د ۱۴۰۱ کال، سنبلې ۱۲مه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Mon, Sep 05 2022 10:32 AM
a

د ۱۴۰۱ کال، سنبلې ۱۲مه، پکتیا پوهنتون
پکتیا پوهنتون ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پوهنځیو  د ارزونې په موخه یوه څلور کسیز هیئت سفر کړی.
د پکــتیا پوهنتـــون رئیـــس پوهـــنمل عبــیدالله اخنــدزاده د پوهــنتون ارزونــې په موخه د وزارت راغـلي هیـئت ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ هغوی ته د پوهنتون په ټولو برخو کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ.
د راغلـي هیئت یوه غــړي او په لـوړو زده کــړو وزارت کې د اسنــادو د برسي رئیس قــاضي عبدالباري ارزونه په اداري چـوکاټ کې یو اصل یاد کـړ او په خبره یې د ارزونـــې له برکته یې اوس ډېری خصــوصي پوهنتونونه هغه مـعیار ته نـږدې شوي،  چې د لـــوړو زده کړو وزارت یې هیله درلوده.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنځیو په سطحه دغه ارزیابي به د پکتیا پوهنتون اړوند په ټولو پوهنځیو کې اته ورځې په بر کې ونیسي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS