه حده خپل پوهنتون او د ژوند کولو چاپېریال باید پاک وساتو.
ښاغلي اخندزاده په دې برخه کې د اړوند ارګانونو څخه هم د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه او د اشر له ګډونوالو څخه یې د زړه له تله مننه وکړه، چې تل یې له دوی سره په دې او دې ته ورته ټولنیزو فعالیتونو کې فعاله ونډه اخیستې.
همدارنګه د پوهنتون اداري چارو مرستیال سیف الله محمدي هم ګډونوال وهڅول چې لا هم د خپل چاپېریال ساتلو ته توجو وکړي، تر څو د ټولنې نور وګړي هم له دوی څخه په الهام اخیستلو خپل چاپېریال ته پوره پاملرنه وکړي.
بل خوا زده کــړیالانو هم د پوهنــــــتون پر دې اقدام خوښي څرګنده کړه، چې پر اساس به یې د پوهنتون چاپېریال پاک او دوی به پکې د بشپړې ارمتیا احساس وکړي.
د یادونې وړ دی، چې دا لومړی ځل نه بلکې څویم ځل دی، چې پکتیا پوهنتون د چاپیریال ساتنې په موخه ورته اقدام کوي، تر څو چاپېریال یې پاک او له ټولو هغو کثافاتو څخه خالي وي کوم چې د یوه سالم انسان بدن او روح ته زیان اړوي.

نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

Latest news

Thu, Jun 04 2026 9:09 AM
Background image

Constraction of a hospital waste incinerator at Paktia University Teaching Hospital, an investment valued at several hundred thousand Afghanis.

Dr. Rahmatullah Munib, head of the hospital, stated that this 400,000 Afghani incinerator, funded by PUMI, will significantly enhance the standardization and organization of hospital. . .

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS