د ۱۴۰۱ کال، جــوزا ۷ مـه، پکتیا پوهنتون

pu_admin
Sun, May 29 2022 12:22 PM
د ۱۴۰۱ کال، جــوزا ۷ مـه، پکتیا پوهنتون شنبه د پکتیا پوهنتون ناستو په تالار کې د کرنې پوهنځي لومړي ټولګي زده کــړیالانو ته د ښه راغــلاست او معرفت غــونډه وشوه. په دغو مــراسمو کې چې د پکتیا پوهنتــون پخواني رئیس دوکتــور سیــدولي جلالزي، کرنې پوهنــځي رئیس پوهنمل عبدالوهاب حکمت ، ددې پوهــنځي استـادانو او محصــلینو برخه درلوده، پیل یې د کلام الله په څو مبارکو ایاتونو وشو. ناستې ته لــومــړي د کــرنې پوهنــځي رئیس خــبرې وکړې، نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنــګ په ټولنه کــې د علومــو پر ارزښت او خصوصا د کرنې په برخه کې د کادرونو پر اړتیا او ضرورت هر اړخیزې خبرې وکړې. هغه د لومړي ټـولګي زده کړیالان وهــڅول چې سر له اوسه دې پر قـوي هوډ او کلکه اراده خپــلو زده کړو ته مـټې رابــډ وهي او هیڅکله دې خپل وخت عبس نه تېروي. د یادونې وړ ده، چـې د معـرفت او ښه راغــلاست دغــه ډول غونډې نویو زده کړیالانو ته د پوهـنتون او پوهنځي په اړه د یوه ښه فکــر انتقال او هغوی خپلو مسؤلیتونو ته د متوجې کولو په پار ترسره کیږي. نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Latest news

Sat, May 23 2026 11:47 AM
Background image

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

Pakti’s two-days Entrance Exam for academic year (2026) concluded on Friday (22/05/2026)

 The examination, conducted over two days, was administered by Paktia University in. . .

BACK TO NEWS